• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مرسي کورپس تازه راپور: کابل به د عصري نړۍ لومړی ښار وي چې له اوبو بې‌برخې کېږي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

ایران فرنټ پیج د غېر دولتي موسسې (مرسي کورپس) د تازه راپور په حواله لیکلي، چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو لسو کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د ښار د څښاک اوبو ګڼې بورې څاه ګانې وچې شوې دي او د اوبو د را اېستلو کچه د طبیعي بیا بحالۍ په پرتله ۴۴ مېلیونه مکعب متره زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي نو د کابل د اوبو ټولې زېرمې به ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې وچې شي، چې د دې ښار شاوخوا اووه مېلیونه اوسېدونکو ته به جدي ګواښ پېښ کړي.
د مرسي کورپس د افغانستان د دفتر مشر دین کری وايي: «د دې ناورین د ښې څېړنې لپاره اړتیا ده چې جدي هڅې وشي او نړۍوالو ته د دې وضعیت د مخنیوي اړتیا په ګوته کړل شي.»
هغه زیاتوي: «که نړۍواله ټولنه د افغانستان د اوبو ستونزه حل نه کړي، نو خلک به له خپلو سیمو وتښتي او دا به لا زیات کډوالۍ او ستونزې رامنځته کړي.»
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د کابل تر ۸۰ سلنې لاندې ځمکنۍ اوبه ککړې دي، چې د فاضله اوبو، مالګې او ارسنیک په لوړ مقدار کېدل د اوبو د ککړتیا عمده عوامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د اوبو برابرول د کابل د اوسېدونکو ورځنۍ ننګونه ګرځېدلې ده. ځینې کورنۍ د خپل عاید درېیمه برخه اوبو ته ورکوي او زیاتره یې د اوبو د پورونو له ستونزو سره مخ دي.
نظیفه چې د کابل د خیرخانې په یوه سیمه کې ښوونکې ده، وايي: «افغانستان ګڼې ستونزې لري، خو د اوبو کمښت تر ټولو جدي دی. هره کورنۍ له دې کړاو سره مخ ده، په تېره هغو چې عاید یې کم دی. ښه کیفیت او کافي اوبه نه شته.»
ځیني خصوصي شرکتونه د اوبو له ناورین څخه ګټه پورته کوي، د بور نوې څاه ګانې را وباسي او د خلکو د اوبو د اړتیا لپاره یې په لوړ قیمت پلوري.
نظیفه زیاتوي: «موږ پخوا په هرو لسو ورځو کې د اوبو د ټانکر لپاره ۵۰۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس دغه لګښت دوه برابره شوی دی. په تېرو دوو اونیو کې وضعیت لا خراب شوی او موږ وېرېږو چې نرخونه به نور هم لوړ شي.»
د کابل نفوذ د ۲۰۰۱ کال راهیسې له کابو یو مېلیونو څخه اوو مېلیونو ته رسېدلی، چې دې مسلې هم د اوبو غوښتنه په چټکۍ سره ډېره کړې ده.
د دې ترڅنګ د حکومت نه شتون د اوبو د منابعو مدیریت کمزوری کړی دی.
په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي دفتر ویلي، چې یوازې ۸.۴ مېلیونه ډالر یې د اوبو د پروګرامونو لپاره ترلاسه کړي، حال دا چې ۲۶۴ مېلیونه ډالر ورته پکار دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړۍوالو مرستو شاوخوا درې مېلیارد ډالره د بندېدو له کبله دا ستونزه لا پسې زیاته شوې ده. دغه راز د امریکا د USAID مرسته هم تر ۸۰ سلنې پورې کمه شوې ده.
د افغانستان د اوبو او چاپېریال د متخصصینو یوه شبکه وايي، چې پر اوږدمهال د حل لپاره جدي پانګونه اړینه ده، خو سیاسي وضعیت دا لاره ننګوي.
نظیفه وایي: «اوبه د افغانستان یوه طبیعي سرچینه او د خلکو حق دی، دا هېڅ سیاسي موضوع نه ده. زه هر ځل چې ګلونه او مېوې وچېږي، زړه مې وینې کېږي، خو موږ اوس په نظامي حکومت کې ژوند کوو او نشو کولی چې حکومت ته شکایت وکړو.»
یو مهمه پروژه چې د پنجشېر د سیند له اوبو په کارولو سره به د کابل د اوبو ناورین کم کړي، د ۲۰۲۴ کال په پای کې د طرحې چمتووالی ترلاسه کړی، خو د بودیجې منظوري یې تر اوسه پاتې ده.
دغه پروژه به د دوو مېلیونو خلکو لپاره پاکې اوبه برابرې کړي.
ډاکټر نجیب الله صدیق چې د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه دی، وايي: «موږ نور وخت نه لرو چې یوازې انتظار وکړو. کابل اوس له داسې حالت سره مخ دی چې خلک د خوراکي توکو او اوبو ترمنځ انتخاب کوي. خو خلکو ته لا هم چمتوالی شته چې خپل لږ څه پانګونه وکړي او د یوه دوامداره حل لپاره هڅې وکړي.»
کابل، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په تېرو دوو لسیزو کې له چټک ښاري پراختیا سره مخ شوی دی. د خلکو شمېر له یو مېلیونه څخه تر شاوخوا اوو مېلیونو پورې لوړ شوی، خو د اوبو زېرمې، زېربناوې او اساسي خدمات له دې ودې سره سم پرمختګ نه دی کړی.
د اقلیم بدلون، د بارانونو کمښت، د زېرمو بې‌مدیره استخراج او د حکومت د نظارت نشتوالی د دې سبب شوی، چې کابل د عصري نړۍ لومړنی ښار شي چې له بشپړ وچکالۍ سره مخامخ شي.
دغه ناورین نه یوازې د عامو خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې له نړۍوالې مرستې او دوامدارو حل لارو پرته د ښاري ژوند د بشپړې ړنګېدو وېره هم لري.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکایانو افغان همکاران د ټرمپ د نویو بندیزونو له امله له ناڅرګند وضعیت سره مخ شوي دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې د هغو افغانانو لپاره چې د جګړې پر مهال له امریکایانو سره همکاره و، د وېرې، بې‌باورۍ او خیانت احساس زیات کړی دی. د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي.

که څه هم امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ ډېرې لارې شته، خو د ټرمپ د ادارې پرمهال ټولې دا لارې اغېزمنې شوې دي. زرګونه افغانان چې د ویزو لپاره غوښتنلیکونه ورکوي، اوس د خدماتو د کمښت له امله په ناڅرګند حالت کې دي.

هغه کسان چې د کډوالۍ حق لري هم د بیا استوګنې پروسې له سختو خنډونو سره مخ شوي دي.

هغه افغانان چې اوسمهال د موقتي خوندي حالت لاندې په امریکا کې ژوند کوي، ښايي اړ شي چې دغه هېواد پرېږدي، ځکه چې د ټرمپ ادارې د دې پروګرام ختمولو اعلان کړی دی.

د ټرمپ د سفر بندیز کې د افغان ځانګړو کډوالو ویزو (SIV) لپاره استثنا ورکړل شوې، خو مدافع وکيلان وايي چې ډېری هغه افغانان چې د امریکا لپاره یې کار کړی، د دې ویزو شرایط نه پوره کوي.

ځینې کسان د لږ کار مودې له امله مستحق نه ګڼل کېږي او ځینې نور د امریکا د حکومت لپاره په مستقیم ډول کار نه دی کړی. د دوی کورنۍ او نږدې کسان چې د امریکا سره تړاو لري، اوس هم د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د افغان کډوالو د ملاتړ فعالانو د ځانګړو ویزو استثنا ته هرکلی کړی، خو وايي چې د ټرمپ د ادارې نورې پالیسۍ او خدماتو کې کموالي د دې استثنا اغېز محدود کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی لوړپوړی چارواکی وايي: «دغه استثنا یوازې ظاهري ده، ځکه چې اداره د افغان کډوالو د همغږۍ دفتر د جولای تر لومړۍ نېټې پورې بندوي.»

دغه وزارت له کانګرس سره په یوې خبرتیا کې ویلي، چې دغه دفتر به د افغانستان چارو دفتر ته انتقال شي. دغه چارواکي همدارنګه یادونه وکړه، چې د انډورینګ ویلکم په نامه یو پروګرام هم ختمېږي، چې د افغان ځانګړو ویزو لرونکو او غوښتونکو ته یې په بل هېواد کې د ویزې د پروسې د بشپړولو مرسته کوله.

د لامیا افغان بنسټ بنسټګر جنرال جان برادلي وايي: «دا ښه خبره ده، چې د SIV لرونکو لپاره استثنا ده، خو د دې کسانو راتګ کې او د امریکا په ژوند پیلولو لپاره لازم بنسټیز ملاتړ هم پکار دی.»

هغو افغانانو چې د SIV ویزې یې ترلاسه کړي وايي، چې لاهم ډېری کورنۍ او دوستان یې په افغانستان یا نورو هېوادونو لکه پاکستان کې پاتې دي، چې د ملګرو ملتونو په وینا پاکستان سلګونه زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د "No One Left Behind" خیریه سازمان اجراییوي رییس اندرو سولیوان وايي: «ډېرې غمیزې پېښې دي چې خلکو له طالبانو تېښته کړې او خپلې کورنۍ یې پرېښي دي، نو ډېره مهمه ده چې دغه ویزې لرونکي وکولی شي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»

که څه هم د کورنۍ نږدې غړي د ځانګړو ویزو استثنا لاندې راځي، خو ډېری افغانان لا هم د خپلو پاتې شویو کورنیو د برخلیک په اړه ناڅرګندتیا او وېره لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی وايي: «زموږ مهاجرتي سیستم ډېر پېچلی دی، نو خلک نه پوهېږي چې دا سفر بندیز د دوی د قضیې لپاره څه معنا لري.»

سره له دې چې د SIV لرونکو لپاره ځیني خصوصي سازمانونه د الوتنو لګښتونه ورکوي، خو بیا هم اندېښنه شته، چې دغه بندیز به د دوی پر وړاندې په ناسم ډول تطبیق شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونو له مخې، د اوسنیو ویزو لرونکو لپاره دا بندیز نه دی تطبیق شوی، خو د جون له ۱۰مې نېټې څخه به نوی بندیز په بشپړه توګه عملي شي.

ټاسک فورس ارګو بنسټ مشر انا لوېد وايي: «موږ به وګورو چې د جون له ۱۰مې نېټې وروسته به د افغان متحدینو د راتګ استثنا څنګه عملي کېږي، ځکه دا ډېر مهم دی.»

په ملي ټلوېزیون کې د موسیقۍ او اختریزو پروګرامونو ځای د طالبانو ویناوو او ترانو نیولی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

په تېر جمهوري حکومت کې چې ملي ټلوېزیون د افغانانو د خوښۍ، ملي یووالي او کلتوري بډایتوب یو روښانه انعکاس و، نن دا بنسټ یوازې د طالباني ویناوو او رسمي غونډو پرده ګرځېدلې ده.

د جمهوري حکومت په وخت کې ملي ټلوېزیون د موسیقۍ، هنر، ښځو، شاعرانو او د قومونو د یووالي ځانګړو پروګرامونو کوربه و، په ځانګړې توګه د اخترونو په ورځو کې یې ځانګړي او په زړه پورې خپرونې افغانانو ته د یووالي او خوښۍ احساس ورکولو. دغه پروګرامونه نه یوازې د کلتوري تنوع بډایه انځور وړاندې کاوه، بلکې د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو د درناوي څرګندونه یې هم کوله.

خو له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ملي ټلوېزیون پر پردې بدلون راغلی او اوس خپرونې تر ډېره د طالباني ویناوو، رسمي غونډو او اعلامیو پورې محدودې دي.

د موسیقۍ غږ، د ښځو حضور، هنري فعالیتونه او د عامو خلکو ژوند ته د دې رسنۍ پام خورا کم شوی، چې دا حالت د ملي یووالي او کلتوري تنوع پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی.

کورنۍ او رسنيز شنونکي د دې بدلون په اړه اندېښنې څرګندوي.

هغوی وايي، چې د ملي ټلوېزیون اوسني پروګرامونه د خلکو د مختلفو کلتوري او ټولنیزو اړتیاوو انعکاس نه کوي او زیاتره د طالبانو رسمي پیغامونه خپروي، چې د خلکو په ذهنونو کې د بېلابېلو ټولنیزو او قومي ګروپونو ترمنځ واټن زیاتوي.

د ځوانانو او کلتوري فعالانو په وینا، ملي ټلوېزیون چې مخکې یې د موسیقۍ او هنر په برخه کې د خلکو زړونه ګټل، اوس د دې برخې په بشپړ ډول نه شتون ځوان نسل اړ کړی چې د نورو رسنیو او انلاین چینلونو لور ته توجه وکړي.

طالبان د خپلې ډلې ځانګړی فکر او لید لوری لري، چې د دوی رسمي اعلامیې او خپرونې ورڅخه سرچینه اخلي.

دغه خپرونې تر ډېره د دغه ډلې رسمي دریځونه وړاندې کوي او د ټولنې پراخ فرهنګي او ملي تنوع په انعکاس کې محدود پاتې کېږي، په ځانګړې توګه د ځوان نسل په روزنه کې د هنر، کلتور او ملي یووالي برخې ته پاملرنه کمه شوې، چې دا موضوع د ټولنیز یووالي لپاره ننګونې رامنځته کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت معیین خپله اداره د نړۍ «موفق نظام» بولي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ وايي چې دا ددې ډلې لویه لاسته راوړنه ده، چې ځینو هېوادونو یې سفیران په رسمي ډول منلي دي. نعیم وايي، د یو «موفق نظام» په شکل کې په ټوله نړۍ کې ددوی مثال نشته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او ادارې مرستیال محمد نعیم په کابل کې له یوې محلي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په اقتصادي برخه کې نړۍ ته ورته تعامل نشته دی خو بیا هم دغه ډله پرله پسې د هېواد کلنۍ بودجه له داخلي امکاناتو برابروي.

محمد نعیم وویل:« موږ شاوخوا یو میلیون دولتي مامورینو ته له داخلي عوایدو څخه معاش ورکوو.»

که څههم د څلورو کلونو په تېریدو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هېڅ یو هېواد په رسمیت نه پېژني خو بیا هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې په سیاسي برخه کې پر شته ستونزو او بندیزونو سربېره، له نړۍ او کاونډیانو سره تعامل لري.

محمد نعیم د مرکې په یوه برخه کې وویل:«ځینو هېوادونو ویل چې پخوا هېڅ تعامل ورسره نه و خو اوسه هغو هېوادونو کې سفیران ټاکل کېږي او د هغوي سفیران دلته ټاکل کېږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، چې د یو موفق نظام په شکل کې په ټوله نړۍ کې ددوی مثال نشته.

دی همدراز نیوکه کوي، چې په پخواني حکومت کې ۷۵ سلنه بودجه بهرنیانو تمویلوله خو بیا هم بنسټیز کارونه نه دي شوي خو اوس له بهرنیو مرستو پرته د قوشتېپې کانال او لارو د جوړېدو چارې روانې دي چې پنځوس کاله پخوانۍ پروژې وې.

د ایران د نشه يي توکو ضد اداره: نشه يي توکي لاهم د افغانستان له زېرمو قاچاق کیږي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د ایران د نشه‌يي توکو ضد اداره وايي، چې د افغانستان له ګودامونو د نشه يي توکو قاچاق دوام لري او ایران، پاکستان، تاجکستان او روسیه د افغانستان د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد په لومړۍ کرښه کې دي.

د یادې ادارې د نړیوالو اړیکو د دفتر رییس محمد نریماني ویلي چې ایران د نشه يي توکو د زیان‌کمونې، مخنیوي او درملنې په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو له امله کولی شي د شانګهای د همکاریو سازمان لپاره په دغو برخو کې سیمه‌ییز مرکز (هاب) شي.

نریماني دا څرګندونې د چین په شیان ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د لوړپوړو چارواکو په وروستیو ناستو کې د ګډون پر مهال کړې دي.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، هغه وویل چې ایران، پاکستان، تاجکستان او روسیه د افغانستان د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد په لومړۍ کرښه کې دي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، سره له دې چې د افغانستان د افیوني توکو کر او تولید یو څه راکم شوی، خو لا هم له زېرمو څخه قاچاق دوام لري او متامفتامین هم پراخ شوی.

نوموړي د شانګهای سازمان پر «دولت‌محوره» تمرکز نیوکه وکړه او ویې ویل چې ولس محوره پروګرامونه لکه درملنې او زیان‌کمونې ته لږ پام شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان: ایران د دوو افغانانو په ګډون ۷ تنه اعدام کړل

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د ایران د بشری حقونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد د کرج په قزل حصار زندان کې د دوو افغانانو په ګډون اووه تنه اعدام کړل. یاد کسان د «قتل» او «جنسي تیري» جلا جلا قضیو په تور اعدام شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې یاد کسان د «قتل» او «جنسي تیري» جلا جلا قضیو په تور د ایران د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران د حکومت له خوا د دوو اعدام شویو افغان وګړو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي او ایراني رسنیو هم تر اوسه د یادو اعدامونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې د غبرګولي په ۱۴مه هم په یاد زندان کې د احمد الله اسماعیلي په نوم ۳۱ کلن افغان چې د فاریاب ولایت اوسیدونکی و، د «قتل» په تور او د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د شکرالله په نوم بل افغان د «جنسي تیري» په تور اعدام شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د غبرګولي په ۱۲مه هم په یاد زندان کې د علي خردمن، سجاد نبي زاده او یاسین اقايي په ګډون شپږ تنه اعدام شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان د کلني راپور له مخې، تهران په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۴۱۹ کسان د «قتل» په تور اعدام کړي دي.