• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې څېړنې په امریکا کې د خپګان لوړه کچه لرونکې دندې څرګندې کړې دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

یوې نوې څېړنې په امریکا کې د خپګان لوړه کچه لرونکې دندې څرګندې کړې دي او ښایي دا د هغو کسانو لپاره خورا مهم وي، چې د کار په لټه کې دي. دغه کسان باید دا وڅېړي، چې کومې دندې د دوی پر رواني روغتیا اغېز کولای شي.

د انډپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه نوې څېړنه چې تېره ورځ خپره شوې، د مسلکونو او خپګان د کچې تر منځ اړیکو ته کتنه کوي چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله پورې د ۳۷ ایالتونو څخه د ۵۳۶۲۷۹ کارکوونکو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده.

د معلوماتو له مخې؛ د نیم مېلیون امریکایي کارکوونکو له ډلې ۸۰ زره او ۳۱۹ کسانو منلې، چې دوی د خپل ژوند په یوه مرحله کې په خپګان اخته شوي دي.

موندنې ښيي، چې ښځې دوه چنده زیات د نارینه‌و پرتلهپر خپګان اخته شوې دي.

کله چې د دغې څېړنې پایلې پر بېلابېلو برخو ووېشل شوې، دا په ډاګه شوه چې د ټولنیزو خدمتونو کارکوونکي تر ټولو لوړه یعنې ۲۰.۵ سلنه کسان په خپګان اخته شوي دي.

دویم ځایګی د خوراکي توکو د چمتو کولو او خدمتونو وړاندې کولو اړوندو دندو ته ورکړل شوی، چې خپګان پکې ۲۰.۱ سلنه ښودل شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل پوځ غزې ته پر مرستو بار یوه کښتۍ نیولې ده

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د اسراییل سمندري ځواکونو د دغه هېواد سواحلو ته نږدې غزې ته په مرستو بار کښتۍ 'مادیلین' نیولې او په کښتۍ کې سپاره کسان هم نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د کښتۍ له نیولو وروسته د اسراییل پوځ له ټولو سپرو کسانو څخه وغوښتل، چې خپل ټیلیفونونه بند کړي چې له دې سره له دغې کښتۍ سره هرډول اړیکې پرې شوې.

له بلې خوا د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د دغه کښتۍ د نیولو خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه کښتۍ د اسراییل د اشدود بندر ته لېږدول شوې ده.

په دغه کښتۍ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۲ کسان سپاره وو، چې په کې د چاپېریال ساتنې نوم وتې فعاله ګریټا ټنبرګ او د اروپايي پارلمان غړې ریما حسن هم شامله وه.

له بل پلوه د فلسطین د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز د مادیلین کښتۍ انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي: «د مادیلین سفر ښایي پای ته رسېدلی وي؛ خو ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی.»

د ټرمپ له‌خوا د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز فرمان نن عملي کېږي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو سفر بندیز فرمان نن دوشنبه (د جون میاشتې ۹مه) عملي کېږي.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې د دغه اقدام موخه یې له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي ساتل دي.

د افغان وګړو د سفر بندیز لامل دا ښوول شوی، چې د طالبانو ډله د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو (SDGTs) په نوملړ کې شامله ده.

په دغه ۱۲ هېوادونو کې افغانستان، ایران، میانمار، چاد، کانګو، ګینه، اریتریا، هایټي، لیبا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.

د ټرمپ دغه فرمان زرګونه هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې امریکا ته یې د تګ تکل لاره.

له دې ډلې ګڼ افغانان په پاکستان کې له ناروښانه برخلیک او د پولیسو له‌خوا د نیونې او له دغه هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د طالبانو له‌خوا د خپلسرې نیونې، ځورونې، او وژنې له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د (غبرګولي په ۱۵مه) د یوه اجراییوي فرمان‌ په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه ولګول.

ټرمپ تر دې وړاندې (د جنورۍ په ۲۰مه) هم په خپل یوه فرمان کې د کډوالۍ پروګرامونه ځنډولي وو.

د عامر خان ۹۱ کلنه مور د "ستوري پر ځمکه" فلم له لارې د سینما نړۍ ته لومړنی ګام ږدي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د هندي سینما (بالیووډ) د پېژندل شوي ستوري عامر خان ۹۱ کلنه مور زینت خان د هغه د راتلونکي "ستوري پر ځمکه" فلم له لارې د سینما نړۍ ته لومړنی ګام ږدي. هندي رسنیو له یوې خوا د فلم کیسه زړه‌راښکونکې بللې او له بلې خوا په دې فلم کې د عامر خان د مور ګډون یې د حیرانتیا وړ ګڼلی دی.

عامر خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مور به یې د فلم په یوه واده‌یزه سندره کې راښکاره شي او دا لومړی ځل دی چې هغه د فلم پر پرده راڅرګندېږي.

نوموړي زیاته کړه: «مور مې هېڅکله فلمي صحنو ته نه راتله، خو یوه ورځ یې سهار ناڅاپه زنګ را وکړ او ویې ویل: «تاسو چېرته فلم ثبتوئ؟ موږ هم غواړو راشو. تر هغه وروسته مې سمدستي موټر ور واستاوه او خور سره مې یو ځای د فلم د ثبت ځای ته راوستله.»

د عامر خان په خبره: «مور مې په ویلچېیر کې وه او د واده سندرې فلمبرداري روانه وه، چېرې چې ټول خلک خوشحاله نڅېدل. د فلم لارښود ار اېس پرسانا غوښتل دا شېبه په زړه پورې کړي.»

هغه زیاتوي، لارښود ورغلی او ویلي یې دي: «ښاغلیه، که تاسو ته بد نه ښکاري، نو کولای شئ له خپلې مور وغواړئ چې د سندرې مېلمه‌پېژندنې برخه کې برخه واخلي؟ دا د فلم وروستۍ سندره ده، د واده صحنه ده، غواړم هغه هم د فلم برخه شي.»

عامر خان وویل: «ما ورته وویل، ته لېونی شوی یې؟ زما دومره جرات نه کېږي چې له مور څخه وغواړم فلم کې کار وکړي، ځکه چې هغه ډېرې زړورې او کله ناکله ضدي ده.»

خو بلاخره چې کله یې له مور څخه پوښتنه وکړه، هغې ساده وویل:«هو، ولې نه!»

عامر خان وایي، دی حیران شو!

په دې توګه زینت خان د "ستوري پر ځمکه" سندره کې د مېلمه‌پېژندنې برخه واخیسته او دا لومړی او یوازینی فلم دی، چې د عامرخان مور پکې برخه اخستې.

د دې ترڅنګ، د عامر خان خور نکهت خان هم په دغه فلم کې یو کردار لوبوي.

عامر وایي: «دا لومړی ځل دی چې زه او خور مې یو ځای کار کوو. که څه هم هغه خپله یوه لوبغاړې ده، نو کېدای شي په راتلونکي کې نورې پروژې هم یو ځای وکړو، خو د مور ګډون دا فلم زما لپاره خاص کړ.»

د یادونې ده، چې فلم "ستوري پر ځمکه" ټاکل شوې ده چې د جون میاشتې په منځ کې نندارې ته وړاندې شي او اوس مینه‌وال یوازې د فلم کیسه نه، بلکې د عامر خان د کورنۍ صحنې هم له شوقه څاري.

ټرمپ: که اړتیا وي د لاس‌انجلس نظم د ساتلو لپاره به سمندري ځواک واستوو

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۲۶ GMT+۱

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که په لاس‌انجلس ښار کې د کډوالو د نیولو پر ضد لاریونونه نور هم پراخ شي، نو د سمندري ځواکونو (مرینز) د لېږلو امر به وکړي.

ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي:«که وضعیت لا خراب شي، زه به د یکشنبې په ورځ سمندري ځواک لاس‌انجلس ته واستوم.»

هغه زیاته کړې، چې د ښار نظم ساتل ورته لومړیتوب لري او د همدې لپاره یې د ملي ګارډ ځواکونو ته امر کړی، چې په ښار کې د امنیت د ټینګښت او د قانون پلي کولو لپاره ځای پر ځای شي.

ټرمپ څرګنده کړې: «تاوتریخجن یاغي ډلې هڅه کوي زموږ پر فدرالي ځواکونو بریدونه وکړي، تر څو د کډوالو د اېستلو عملیات وځنډوي، خو دا ډول بې‌قانوني زموږ اراده لا پیاوړې کوي.»

نوموړي ویلي، چې چارواکو ته یې لارښوونه کړې ترڅو هغه ټول اقدامات وکړي چې د هغه په وینا، «د لاس‌انجلس له کډوالو د یرغل د خلاصون او د لاریونونو د ختمولو لپاره ضروري وي.»

دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې په لاس‌انجلس کې د کډوالو د نیولو د عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه پيل شوي، چې له امله یې د ښار امنیتي وضعیت خراب شوی.

امريکایي چارواکي: روسیه به له اوکراین څخه د "سپایډر وېب" عملیاتو بدل ژر واخلي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۱

امریکایي چارواکي وايي، روسیې لا تر اوسه د اوکراین د "سپایډر وېب" عملیاتو پروړاندې بشپړ غبرګون نه دی ښودلی او ښايي ډېر ژر پراخ او څو اړخیز برید پيل کړي.

یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، که څه هم د روسيې د برید دقیق وخت نه دی معلوم، خو تمه ده چې دا غچ اخیستونکی برید به نامتوازن وي.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې روسیه به د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له لارې پر بېلابېلو اهدافو بریدونه وکړي.

دا ارزونه وروسته له هغه شوې، چې د اوکراین د استخباراتو ادارې (SBU) د جون پر لومړۍ نېټه د روسیې پر څلورو هوايي اډو بریدونه وکړل. دا بریدونه د هغو لاریو له لارې وشول چې د روسیې دننه پټ شوي و.

راپورونه وايي، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۱جنګي الوتکې زیانمنې یا ویجاړې شوې دي، خو ځینې سرچینې دا شمېر ۴۱ یادوي، چې پکې د روسیې مهمې بم‌اچوونکې الوتکې Tu-95 او Tu-22M3 هم شاملې دي.

دا الوتکې د اوکراین پر ضد د روسیې د توغندیزو بریدونو اصلي وسیلې ګڼل کېږي.

بل‌خوا، د اوکراین چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې روسي ځواکونه د دنیپروپېټروفسک ولایت په جګړه کې داخل شوي.

د اوکراین حکومت وايي، دا سیمه اوس هم تر سختې امنیتي اندېښنې لاندې ده.

په ورته مهال، د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې، چې د روسیې د کورسک ولایت په فضا کې یې یوه جنګي الوتکه را غورځولې ده.

په یوه بله سیاسي وینا کې بیا د پولنډ نوي ټاکل شوي ولسمشر ناوروتسکي ویلي: «زه د اوکراین د اروپايي اتحادیې غړیتوب خلاف یم.»

سربېره پر دې، ولسمشر زېلېنسکي تایید کړې چې د ټرمپ ادارې هغه ۲۰ زره ضد ډرون توغندي چې د اوکراین لپاره چمتو شوي وو، بلې خوا ته اړولي دي.