طالبانو په دایکنډي کې لسګونه کسان له دې امله نیولي چې د جمعې په ورځ یې اختر کړی

طالبانو په دایکنډي ولایت کې د ملایانو په ګډون لسګونه کسان یوازې له دې امله نیولي، چې د دوی له اعلان سره برخلاف یې د جمعې په ورځ د اختر لمونځ کړی دی. ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کسان د دایکنډي په مرکز او اشترلي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، که څه هم یو شمېر نیول شوي کسان له څو ساعتونو وروسته خوشې شوي، خو لا هم شاوخوا ۵۰ کسان د طالبانو په بند کې دي.
طالبانو د سعودي عربستان په ګډون د ډېرو اسلامي هېوادونو برخلاف د يوې ورځې له ځنډ سره د قربانۍ اختر د شنبې په ورځ ولمانځه، خو د افغانستان په ځینو سیمو لکه دایکنډي ولایت کې خلکو د جمعې په ورځ اختر وکړ، چې دا کار د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شو.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې هم د جمعې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.
که څه هم په افغانستان کې له پخوا راهیسې د قربانۍ اختر د سعودي عربستان د رسمي تقویم له مخې لمانځل کېده، خو طالبانو په وروستیو کلونو کې دا دود بدل کړی او د اختر لپاره بېلابېلې ورځې ټاکي.
د طالبانو دا پرېکړه د خلکو ترمنځ له حساسو غبرګونونو سره مل شوې ده.