د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په عمان کې ترسره کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، له امریکا سره د اټومي خبرو بل پړاو ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په عمان کې ترسره شي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د خبرو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۲مه ترسره شي.