ځانګړی

د بلاروس–پولنډ پر پوله د وحشت ننداره؛ سلګونه افغان کډوال له شکنجې، لوږې او مرګ سره مخ دي

د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي، چې د بلاروس او پولنډ ترمنځ د برېست نومې سرحدي سیمه اوس د سلګونو بې برخلیکه افغان کډوالو لپاره په زندان بدل شوی دی. دغه کډوال چې ډېری یې ځوانان، ماشومان او ښځې دي، له سختو انساني ناورینونو سره مخ دي.

د سیمه‌ ییزو سرچینو په وینا، دغه کډوال له ورځو ورځو راهیسې خوړو، څښاکو، سرپناه او روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

سرچینې زیاتوي، چې یاد کډوال سربېره پر دې چې له انساني مرستو محروم دي، له سخت غیر انساني چلند سره هم مخ دي.

د افغان کډوالو د وضعیت انځور

د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندنې ښيي، چې دغه کډوالو له ورځو ورځو راهیسې خوړو، څښاکو، سرپناه او روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

دوی وایي، د بلاروس او پولنډ د سرحدي ځواکونو له خوا په پرله‌پسې ډول ربړول کېږي، وهل کېږي، لاسونه او پښې یې ماتېږي او ان ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغو کډوالو له ډلې منظور له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د ستونزو له امله یې کډوالي انتخاب کړه خو اوس د مرګ او ژوند ترمنځ حالت کې دي.

نوموړي وویل: «شپږ میاشتې کېږي، چې په وطن کې د ځينو ستونزو له امله راغلی یم، غواړو چې ښه راتلونکی ولرو، له بلاروس څخه پولنډ ته واوښتو، په پولنډ کې پولیسو ونیولو برېست ته یې یوړو، سخت ظلمونه یې راسره وکړل، ټلیفونونه یې راته مات کړل او ګرم وسایل یې رانه واخیستل، په ډېر بد حالت کې نه خواړه و او نه اوبه، د ونو پاڼې مو خوړلې او هره شېبه مو د مرګ انتظار کاوه، له څو شپو ربړونو وروسته یې بېرته بلاروس ته واړولو، اوس په بد حال کې یو.»

د سرحدي ځواکونو ظلمونه

دغه کډوال وایي، د ورځې په اوږدو کې تر لسو ځلو پورې د دواړو هېوادونو پولیس دوی وهي او ټکوي، یو یې یو اړخ ته‌ کش کوي او بل یې بېرته شاته ټېل وهي.

د دوی پر وینا، ځیني کډوال چې له سختو شکنجو وروسته په کوما (بې‌هوښۍ) حالت کې وي، بیا هم د سرحدي ځواکونو له لوري له لاسونو او پښو نیول کېږي او شاته غورځول کېږي.

یوه کډوال د نوم د نه اخیستو په شرط وویل: «دلته داسې کسان شته چې څلوېښت ورځې کېږي په همدې ځنګله کې بند پاتې دي، ژمی او بارانونه یې تېر کړل او یوه مړۍ ډوډۍ هم نه لري. ځیني جسدونه چې د ځنګله ژوو خوړلي، لا هم هېر شوي پراته دي.»

د دغو کډوالو په ډله کې یو یې لعل سېد پاچا د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړی چې اوس د بلاروس او پولنډ ترمنځ په دغه سرحدي سیمه کې په ټپي حالت کې بند پاتې دی، په ژړغوني غږ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د مور لپاره یې غواړي چې ژوندی پاتې شي.

دی وایي: «حالت مې ډېر خراب وو، لاس مې باید ګنډل شوی وای، د پولنډ پولیسو درمل رانکړل، بېرته یې بلاروس ته را واړولم، ګوتې مې کار نه کوي، په لاره مې د ونو پاڼې خوړلې، اوبه نه وې او زه بد ټپي وم، زما غږ ورسوئ، چې نړۍوال مو له حالته خبر شي.»

په بلاروس کې ددغه کیسو عیني شاهد چې اوس هم ددغه کډوالو ملګری دی اعجازالحق نومېږي، نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې تایید کړه: «دلته د وحشت ننداره ده، د ژوند لپاره راوتي افغانان د مرګ دوعاوې کوي چې مرګ ورته راشي.»

نوموړی وایي: «پولنډ پولیسو راسره غیر انساني چلند وکړ، د برېست په نامه یو نقطه ده، دې ته د فوټبال میدان وایي، دلته په افغان کډوالو فوټبال کېږي، د وهلو فوټبال، د بلاروس پولیس یې په وهلو پولنډ ته اړوي او د پولنډ پولیس یې په وهلو بلاروس ته اړوي، ۲۵ شپې موږ باندې فوټبال شوی، وسایل یې رانه اخیستي، مبایلونه یې رانه مات کړي، ټول افغانان تر دې راغلي چې مړه شي نو ارام به شي او مرګ په خوشحالۍ مني، هلکان شنه واښه خوري، اوبه نشته، په ډنډونو کې ولاړې اوبه څښي، د وحشت ننداره ده».

برېست د بلاروس په سوېل لوېدیځ کې موقعیت لري او د پولنډ سره د سرحد په اوږدو کې پرته سیمه ده، چې د «تېرېسپول» ښار سره مخامخ ده.

دغه افغان کډوال وایي، چې د پولنډ او بلاروس پولیس دومره وحشیانه کړنې ترسره کوي چې انسان یې په ویلو شرمېږي.

د اعجاز په وینا، د بلاروس پولیسو هغه مېرمن هم په نس کې په لغته ووهله چې حامله وه.

نوموړی وایي: «یوه افغانه ښځه له خپل مېړه سره راغلې وه، په ګردونو سیمه کې د بلاروس پولیس په نس کې په لغته ووهله، دوی دې ته هم ونه کتل چې دا حامله ده، په موږ روان وحشت په هر حال خو دا ډېره دردوونکې ده، چې دلته دومره ناوړه وضعیت روان دی.»

اعجازالحق وایي، تر ۳۰۰ پورې افغان کډوالو د بلاروس او پولنډ په پوله کې بند پاتې دي.

د نوموړي په خبره، یاد شمېر کسان سره له دې چې خواړه او اوبه نه لري، سخت شکنجه کېږي او د مرګ شېبې شماري.

اعجازالحق د خپل یوه ملګري کیسه کوي چې ددوی پروړاندې یې ساه ورکړې.

نوموړی وایي: «زما یو ملګری وو عمران نومېده، ماسره یې یو ځای حرکت وکړ، زما د سترګو پر وړاندې یې ساه ورکړه او تر نن ورځې یې مړی په بلاروس کې دی او نه دی وړل شوی، په بلاروس کې چې کوم افغانان دي، دوی نږدې ټول یې مات ګوډ دي، څوک په مرمیو لګېدلي، د چا لاسونه مات دي، د چا پښې ماتې دي او په داسې حالت کې دي چې یو خواته هم تللی نشي.»

د انساني قاچاقو قربانیان

د افغان کډوالو د وینا له مخې، د دوی د ټولو کړاوونو ریښه هغه افغان قاچاق وړونکي دي، چې د انسانانو له ژوند سره لوبې کوي.

دوی وایي، قاچاق وړونکي هغوی ته په خوږو خبرو ژمنې کوي، پیسې ترې اخلي، له کور او کورنیو څخه یې جلا کوي او وروسته‌ هغوی په خپل حال پرېږدي.

یو کډوال چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وایي: «قاچاقبرانو موږ ته ویل چې اروپا ته به مو رسوو، هلته به ژوند وي، خو موږ یې تر مرګه راورسولو. دا ټول ظلم زموږ د خپلو افغان قاچاقبرانو له لاسه کېږي. طالبان باید دوی ونیسي او سخته سزا ورکړي.»

نړۍوال غبرګون ته اړتیا ده

دغه کډوال له نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو لکه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM)، سره میاشت، سره صلیب او له ملګرو ملتونو نه جدي غوښتنه کوي، چې د سرحدي ظلمونو د پای ته رسولو لپاره فشار راوړي؛ عاجلې مرستې، خواړه، درمل او سرپناه برابرې کړي.

د بلاروس او پولنډ پر پوله د افغان کډوالو حالت یو خاموش انساني ناورین دی.

دا داسې فاجعه ده، چې باید نړۍ‌ یې واوري، غبرګون وښيي او دا مظلوم خلک له شکنجې، لوږې او مرګ نه وژغوري.

د کډوالۍ زیاتوالی

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو په ترڅ کې، د افغانانو کډوالۍ زیاتې شوې دي.

د ۲۰۲۳ کال تر پای پورې نږدې ۶.۴ میلیونه افغانان په نړۍ کې کډوال شوي دي، چې د دې زیاتوالی د طالبانو د بیا واکمنۍ په ترڅ کې رامنځته شوی دی.

د افغانانو د ستونزو زیاتوالی

په افغانستان کې د افغانانو د ستونزو زیاتوالی د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته د پام وړ دی. ډېری افغانان د بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او د طالبانو د واکمنۍ له امله د ډار له کبله هېواد پرېښی دی.

د دې په ترڅ کې د کډوالو د ستونزو زیاتوالی، نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو د ستونزو حل لارې

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړینه ده، چې نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارې د افغان کډوالو لپاره مرستې برابرې کړي.

دا مرستې باید د کډوالو د بیا استوګنې، د کاري فرصتونو برابرولو او د ټولنیزو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې وي.

همدارنګه اړینه ده، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانانو ته د بشري حقونو د خونديتوب لپاره نړۍوال فشارونه زیات شي.