طالبان: هڅه کوو د پاکستان پر ځای د ایران او ترکیې له لارې د غالیو صادرات وکړو

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، هڅه کوي د افغانستان غالۍ تر دې وروسته د پاکستان پر ځای د ایران او ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته صادر کړي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان غالۍ به لومړی ایران بیا ترکیې او له هغه ځایه اروپایي بازارونو ته ولېږل شي.