ټرمپ: که اړتیا وي د لاسانجلس نظم د ساتلو لپاره به سمندري ځواک واستوو

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که په لاسانجلس ښار کې د کډوالو د نیولو پر ضد لاریونونه نور هم پراخ شي، نو د سمندري ځواکونو (مرینز) د لېږلو امر به وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که په لاسانجلس ښار کې د کډوالو د نیولو پر ضد لاریونونه نور هم پراخ شي، نو د سمندري ځواکونو (مرینز) د لېږلو امر به وکړي.
ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي:«که وضعیت لا خراب شي، زه به د یکشنبې په ورځ سمندري ځواک لاسانجلس ته واستوم.»
هغه زیاته کړې، چې د ښار نظم ساتل ورته لومړیتوب لري او د همدې لپاره یې د ملي ګارډ ځواکونو ته امر کړی، چې په ښار کې د امنیت د ټینګښت او د قانون پلي کولو لپاره ځای پر ځای شي.
ټرمپ څرګنده کړې: «تاوتریخجن یاغي ډلې هڅه کوي زموږ پر فدرالي ځواکونو بریدونه وکړي، تر څو د کډوالو د اېستلو عملیات وځنډوي، خو دا ډول بېقانوني زموږ اراده لا پیاوړې کوي.»
نوموړي ویلي، چې چارواکو ته یې لارښوونه کړې ترڅو هغه ټول اقدامات وکړي چې د هغه په وینا، «د لاسانجلس له کډوالو د یرغل د خلاصون او د لاریونونو د ختمولو لپاره ضروري وي.»
دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې په لاسانجلس کې د کډوالو د نیولو د عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه پيل شوي، چې له امله یې د ښار امنیتي وضعیت خراب شوی.

امریکایي چارواکي وايي، روسیې لا تر اوسه د اوکراین د "سپایډر وېب" عملیاتو پروړاندې بشپړ غبرګون نه دی ښودلی او ښايي ډېر ژر پراخ او څو اړخیز برید پيل کړي.
یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، که څه هم د روسيې د برید دقیق وخت نه دی معلوم، خو تمه ده چې دا غچ اخیستونکی برید به نامتوازن وي.
یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې روسیه به د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو له لارې پر بېلابېلو اهدافو بریدونه وکړي.
دا ارزونه وروسته له هغه شوې، چې د اوکراین د استخباراتو ادارې (SBU) د جون پر لومړۍ نېټه د روسیې پر څلورو هوايي اډو بریدونه وکړل. دا بریدونه د هغو لاریو له لارې وشول چې د روسیې دننه پټ شوي و.
راپورونه وايي، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۱جنګي الوتکې زیانمنې یا ویجاړې شوې دي، خو ځینې سرچینې دا شمېر ۴۱ یادوي، چې پکې د روسیې مهمې بماچوونکې الوتکې Tu-95 او Tu-22M3 هم شاملې دي.
دا الوتکې د اوکراین پر ضد د روسیې د توغندیزو بریدونو اصلي وسیلې ګڼل کېږي.
بلخوا، د اوکراین چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې روسي ځواکونه د دنیپروپېټروفسک ولایت په جګړه کې داخل شوي.
د اوکراین حکومت وايي، دا سیمه اوس هم تر سختې امنیتي اندېښنې لاندې ده.
په ورته مهال، د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې، چې د روسیې د کورسک ولایت په فضا کې یې یوه جنګي الوتکه را غورځولې ده.
په یوه بله سیاسي وینا کې بیا د پولنډ نوي ټاکل شوي ولسمشر ناوروتسکي ویلي: «زه د اوکراین د اروپايي اتحادیې غړیتوب خلاف یم.»
سربېره پر دې، ولسمشر زېلېنسکي تایید کړې چې د ټرمپ ادارې هغه ۲۰ زره ضد ډرون توغندي چې د اوکراین لپاره چمتو شوي وو، بلې خوا ته اړولي دي.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ د فلسطین پر وړاندې د اسراییلي یرغل د «ناوړه پایلو» د ختمولو لپاره د نړۍوالې ټولنې د مهم رول په اړه ټینګار وکړ.
د سعودي خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، محمد بن سلمان په هغه مراسمو کې چې د هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو له خوا ترسره شول او هغوی یې د حج په مناسبت مېلمانه کړي و، وویل: «سږکال د اختر ورځ په داسې حال کې راځي، چې زموږ وروڼه په فلسطین کې د اسراییلي یرغل له دوام سره مخ دي.»
وليعهد زیاته کړه:«موږ د نړۍوالې ټولنې د رول پر اهمیت ټینګار کوو چې د دې یرغل د ناوړه پایلو د ختمولو، د بېګناه ولسونو د ساتنې، او د یوې نوې واقعیت د جوړولو لپاره کار وکړي، چې په کې فلسطین د نړۍوالو قانوني پرېکړو سره سم په امن کې ژوند وکړي.»
په همدې حال کې په غزه کې فلسطینیان د دویم کال لپاره د اختر ورځ د جګړې تر سیوري لاندې لمانځي.
وليعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ د مکې د ښار په شاوخوا کې د حج د پیل په ترڅ کې د اړوندو چارواکو له خوا نیول شوي اقدامات وڅارل.
د شنبې په ورځ وليعهد وویل، چې سعودي عربستان به په ټول توان د حاجیانو خدمت ته دوام ورکړي.
محمد بن سلمان وویل:«د سعودي عربستان پاچاهي د خپلو لومړیتوبونو په سر کې دا موضوع اېښې ده او ټول وسایل یې د حاجیانو د خدمت او د دوی د عبادتونو د اسانه او ارام ترسره کولو لپاره وقف کړي دي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د اې بي سي نیوز له خبریالې مارتا راداتز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې هېواد یې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوربند هرکلی کوي، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین موخه د اوکراین بشپړه ماته ده.
زیلېنسکي وویل، پوتین سولې ته هېڅ لېوالتیا نه لري او یوازې د امریکا په مشرۍ کلک فشار کولی شي چې پوتین ته واقعبینانه فکر ور وپېژني.
زیلېنسکي ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ دا واک لري چې جدي ګامونه پورته کړي او زیاته یې کړه چې پوتین یوازې زور ته غاړه ږدي، نه خبرې ته.
د اوکراین ولسمشر وویل، تېره اونۍ روسیې ۴۷۲ بېپیلوټه الوتکې د اوکراین پر لور الوځولې دي چې د جګړې تر ټولو پراخ برید بلل شوی.
نوموړی وايي، اوکراین محرمانه عملیات ترسره کړل چې شاوخوا ۱۸ میاشتې پرې کار شوی و.
اوکراین ادعا کوي چې دې عملیاتو د روسیې یوه پر درېیمه ستراتیژیکې بمبار الوتکې له منځه وړې دي، خو د امریکا ارزونه وايي چې شاوخوا ۱۰ الوتکې تباه شوې.
زیلینسکي وویل، چې اوکراین چمتو دی د اوربند لپاره حتا له امنیتي ضمانت پرته هم سوله وکړي، خو په دې شرط چې روسیه هم جګړه ودروي. هغه وویل، که څه هم ضمانت مهم دی، خو «موږ اوربند منو، که څه هم ډېر خوښ نه یو».
هغه د امریکا له مشرانو وغوښتل چې د روسیې پر انرژۍ د ۵۰۰ سلنه تعرفې بندیز ولګوي. هغه ټینګار وکړ چې که بندیزونه د امریکا له لوري نه وي، اغېز به ونه لري.
هغه دغه راز ویلي، چې دا جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدلای شي چې امریکا او اروپايي متحدین فشار راوړي. اوکرایني ولسمشر وايي، نړیوال د ټرمپ له لوري د «ازادې نړۍ د مشري» تمه لري.

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز د یکشنبې په ورځ پوځ ته امر وکړ هغه مرستندویه کښتۍ ودروي چې د اقلیم فعالې «ګریتا تونبرګ» په ګډون یو شمېر فعالان پکې سپاره دي او غواړي د اسراییل سمندري بندیز مات کړي او غزې ته داخل شي.
دغه کښتۍ چې د فلسطینپالې ملاتړې ډلې «فلوټیلا ازادۍ ایتلاف» لهخوا پرمخ وړل کېږي، د بریتانیا بیرغ لري او د جون پر۶مه یې له سیسیلي حرکت کړی. دا مهال د مصر ساحل ته نږدې ده او ورو ورو د غزې پر لور روانه ده.
کاتز په خپله اعلامیه کې ویلي، « ما پوځ ته امر کړی چې مدلین کښتۍ دې غزې ته نه پرېږدي».
هغه زیاته کړه، « زه ګریتا ته، چې یهود ضد او د حماس تبلیغوونکې ده، واضح پیغام ورکوم: بېرته وګرځئ، ځکه تاسې به غزې ته ونه رسېږئ».
تونبرګ ویلي چې هغه د دې کښتۍ له عملې سره یوځای شوې څو د اسراییل د غیرقانوني محاصرې او جنګي جنایاتو زیاتوالي پر ضد غږ پورته کړي او بشري مرستو ته اړتیا وښيي.
هغې د اسراییل پخواني تورونه چې ګواکي یهودضده ده، رد کړي.
مدلین کښتۍ یوازې یوه سمبولیکه اندازه مرسته وړي لکه وریژې او د ماشومانو شیدې.
د دغه ایتلاف مطبوعاتي مسوولې هی شا ویه ویلي چې دا مهال کښتۍ له غزې څخه شاوخوا ۱۶۰ بحري میله (۲۹۶ کیلومتره) لرې ده.
د ګریتا تر څنګ ۱۱ نور کسان هم په کښتۍ کې سپاره دي، چې د اروپايي پارلمان فرانسوۍ غړې «ریما حسن» هم پکې شامله ده.

په داسې حال کې چې د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې او سولې خبرو اترو په اړه د مسکو او کییف تر منځ اختلافونه روان دي، روسي ځواکونو د اوکراین په ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.
د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دوی د ټانک ۹۰ یمه لوا د اوکراین د دونیڅک سیمې لویدیزې پولې ته رسیدلې او د ډنيپروپتروفسک سیمې پر لور یې بریدونه پیل کړي دي.
اوکرایني دفاعي ځواکونو پر ټیلیګرام ویلي، چې د دوی سرتېري په مېړانه او مسلکي ډول د مخنیوي هڅې کوي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدف ویلي چې که اوکراین د روسیې د سیمهییزو لاسته راوړنو منلو ته چمتو نه وي، نو روسي ځواکونه به لا پسې پرمختګ وکړي.
نقشې ښيي چې روسي ځواکونه د ډنيپروپتروفسک سیمې ته نږدې دي او له څو لارو د دونیڅک پر کوستانتینیوکا ښار عملیات کوي. دا ښار د اوکرایني پوځ لپاره یو مهم لوژستیکي مرکز ګڼل کیږي.
په په ورته وخت کې، روسیه او اوکراین یو پر بل تور لګوي چې د اسیرانو تبادلې او د وژل شویو سرتېرو جسدونو د ستنولو بهیر ځنډوي.
روسیې ادعا کړې چې اوکراین دا پروسه ځنډوي، خو کییف دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې تبادله راتلونکې اونۍ ترسره کیږي.
د روسیې دولتي ټلویزیون د برینسک سیمې له لارې یخچالي موټرونه ښودلي چې د اوکرایني سرتېرو جسدونه پکې لیږدول کیږي.
