• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار څه باندې ۱۵ سلمانیان او ځوانان د ږيرې جوړولو پرمهال نیولي او زنداني کړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

په کندهار کې د لوی اختر په شپه د امربالمعروف محتسبانو څه باندې ۱۵ ځوانان او سلمانیان د ږیرې جوړولو او کوچني کولو له امله نیولي او زنداني کړي دي. سرچينې وايي، طالبانو له همدې امله د سلمانیو تر ۴۰ زياتې هټۍ بندې کړې دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) ویلي، چې د لوی اختر په شپه د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف محتسبانو له خبرتيا پرته یو شمېر سلمانیو ته ورغلي او هغه ځوانان او سلمانیان یې نیولي، چې «سټايلي ویښتان او ږیره» يې جوړول.

د سرچینو په خبره، له دغې ډلې سره خپل خاص موټر و او تر ۱۵ زيات ځوانان او سلمانیان یې تر نیولو وروسته بندیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو څه باندې ۴۰ هټۍ د اختر د لومړۍ ورځې تر نيمايي پورې بند ساتلي و، چې له امله یې یاد شمېر هټۍوالو ته زرګونه افغانۍ زیانونه ور اوښتي دي.

د طالبانو دغه کړنه د خلکو او سلمانیانو د پراخ غبرګون او اندېښنو لامل شوی او وايي: «دا کار نه یوازې د دوی د کاروبار د زیان سبب شوی، بلکې انساني او مدني حقونه یې هم تر پښو لاندې شوي دي.»

سرچينه زياتوي، چې دغه کسان له دې امله نیول شوي چې ځوانانو ته یې «نامناسب ویښتان جوړول او یا یې ږیره کوچنۍ کوله.»

طالبان د ویښتانو او ږیرې سټايلي جوړول «د اسلامي شریعت خلاف» کړنه یادوي.

د کندهار ښار یو شمېر سلمانیان بیا د اختر شپه د خپل کاروبار لپاره د کال تر ټولو مهمه او عایداتي شپه یادوي.

د دوی په خبره: «د همدې شپې عواید اکثره د میاشتني کرایو، خوراک او کورنیو مصارفو د پوره کولو لپاره بسنه کوي.»

د کندهار یو شمېر ښاریان او دغه سلمانیان د طالبانو دا کړنه د قانون خلاف ګڼي او وايي: «د طالبانو دا اقدام له هر ډول رسمي خبرتيا پرته ترسره شوې.»

د ښار اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وایي، چې دا ډول اقدامات نه یوازې ازادي محدودوي، بلکې د خلکو پر ظاهري بڼه بېځایه ولکه ده.

سلمانیان له محلي ادارو، د بشري حقونو له بنسټونو او د امربالمعروف له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي، چې دا ډول اقدامات وڅېړي او هغه کسان چې له قانوني چوکاټ بهر عمل کوي، عدلي تعقیب ته وسپاري.

دوی همداراز وایي، چې دغه ډول بندیزونه یوازې په کندهار کې عملي کېږي او په نورو ولایتونو کې هېڅ دا ډول چاره نه تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې بیا په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم ځینو سلمانیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، که له دې وروسته ویښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي، نو ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي.

دوی زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې پر نغدي جرېمې سربېره به یې یوه میاشت هټۍ هم وتړل شي.

د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.

طالبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول یې حتمي کړي دي.

طالبانو نه یوازې په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د ږیرې د خرېیلو پرضد اقداماتو لاس پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې د پلازمینې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې هم سلمانیانو ته خبرداری ورکړی، چې د سټایلي ویښتانو له جوړلو او له ږیرې خرېیلو دې ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایران او طالبانو د امریکا د سفر بندیز "نسلي تعصب" بللی دی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د شنبې په ورځ د امریکا له لوري د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز وغندلو او دا یې د "نسلي تعصب" څرګندونه وبلله. ورته مهال ایران هم دغه بندیزونه غندلي دي.

د متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې د یوه اسراییل پلوه لاریون پر مهال له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د منځني ختیځ، افریقا او ځینو اسلامي هېوادونو اتباعو ته د سفر محدودیتونه بیا راژوندي شول.

د راپورونو له مخې، دا بندیز د جون په ۹مه پلي کېږي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د لوی اختر د خطبې پر مهال په کندهار کې دغه بندیز وغانده. هغه وویل چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ظلم کړی، بلکې اوس په فلسطین کې هم د اسراییل له لوري د مسلمانانو د وژنې ملاتړ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، اخوندزاده د کندهار ښار په عیدګاه کې زرګونو کسانو ته اختریزه وینا وکړه او د فلسطین لپاره یې د اوربند د پرېکړه لیک پر ویټو باندې نیوکه وکړه.

اخوندزاده وویل: «څوارلسو هېوادونو د فلسطین د اوربند د پرېکړه لیک ملاتړ کړی، خو ظالمه امریکا چې افغانستان کې یې هم ظلمونه کړي، اوس په فلسطین کې هم اسراییل ته اوږه ورکړې.»

هغه زیاته کړه: «امریکا د مسلمانانو قاتله ده، که امریکا نه وي، نو اسراییل دومره زور نه لري.»

د طالبانو مشر همداراز وویل، چې د اپیمو کر د بندیز پرېکړه یې د اسلامي شریعت له مخې کړې، نه د نړۍوالو امتیازاتو لپاره.

ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایرانیانو د چارو عمومي رییس علیرضا هاشمي‌رجا وویل: «دا پرېکړه د امریکایي پالیسي جوړوونکو تر منځ د یوه متعصب او نسلي ذهنيت څرګندونه کوي.»

نوموړي زیاته کړه: »دا بندیز د ایرانیانو او مسلمانانو پر وړاندې د ژورې دوښمنۍ څرګندونه کوي او د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.»

یاد بندیز له ایران پرته د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع هم اغېزمنوي. اوو نورو هېوادونو ته هم د محدود سفر اجازه ورکړل شوې.

حلیم فدایي: دا بې انصافي ده چې یو قوم خپل قاتل اتل او د بل قوم قاتل جنایتکار ګڼي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پخواني والي حلیم فدایي د عبدالرشید دوستم د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل، د بشري حقونو له نظره د دوستم او طالبانو له خوا ترسره شوي وحشتونه د جنګي جنایتونو په کتګورۍ کې راځي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د تاریخ دا توره برخه باید له تبعیض پرته وڅېړل شي او له عاملینو حساب واخیستل شي.

د تېر جمهوري نظام پخواني والي او د سیاسي چارو شنونکي حلیم فدايي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د دشت لیلي پېښه چې پکې سلګونه طالب جنګي اسیران ووژل شول، د نړۍوالو حقوقي سازمانونو له‌ خوا د جنګي جنایت په توګه یاد شوی دی.»

هغه زياته کړې، چې د دې پېښې قربانیان یوازې طالبان نه دي.

د نوموړي په خبره، طالبانو هم زرګونه ملکي وګړي په ځانمرګو بریدونو، موټر بمونو، سړک غاړې ماینونو او زېړو بوشکو وژلي دي.

هغه زياتوي: «د طالبانو توندلارې سیاست او پراخ خشونت د ولس پر وړاندې له هېڅ ډول بشري اصولو سره سمون نه خوري.»

نوموړي ټينګار کړی، چې که جنرال دوستم د خپلو کړنو له امله محکوموو، نو طالبان هم باید د خپلو جنایتونو له وجې محاکمه شي.

هغه دا بې انصافي یاده کړې چې یو قوم خپل قاتل قهرمان او د بل قوم قاتل جنایتکار ګڼي.

په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خېبر د پېغور په ډول ویلي: «د اوسنې نظام یې کور ودان، د هېواده بهر تاریخي ډوزمارانو ته یې هم مصروفیت او د میډیا مخ ته د لاپو کار او مصروفیت ور پیدا کړئ، دوستم د لاس تړلو بندیانو د غیر انساني کردار د تکرار خبره په شجاعت کوي.»

نوموړي د یو شمېر پخوانيو چارواکو او سیاستوالو نومونه هم یاد کړي، چې د ده په خبره له بې کارۍ یا دعا کوي او یا هم ښېرا.

هغه زياته کړې: «سیاف کاکو ته یې د دوعاوو او ښیراوو ښه چاپېریال جوړ کړی، یوه ورځ ځانته او بله ورځ ولس ته کله دوعا کله ښېرا کوي، یو نېم د کاره لوېدلو پرزو ته یې د فېسبوک د مبارزي په نوم د خوله اچولو فرصت ورکړی.»

ښاغلي فدایي او د طالبانو ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو واکمني به یو ځل بیا ړنګه شي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډله به شمالي‌ ولایتونو څخه د وتو پر وخت بیا له سختو ګواښونو سره مخ شي. هغه دا څرګندونې د ترکیې په انقره ښار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی،‌ چې طالبان به لکه د خپلې لومړۍ دورې په څېر یو ځل بیا له منځه ولاړ شي.

د دوستم په خبره:«وطنوالو ډاډه اوسئ، طالبان به هماغسې لاړ شي لکه څنګه چې راغلي وو. زه ټوکې نه کوم».


طالبان افغانانو ته د ستنېدو بلنه ورکوي، خو د غچ اخیستنې وېره لا هم پر ځای ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۱

طالبان افغانانو ته بلنه ورکړې، چې د امریکا پر ځای دې بېرته افغانستان ته ستانه شي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګاوه.

طالبان وايي، که چا له امریکایي ځواکونو سره هم کار کړی وي، له ستونزو یا تعقیب سره به نه مخ کېږي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند د اختر په مناسبت خپله وینا کې وویل:
«هغه افغانان چې د امریکا له بندیز وروسته ناهیلي دي، ورته وایم چې خپل هېواد ته راستانه شئ، که څه هم له امریکایانو سره مو ۲۰ یا ۳۰ کاله کار کړی وي او د اسلامي نظام پر ضد مو خدمت کړی وي.»

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ټولو ته عامه بخښنه اعلان کړې او هغوی به له کوم ناوړه چلند یا ځورونې سره مخ نه شي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک تر نیولو وروسته د پخواني حکومت کارکوونکو ته عامه بخښنه اعلان کړې وه، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د هغوی پر وړاندې ځیني وختونه له قانون پرته وژنې، نیونې او شکنجې ترسره شوي دي.

له هغه وروسته چې امریکا له افغانستانه په چټکه توګه ووتله، زرګونه افغانان د طالبانو له محدودیتونو او احتمالي غچ اخیستنې له وېرې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته وتښتېدل.

امریکا له ۲۰۲۱ کال راهیسې په کابل کې سفارت نه لري او افغانان اړ دي، چې د ویزې لپاره درېیمو هېوادونو، په تېره بیا پاکستان ته لاړ شي، خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستان بیا اوسمهال د افغانانو د اېستلو کمپاین چټک کړی دی.

له بلې خوا، د ټرمپ د نویو پالیسیو له کبله افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ یا پاتې کېدو فرصتونه ورځ تر بلې محدودېږي.

د ټرمپ حکومت نه یوازې د کډوالو د منلو پروسې ګډوډ کړي دي، بلکې هغه قانوني خوندیتوبونه هم لغوه کوي، چې افغانان تر موقتې(شړلو) ساتي.

د ویلو ده، چې دغه لړۍ به له جولای میاشتې پیلېږي.

پاکستاني چارواکي: د ناقانونه افغانانو اېستل د امن او قانون د پياوړتیا لپاره ضروري ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان ای سي سي کارټ لرونکو او بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ دوام لري. تر دې دمه له پنځه لکه او پنځوس زرو زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه پروسه د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه فعاله ده، چې د ورځني اساس له مخې، سلګونه کسان له بېلابېلو سیمو افغانستان ته استول کېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې ټول ۵ لکه او ۵۰ زره ناقانونه مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

له دې ډلې، شاوخوا پنځه لکه او څلوېښت زره کسان د تورخم بندر له لارې، ۷زره د انګور اډې له لارې، ۳زره له اسلام‌اباد، ۱۱زره له پنجاب، او ۶۰۰تنه له کشمیر څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دا بهیر پر ډيورنډ کرښه پرتو سیمو د امنیت د خوندي‌ ساتلو، د قانون پلي کولو او د ناقانونه مېشتو افغانانو د اېستلو لپاره پیل شوی دی.

د دوی په وینا، حکومت هغو کسانو ته چې بېرته ستنېږي، د خوړو او روغتیا اساسي خدمات هم برابروي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو جبري اېستل پیل کړی، چې په ترڅ کې یې کور په کور د پولیسو له لورې د افغانانو نیول روان دي او جبري بېرته ستنول کیږي.

که څه هم د پاکستان حکومت دغه کړنه په کور دننه او نړۍواله کچه غندل شوې خو تر اوسه د دوی په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

دغه چاره د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارې هم غندلې دي او د بشري قانون خلاف عمل یې ګڼلی او ترڅنګ یې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

د کلاشنکوف د سلطنت پای؛ اېم فور او اېم ۱۶ اوس د جګړې صحنه رهبري کوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

د هایلکس ټویوټا موټر دغه غږ د پکتیکا په دې له دوړو او ګڼه ګوڼې ډک بازار کې د ډېرو لپاره د پېژندګلوي وړ دی. د دوکان پر سر د طالبانو سپین بیرغ هسک دی او حاجي مطیع الله دننه له یوه بل تن سره، چې د طالبانو مخکینی سرګروپ دی، د امریکايي او چینايي اېم فور وسلو پر معامله بوخت دی.

حاجي مطیع الله په داسې حال کې، چې پر ایم فور امریکایۍ وسله لاس واهه،وویل، « په جګړه کې نه در بندیږي، هغه متل دی چې ځینې د دښمن په مرمۍ، خو ځینې د بېکاره وسلې له امله مري».

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د ملي اردو سپکې او درندې امریکایۍ وسلې د طالبانو لاس ته ولوېدې. د امریکا حکومت د حساب ورکولو دفتر(GAO) د رپوټ له مخې، د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ افغان ځواکونو شاوخوا ۱۶ زره شپه لید عینکې ترلاسه کړې، ۳۵۸ زره او ۵۳۰ بېلابېل ټوپک، له ۶۴ زرو ډېرې ماشیندارې، ۲۵ زره او ۳۲۷ لاسي بم غورځوونکي او ۲۲ زره او ۱۷۴ هاموې او نور موټر هم په بېلابېلو وقفو کې ورکړل شول. د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۷ کې افغان ځواکونو ته یوازې نږدې ۲۰ زره ایم ۱۶ او د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د څلورو کلونو موده کې شاوخوا پنځه زره اېم فور ټوپک ورکړل شول.

یوه برخه دغه تجهیزات ډېر زر او په ارزانه بیه د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې وسله پېرونکو او قاچاق کوونکو ته ورسېدل. وسله والو طالبانو ځینې نیول شوې سپکې وسلې د سقوط په لومړیو ورځو کې د غنیمت په توګه وپلورلې. یو شمېر پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو هم تر دې چې د طالبانو لاس ته ولویږي، غوره وګڼله خپلې وسلې وپلوري.

په خوست کې د سي ای اې د صفري قطعاتو او خوست ساتندویه ځواک (KPF)یوه ستره برخه امریکایۍ وسلې د جنګیالیو ترمنځ ووېشل شوې او وروسته ځینې وپلورل شوې.

د خوست د کمپاین ځواکونو یوه مخکیني قوماندان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کمپاین ځواکونو د درې کنډکونو سپیرې کنډک، د سپلګین لسم کنډک او د تڼیو پنځم سرحدي کنډک تجهیزات د پاکستاني طالبانو د مخکیني قوماندان افتاب داوړ د جنګیالیو لاس ته ولوېدل. په دغو وسلو کې اېم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي دوربینونه (Pulsar Thermal Optics)، شپې لید عینکې او بالیستیک خولۍ (night-vision goggles)، لاسي بم غورځوونکي (grenade launchers)، امریکايۍ بیریټا (Beretta) تومانچې او نور شپه لید (Night vision) تجهیزات شامل وو، چې اوس د خوست، پکتیا او پکتیکا د وسلو په مارکېټونو کې موندل کیږي.

100%

د جګړې له شور سره بیې لوړیږي

د سقوط په لومړیو ورځو کې د امریکايي ایم ۱۶ او اېم فور بیې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو په شاوخوا کې وې، ځکه هم سرتېرو پلورل او هم جنګیالیو د وسلو پېر او پلور کاوه، خو څومره چې دا وسلې په مارکېټ کې کمیږي بیې یې لوړيږي.

د حاجي مطیع الله د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان په بازارونو، په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې یو نوی امریکایی اېم فور په ۴،۲۸۵ډالرو او یو اېم ۱۶ په ۱،۴۲۸ ډالرو پلورل کیږي. د چینايي ایم فور ټوپکو بیې تر امریکايي هغو درې چنده کمې دي او د یوه امریکايي اېم ۱۶ په بیه پلورل کیږي.

دغه وسلې ډېری پاکستاني طالبان پېري او د پاکستان د پوځ خلاف په جګړو کې یې کاروي. جنګیالي د لیزري شپې لید دوربیونونو لپاره له امریکایي اېم۴ ، امریکایي اېم ۱۶او چینایی اېم ۴ څخه ګټه اخلي.

امریکايي اېم فور په انتخابي ډول نیمه (درې رونډه) او بشپړ اتومات ډزې کوي او په جوړښت کې د کاریدلي المونیم او پولیمر له امله په سختو شرایطو کې د ټینګاو او دوام وړ دي. د اېم فور مهمې برخې لکه کونداغ، لاستی(pistol grip) او لاس ساتی (handguard) له قوي او سپکو پولیمر توکو جوړ شوي، چې دغه وسله یې زنګ ضد او مقاومه کړې او هم یې وزن ور کم کړی. لاس ساتی یې ډېری د تودوخې ضد ځانګړنه لري، چې د ضربو پرمهال لا ښه کنټرولېدای شي.

چینايي ایم فور ظاهرا له امریکايي هغو سره ورته دي، خو د امریکايي نسخې په څېر مقاوم او بشپړ تنظیمات نه لري، خو دا چې دندې یې سره ورته او د امریکايي هغو په پرتله ارزانه دي، په جنګیالیو کې پیرونکي لري.

حاجي مطیع الله چې پخوا د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک او د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د وسلو کاروبار کاوه، د بڼې له مخې د چینایي او امریکایي ایم فور ترمنځ ډېر توپیر نه ویني: « چینایی په بیه کې ارزان او تر دې وروستیو په دره ادم خېل [خیبر پښتونخوا] کې په ازاد بازار کې پلورل کېدل. دره ادم خېلو کې اېم فور ۲۲۳ او نور ډولونه هم جوړیږي، خو د استعمال وړ نه دي. امریکایي اېم فور د دوربین، لیزرونو او څراغ د نصب ښه ظرفیت لري، بل نښه ډېره ښه ولي، دقیق دي».

100%

خو د جګړې په ډګر کې هر ډول وسلې کارول کېږي، چې هره یوه ځانګړې دنده ترسره کوي.

بي اېم یو (BM1 ) توغندي، چې بیه یې اوس۴۲۴ ډالره ده، د هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو په څېر د اوږده واټن بریدونو لپاره د وسله‌والو د خوښې وړ وسله ده. روسي RPG-7 راکټ لانچر اوس په جنګیالیو کې یوه عامه وسله ده، چې بیه یې ۵۳۵ امریکايي ډالره ده. دا وسله ډېری پر موټریزو کاروانونو د بریدونو لپاره کارول کېږي، خو د دې وسلې ځای اوس ٨٢ میلي‌متري توپ نیولی، چې د محکمو کانکریټي دېوالونو د سوري کولو وړتیا لري.

د ټي ټي پي ماین جوړوونکي په دې وروستیو کې په دې توانیدلي چې د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ د ار پي جي ٧ راکټونو لپاره برابرې کړي. جنګیالي د خرادۍ په ماشین د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ توږي او بیا په بېخ کې د ار پي جي ٧ مرمۍ پټاکۍ ورسره تړي.

د شمالي وزیرستان د میرعلې د وسلو یو پخوانی سوداګر، چې موږ یې د امنیتي ملحوظاتو له مخې یوازې د داوړ په نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د ٨٢ ملي متري توپ تقاضا، چې له اوږې ویشتل کیږي، بیخي زیاته شوې. دغه توپونه د پوځ پر پوستو د بریدونو پر مهال ډېر موثر ثابت شوي ځکه کانکریټي دیوالونه او د تیږو سیمنټي محکم دیوالونه چپه او سوري کوي. ار پي جي ٧ راکټونه دا وړتیا نه لري چې دیوالونه چپه یا سوري کړي».

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ٨٢ ملي متري توپ بیه ۱،۷۸۴ ډالرو ته لوړه شوې او یوه مرمۍ یې په ۷۱ ډالرو پلورل کیږي.

دغه راز د روسۍ پیکا ماشین ګڼ (PK) بیه، چې لاهم په جنګیالیو کې محبوبه وسله ده، شاوخوا ۱۷۱۰ امریکایي ډالره ده او د پیکا د مرمیو یوه ګنټه (۱۰ دانې) په شاوخوا ۳،۴۰ امریکایي ډالره پلورل کېږي.

په نورو وسلو کې چې بیې یې لوړې او په ځینو مواردو کې ټیټې شوې دي، شوروي ساخت او امریکايي دواړې وسلې شاملې دي. د پکتیکا او وزیرستان ترمنځ په تور بازار کې یو لاسي بم (Hand grenades) په شاوخوا ۱۲ تر ۱۴ امریکایي ډالرو پلورل کېږي. د یوه کورني روسي کلاشنکوف (AK-47) بیه د ۱۳۷۰ او ۱۵۴۰ امریکایي ډالرو ترمنځ ده.

پاکستاني طالبان له پاکستاني ځواکونو نه نیول کېدونکې وسلې چې ډېری (G3) ټوپک، جرمني(MP5 9mm) لنډي ټوپک، (MG1 A-3) او (MG1) پاکستانۍ زیړه کۍ، SMG-PK ټوپک، پاکستاني ۸۱ ملي متري هاوان دي، ډېر نه کاروي.

وسله والې ډلې په وسلو په ځانګړي ډول ماشینګڼو کې نوښتګرې دي. دوی له زړو بمونو او توغندیو باروت وباسي او په موټربم چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې ترې ګټه اخلي. د برقي او پوځي وسایلو د ترمیم او جوړولو ورکشاپونه لري؛ ریموټ کنټرول وسیلې، موټربم، د سړک ترغاړې ماینونه، ځینې بارود او چاودېدونکي توکي پخپله تولیدوي.

د فولادو پاچا ورو ورو خپل محبوبیت بایلي

له ۲۰۰۲ کال وړاندې کلاشنکوف د هر جنګیالي او کلکوف د هر قوماندان د لاس ګاڼه وه، خو اوس د جنګیالیو د نسل له بدلېدو سره د وسلې روسی کلتور هم بدل شوی او ځای یې امریکايي اېم ۱۶ او اېم ۴ نیولی.

د امریکايي وسلو ارزښت ډېر وخت د هغو له مقاومت او پر هغو له نصب کېدونکو وسیلو سره تړلی ګڼل کیږي.

ددې وسلو لس کارتوسه ګنټه په ۵،۴۳ ډالرو پلورل کیږي چې د کلاشنیکوف له مرمیو ( ګنټه ۴،۳۶ ډالره) سره یې شاوخوا یو ډالر فرق دی.

جنګیالي معمولا پر خپلو وسلو روسي او چینايي دوربینونه کاروي، ځکه امریکايي هغو ته لاسرسی محدود دی. چینايي دوربینونه د خپل اغیزناکتوب او په جګړه کې د ډېر استعمال او تقاضا لوړېدو له امله د هغو نوعیت ته په پام له ۲،۸۰۰ ډالرو نه اوس ۳،۸۴۰ ډالرو ته لوړ شوي دي. دغه دوربینونه هممهاله پاکستاني طالبان او د پاکستان سرحدي ځواکونه دواړه کاروي.

افغانستان انټرنشنل په وروستي یوه کال کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان، شمالی وزیرستان، باجوړ، مهمند، ټانک، لکي مروت او بنو ولسوالیو کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو ډول او تاکتیکونه څیړلي، چې ښيي دې ډلې په اکثریت تعرضونو، ډله ییزو او هدفي بریدونو کې لومړی په لیزري وسلو ( چې معمولا پر ایم فور او اېم ۱۶ نصبیږي) د پاکستاني پوځیانو امنیتي کمرې په نښه کړې دي او وروسته یې برید کړی. د لیزري بریدونو په برخه کې دوی ډېری د افغان طالبانو له باتجربه جنګیالیو کار اخېستی.

د ډسمبر پر ۲۰مه د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه برید کې ۱۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول. په برید کې جنګیالیو لومړی په لېزري وسلو د هغوی امنیتي کمرې له منځه یووړې او وروسته پر مرکز ور ننوتل. پوځ له برید وړاندې په ټانک کې د غورځنګ د رهبري شورا دوه جګپوړي غړي مولانا طه او مولوي منصور وژلي وو.

تور بازار ته د امریکايي تجهیزاتو او لیزرونو له رسېدو وروسته د روسي او ایراني سنایپر ټوپکو استعمال کم شوی، خو ددې لپاره چې د امریکايي وسلو د استعمال د تبلیغاتي اړخ مخه ونیول شي، پاکستاني طالبان په خپلو عملیاتو کې کارېدونکو امریکايي وسلو ته د سنایپر عامه اصطلاح کاروي.

عابد الله محسود (مستعارنوم)، چې د پاکستاني طالبانو د یوې وړې ډلې مشري کوي، نوي وسایل د پخوانیو هغو په پرتله اقتصادي ګڼي. نوموړی، چې د جنوبي وزیرستان په لدها او مکین سیمو کې فعالیت کوي، وايي، « دغو دوربینونو او لېزرونو د جنګیالیو لګښتونه درې چنده کم کړي. پخوا په بریدونو کې په وسلو ډېر لګښت کېده، خو اوس مرمۍ پر هدف لګیږي او د اضافي لګښتونو مخه نیول کیږي».

100%

د نوموړي په باور،«پخوا جنګیالیو د بریدونو پرمهال روسي ګرنېټ کپونه(Grenade launchers) کارول چې له یو کیلومټر فاصلې به پر پوستو په مایل ډول کارېدل، خو اوس امریکایي ګرنېټ کپونه لکه امریکايي M203 کارول کیږي، چې له ١٥٠٠ مترو هدف ولي او پر امریکایی ایم فور او ایم ١٦ ټوپکو ښه نصبېږي».

د یوه ګرنېټ لانچر بیه ۷۲۷ امریکايي ډالره ده او بم لرونکې توپ ته ورته ګردۍ مرمۍ یې ۳،۶۴ ډالره بیه لري.

د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د وسلو تور بازار، د قاچاق یوه پیچلې او کله کله تنظیم شوې شبکه ده، چې له زړو شوروي ټوپکو څخه تر پرمختللو امریکایي وسلو او چینايي دوربینونو پورې هر څه پکې موندل کېږي. د وسلو د سوداګرو په وینا، دا تجهیزات اکثره له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، چین او روسیې راوړل کېږي. د دوربینونو په څېر ځینې تجهیزات له درېیمې لارې په انلاین ډول پېرل کیږي.

چینایي دوربینونه د دې وضعیت ښکاره مثال دی. دا وسایل دره ادم خېل، وزیرستان، خوست، پکتیکا او شاوخوا نورو سیمو ته راوړل کېږي او د وسله‌والو، ځايي قوماندانانو، او حتا پاکستاني چارواکو او سیاستوالو له خوا پېرل کیږي.

په خوست کې یو وسله پلورونکی، چې قاچاقي وسلې او تجهیزات هم پېري، وايي، « د ناامنیو له ډېرېدو سره د وسلو او دوربینونو تقاضا ډېره شوې ده. چینايي دوربینونه پخوا له کراچۍ ډېر راتلل، خو اوس بندیز پرې لګول شوی. دلته ډېری دوه ډوله دوربینونه غوښتل کیږي، چې یو روسي دي او بل چینایي. د روسي دوربینونو په پرتله چینایي هغه اغیزناک ثابت شوي». هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل،« پخوا يې قیمت ۲،۸۵۴ ډالره و، اوس چې جګړو زور اخېستی، تر ۴۲۸۰ ډالرو هم پلورل شوي، ځکه تقاضا ډېره شوې ده. په ازاد بازار کې خپله د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو ته هم دغه دوربینونه وپېرل شول».

د وسلو سوداګر ډېری (Trijicon 4×32 RCO) زوم لرونکي دوربینونه، چې پر اېم ۱۶ اتومات ټوپکو نصبیږي، لیتوانیايي (Pulsar 550)، امریکايي (ATN MARS-HD 384/640) او چینايي (Longot AL350/650) شپه لید وسایل او تجهیزات پلوري، چې په ازاد مارکېټ کې هم موندل کیږي.

پاکستاني طالبان (ATN MARS) ګرانبیه دوربینونه هم کاروي، چې معمولا پر اېم فور نصبیږي. ددې نوې نسخې له بلوتوت او وایفای سره نښلیږي او د ویډیو د ثبتولو او انلاین خپراوي (سټریمینګ) اسانتیاوې هم لري. دغه دوربینونه نوي له ۳۹۰۰ نه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې بیه لري، خو مستعمل یې تر ۲۵۰۰ او ۲۸۵۰ پورې پلورل کیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له ماتې وروسته په سلګونو بیریټا (Beretta M9) ، ګلاک او د پولیسو(SW9VE) تومانچې، ایم فور او ایم ۱۶ ټوپک د کندهار له لارې د بلوچستان کوټې او د خیبر پښتونخوا مومندو، خیبر ، شمالي او جنوبي وزیرستان ولسوالیو ته قاچاق شول، خو دا چې د بیریټا او اېم فور بیه ګرانه ده، ډېر خلک په کمه بیه د هغو پاکستانۍ کاپي پېري.

100%

د افغانستان انټرنشنل همکارانو په پېښور کې د وسلو له یوې کارخونې نه د لیدنې پرمهال بیریټا تومانچې، ضرب عضب ټوپک، پاکستاني اېم فور ۲۲۲ ، اېم فور ۲۲۳ او اېم فور ۳۰۸ نهه ایم ایم وکتل، چې د پاکستان د حکومت په اجازه د داخلي مصرف لپاره تولیدیږي.

په دې کې داسې وسلې هم وې، چې د پاکستان په پوځ او کمانډو ځواکونو کې کاریږي.

جهانګیر، چې په دې کارخونه کې له څلورو کلونو راهیسې کار کوي او د برېټا تومانچې متخصص دی، وايي، دغه تومانچې د خپل ډول، ښکلا او کارنده توب له مخې په پاکستان، په ځانګړې توګه پنجاب ایالت کې ډېر مینه وال لري او ډېری هلته ځي.

100%

د کرښې دې غاړې ته په هلمند، کندهار، خوست او پکتیکا کې امریکایۍ بیریټا (Beretta M9) تومانچې، چې په ښاري سیمو کې د ترور لپاره کارول کېږي، د پخوا په پرتله چې زر تر ۱۲۰۰ډالره پلورل کېدې، ارزانه شوې او شاوخوا ۶۸۵ او ۷۰۰ امریکایي ډالره بیه لري. د وسلو د سوداګرو په باور، ددې تومانچو د ارزښت کمېدو یو لامل دادی چې پخوا طالبانو په ښارونو کې د ترور لپاره ډېرې کارولې، خو اوس نورې ډلې لکه پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتون پالي د ترور ښاري عملیات کم کوي. د تومانچو د غږ کمولو سلنسر بیه په کیفیت پورې اړه لري؛ اصلي سلنسر شاوخوا ۱۷۰ امریکایي ډالره او پاکستانی جوړ سلنسر ۷۰ امریکایي ډالره بیه لري.

د هلمند او کندهار جمعه بازارونه ساړه شوي

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط په لومړیو ورځو کې د کندهار او هلمند د ولسوالیو د جمعې په بازارونو کې د وسلو ازاد پېر او پلور کېده. د کندهار په میوند، پنجوايي، د هلمند په موسی کلا، سنګین او بهرامچه او د فراه په بکوا ولسوالیو کې د وسلو هټۍ وې، خو له تېرو اتو میاشتو راهیسې دغه بازارونه او هټۍ بندې شوې او د وسلو پېر او پلور ډېری په ادرس ورکولو کیږي.

طالبانو په ګڼو سیمو کې قاچاق کېدونکې وسلې ضبط کړې او په هلمند کې یې خپل یو قوماندان حاجي ګل نبي پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور ونیوه، خو یوه اونۍ وروسته یې بېرته پرېښود، ځکه ویل کېدل، چې له جګپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري.

په کندهار کې د وسلو یو تن سوداګر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « ایم فور، ایم ۱۶، روسي کلاشنکوفونه، په توپنچو کې پوليسي توپنچې او بريټاوې ډېرې خرڅیږي او تر ټولو ښه بازار او لوړ قیمت چې لري، هغه کلکوف او اېم فور دي. ایم فور او بريټا د جمهوریت سلاوې دي او خاصو قطعاتو به استفاده کولې نو ځکه د طالبانو په منځ کې مشهورې دي».

د نوموړي په باور، «په کندهار او هلمند کې پخوا اېم فور تر اتو زرو امریکايي ډالرو هم پلورل شوی او په ۱،۴۲۷ ډالره هم پلورل شوی. مخکې بريټا نه پيدا کېدې، که پيدا کېدې هم تر دوه زره ډالرو پورې به یې قیمت درلود، اوس په ۷۰۰ او ۸۰۰ ډالرو هم پلورل کیږي».

خو په ۲۰۲۵ کال کې د وسلو بیې د وسلو د تقاضا او د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له فرمان وروسته بېرته لوړې شوې دي.

د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د یوه فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو وېش یوازې په ځان پورې محدود کړ . د فرمان له مخې، د دې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو ادارې رییس نور له وسله تونونو وسلې نه شي اېستلای او نه یې هم په خپل سر وېشلای شي.

له فرمان وروسته په ټولو ولایتونو کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ثبت چارې پیل شوې او ګڼې وسلې، په ځانګړې توګه اېم فور وسلې کندهار ته ولېږدول شوې او د هبت الله اخوندزاده د خاص ځواک په واک کې ور کړل شوې.

پر دې سربېره په سیمه کې د جګړې پراخېدو او د امریکايي وسلو تقاضا ډېرېدو هم ددې وسلو بیې لوړې کړې دي.

حاجي مطیع الله القاعده، پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتون پالي، د ایران پر وړاندې جنګېدونکې جیش العدل ډله او د وسلو پاکستاني سوداګر د امریکايي وسلو د مهمو پېرونکو په توګه یادوي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په لومړیو کلونو کې پاکستاني سوداګرو چې اکثره د قبایلي سیمو دي، په ارزانه بیه ګڼې وسلې وپېرلې، ځکه دوی ته له سقوط وروسته القاعدې د تېرو کلونو پورونه بېرته ور کړل او دوی د وسلو پېرلو لپاره کافي پیسې درلودې».

100%

مډرنو وسلو د جګړې دودیزه بڼه بدله کړې ده

د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر په بلوچستان کې د پوځي تمریناتو په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان وسله وال ځواکونه «د هیواد د اړتیاوو» له مخې خپلې وسلې او سیسټمونه عصري کوي.

جنرال منیر ټینګار وکړ چې د پوځ د عصري کولو هدف دا دی چې د پاکستان پر وړاندې را څرګندیدونکي هر ګواښ ته په اغیزناکه توګه ځواب ورکړي او مخه یې ونیسي.

د پاکستاني جنګیالیو ډلو لاس ته د امریکايي پرمختللو وسلو پرېوتل د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یوه ستره ننګونه ده. د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو له بریدونو تر ټولو ډېر زیانمن اړخ سرحدي ځواکونه او د قانون پلې کوونکې ادارې، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا پولیس دي. دوی اکثره په پخوانیو زړو وسلو سمبال دي، چې د جګړې پرمهال اغیزناکې نه دي او روزنه یې هم د جنګیالیو په پرتله په ناجګړه ییز چاپیریال کې شوې ده.

د ځینو پرانېستو سرچینو له مخې، د پاکستان د ځانګړو خدمتونو ډلې (SSG) معمولا جرمني هیکلر او کوښ MP5 کاروي، چې په جګړه ییزو شرایطو کې په ښه کار او کره نښې ویشتلو مشهور دي. سربېره پر دې FN P90 بلجیمي ټوپک هم د ځانګړې دفاعي وسلې په توګه کارول کیږي، چې د ځانګړو عملیاتو لپاره غوره ښودل شوي. د G3 او BW20 تر نامه لاندې د هیکلر او کوښ پاکستانۍ او جرمنۍ نسخې هم په پاکستاني پوځ کې عامې دي. یو بل مشهور ټوپک چې پاکستاني پوځیان یې کاروي، ټایپ ۵۶ چینایی کلاشنیکوف دی، چې ۷.۶۲×۳۹ ملي متره کمره لري.

د ۲۰۱۷ کال په اګست کې نیویارک ټایمز رپوټ ورکړ، چې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۲۱کال پورې، امریکا تقریباً ۳۳ میلیارده ډالر د پوځي مرستې او امنیتي ملاتړ په توګه پاکستان ته ور کړي دي. په دې مرستو کې په درندو وسلو او تجهیزاتو سربېره پاکستاني پوځ اېم ۱۶،اېم فوراو د شپې لید او څارنې تجهیزات لکه شپې لید عینکې، ډرون الوتکې او څارونکي سیسټمونه ترلاسه کړل، خو دا تجهیزات اوسنیو امنیتي ګواښونو ته په پام، محدود دي.

د طالبانو په لاس کې لیزري وسلې، یا په ټوله کې امریکایۍ او د ناټو په سټنډرډونو جوړې وسلې د پاکستاني پوځ، په ځانګړې توګه سرحدي ځواکونو لپاره ستر سرخوږ دی. سرتېري له پوستو نه ازاد نه شي وتلای او ډېر وخت د دغو وسلو ښکار کیږي.

په دې وروستیو کې د ټي ټي پي رسنیزې څانګې عمر میډیا د خپلو جنګیالیو د روزنې یوه ویډیو خپره کړه، چې یو جنګیالی پکې له ځان سره امریکايی جویلن لرې واټنه لارښود توغندی ویشتونکی (FGM-148) لېږدوي. دغه وسله د ټانکونو او نورو زغره والو ګاډو د له منځه وړو لپاره ډیزاین شوې او په ثانیه کې د ۱۰۰۰ مترو په چټکتیا له دوه نیمو تر څلور کیلومټرو پورې هدف په نښه کولای شي. دغه وسلې له ډز وروسته جنګیالي ته د ځای بدلونې او پټېدا امکان ور کوي، ځکه مرمۍ نور خپل هدف ته پخپله ځان رسوي.

100%

له همدې امله پاکستان په افغانستان کې د ملي اردو د پاتې امریکايي وسلو په اړه خپلې اندېښنې په مکرر ډول له نړیوالو سره شریکوي څو متحده ایالات او نړیواله ټولنه ددې وسلو بېرته ترلاسه کولو، یا لږ ترلږه پر افغان طالبانو د فشار له لارې، د وسلو کنټرول ته وهڅوي.

پوځ د جنګیالیو له پوځي ټکنالوژۍ او برلاسي سره د مقابلې لپاره سرحدي ځواکونه (Frontier Corps) تر یوه بریده په نویو وسلو سمبال کړي، چې په هغو کې ډرون الوتکې او سنایپر هم شامل دي.په دوی کې معمول وسله جي درې (G3) ټوپک، راکټ (RPG 7)، کلاشنکوف (AK-47) سپکې ماشینګڼې، د لنډ واټن توپخانې او هاوانونه، د الوتکو ملاتړ او زغره وال پرسونل وړونکي(APCs) او نور ټانکونه دي.

پاکستاني طالبان ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې پر ډیورند کرښه د پاکستان پوځ او سرحدي ځواکونو ته یو ډول چینایي واړه ډرونونه ورکړل شوي، چې د ۸۵ملي متري هاوان مرمۍ له ځانه سره لېږدوي او پر جنګیالیو یې کاروي.

عابدالله محسود په دې اړه وویل، « پوځ کوښښ کوي چې د طالبانو د جنګي تاکتیکونو پر وړاندې ځوابي لارې ولټوي، چې یو مثال یې واړه چینایي ډرونونه دي، خو هغه د ورځې موثرې دي، مګر د شپې نتیجه نه ور کوي. اوس چې طالبان پوستو ته د جنګ لپاره نږدې ورشي، پوځیان سملاسي دغه ډرون پورته کوي».

خو د ټي ټي پي په اړه هم ویل کیږي، چې د ډرونونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

د چاودنو او ډزو پایله انساني مرګ ژوبله او پراخې ویجاړۍ دي، خو د وسلو د سوداګرو لپاره دا اړخ ډېر اندېښمنوونکی نه دی، ځکه خپلې چارې د «ازادۍ له جګړو او جهاد» سره تړي، چې ددوی په وینا، «هم خرما دي او هم ثواب».

د حاجي مطیع الله لپاره، دا کیسې یوازې د تجارت یوه برخه ده: « لکه دوکاندار چې چاړه او نور جارحه وسایل پلوري، زه وسلې پلورم»، هغه اوږې واچولې او شونډې یې بوڅې کړې، « وسلې د حفاظت او دفاع وسیله ده. دا چې خلک څه ورسره کوي، دا د هغوی خپل کار دی».

حاجي مطیع الله له دوړو ډک بازار نه پورې غره ته ګوته ونیوله، « په دې غرونو کې تل جګړه وي» او په داسې حال کې، چې خپل هایلکس موټر ته پورته کېده، زیاته یې کړه، «چېرته چې جګړې وي، هلته وسلې هم وي».