د طالبانو غوښتنه؛ خلک باید د اختر په ورځو کې له ناوړه کړنو او ځورونو څخه ډډه وکړي

د طآلبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت له افغانانو غوښتي چې د لوی اختر د خوښۍ په ورځو کې له ناوړه کړنو او د خلکو له ځورونو څخه ډډه وکړي. د (غبرګولي ۱۷مه) د یاد وزارت په پېغام کې زیاته شوې، چې د چکر او سیاحت پر مهال باید ټولنیز نظم هم وساتل شي.