روسیه وايي ټانکونه یې د اوکراین د دونیڅک سیمې لویدیزې پولې ته رسیدلي

په داسې حال کې چې د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې او سولې خبرو اترو په اړه د مسکو او کییف تر منځ اختلافونه روان دي، روسي ځواکونو د اوکراین په ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.

په داسې حال کې چې د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې او سولې خبرو اترو په اړه د مسکو او کییف تر منځ اختلافونه روان دي، روسي ځواکونو د اوکراین په ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.
د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دوی د ټانک ۹۰ یمه لوا د اوکراین د دونیڅک سیمې لویدیزې پولې ته رسیدلې او د ډنيپروپتروفسک سیمې پر لور یې بریدونه پیل کړي دي.
اوکرایني دفاعي ځواکونو پر ټیلیګرام ویلي، چې د دوی سرتېري په مېړانه او مسلکي ډول د مخنیوي هڅې کوي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدف ویلي چې که اوکراین د روسیې د سیمهییزو لاسته راوړنو منلو ته چمتو نه وي، نو روسي ځواکونه به لا پسې پرمختګ وکړي.
نقشې ښيي چې روسي ځواکونه د ډنيپروپتروفسک سیمې ته نږدې دي او له څو لارو د دونیڅک پر کوستانتینیوکا ښار عملیات کوي. دا ښار د اوکرایني پوځ لپاره یو مهم لوژستیکي مرکز ګڼل کیږي.
په په ورته وخت کې، روسیه او اوکراین یو پر بل تور لګوي چې د اسیرانو تبادلې او د وژل شویو سرتېرو جسدونو د ستنولو بهیر ځنډوي.
روسیې ادعا کړې چې اوکراین دا پروسه ځنډوي، خو کییف دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې تبادله راتلونکې اونۍ ترسره کیږي.
د روسیې دولتي ټلویزیون د برینسک سیمې له لارې یخچالي موټرونه ښودلي چې د اوکرایني سرتېرو جسدونه پکې لیږدول کیږي.


میګویل اوریب توربي کولمبیایي سناتور او د دغه هیواد د ۲۰۲۶کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي ښي اړخی نوماند په بوګوټا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د شا لخوا درې مرمۍ په ډزو ویشتل شوی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، میګویل اوریب توربي اوس د روغتون په بېړنۍ څانګه کې په جدي حالت کې تر درملنې لاندې دی.
په راپور کې راغلي، چې د کولمبیا اپوزیسیون محافظه کار ډیموکراJیک ګوند په یوې خبرپاڼه کې د غندنې ترڅنګ دا برید ډیر جدي بللی، خو د ښاغلي اوریب د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه ندي ویلي.
بلخوا د اوریب توربي مېرمن ماریا کلاوډیا تارازونا د خپل خاوند د اېکس خواله رسنۍ په حساب لیکلي: « خاوند مې د خپل ژوند لپاره مبارزه کوي». د کولمبیا د دفاع وزیر پیدرو سانچز رسنیو ته وویل، چې د پېښې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی او څېړنې روانې دي، ترڅو دا معلومه کړي چې په یاده پېښه کې نور څوک لاس لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا د خزانې وزارت له لورې د سوداګرۍ او بانکدارۍ په برخو کې د دغه هېواد د همکارۍ په پلمه د یو شمېر ایراني او غېر ایراني کسانو پر وړاندې بندیزونه غندلي.
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا تر منځ د اټومي تړون د بیا پیل خبرو وضعیت لا هم ناڅرګند دی، متحده ایالتو د ایران پر ضد تازه بندیزونه لګولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د دغه هېواد د خلکو په وړاندې فشار راوستل دي.
نوموړي زياته کړې، چې دا کړنه د غېر انساني او ناکامې پاليسۍ په چوکاټ کې تر سره شوې.
هغه زياته کړې: «دا نه یوازې غېرقانوني او د نړۍوالو قانوني اصولو او معیارونو څخه سرغړونه ده، بلکي د ایران د خلکو په وړاندې د امریکا د واکمن رژیم د ژورې او دوامداره دوښمنۍ نور ثبوتونه دي.»
بقايي تينګار کړي، چې دغه بندیزونه د هر ایراني وګړي په وړاندې د فشار د زیاتولو او د دوی د اساسي بشري حقونو څخه د محرومولو په موخه جوړ او پلي شوي دي.
نوموړي ويلي، ایراني وګړي به د خپلو مشروع حقونو او ملي ګټو د دفاع لپاره د امریکا پروړاندي درېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د خزانې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیزونه پر ۱۰ افرادو او ۲۷ شرکتونو لګول شوي دي.
یاد بندیزونه نه یوازې د ایران شرکتونه په نښه کوي، بلکې ځیني شرکتونه چې په متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ کې فعالیت لري هم ترې اغېزمن شوي دي.
دغه بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي له تهران سره نوی اټومي تړون ترلاسه کړي.

د جرمونو نړۍوالې ادارې په اروپا، امریکا او سوېلي امریکا کې ۲۰ کسان د ماشومانو د جنسي تېري د انځورونو د خپرولو په تور نیولي دي. انټرپول ویلي، ښايي دا شبکه اسیا او ارام سمندر سیمې ته هم پراخه شوې وي.
د جرمونو نړۍوالې ادارې یا انټرپول د خبرپانې له مخي، دغه نيونې په ۱۲ هېوادونو کې شوي چې د پولې هاخوا د یوې پلټنې پایله وه.
په دې څېړنه کې پلټونکو په انټرنيټ کې غېرقانوني مواد تعقیب کړل او هغه خلک یې وپېژندل، چې دا مواد یې لیدلي یا ډانلوډ کړي وو.
شکمن کسان د ارجنټاین، بولیویا، برازیل، بلغاریا، کوسټاریکا، اېل سلواډور، هاندوراس، ایټالیا، پاراګوای، پرتګال، هسپانیا او امریکا هېوادونو څخه دي.
انټرپول او هسپانوي پولیسو ویلي، چې د پلټنو له امله د امریکا، اسیا، اروپا او اوقیانوسیې سیمو په ۲۸ هېوادونو کې د ۶۸ نورو شکمنو کسانو پېژندنه هم وشوه.
د دې شبکې په اړه څېړنې تېر کال په هسپانیه کې پیل شوې.
د دې هېواد پولیسو د خپلو څېړنو پایلې د جمعې په ورځ خپرې کړې او په یوه خبرپاڼه کې يې وویل، چې د دې شبکې تر څار لاندې ځانګړې د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د تولید او خپرولو لپاره جوړې شوې وې.
سوېل ښار چې د هسپانيا په سوېلي برخه کې پروت دی، پولیسو یو ښوونکی د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د درلودلو په تور نیولی، چې د غېرقانوني انځورونو د خپراوي د څو چټ ګروپونو غړی و او دغه انځورونه یې خپرول.
په بارسلونا کې پولیسو یو روغتیایی کارکوونکی نیولی، چې د ماشومانو سره یې کار کاوه.
پولیسو ويلي، چې دا شکمن کس په ختیځه اروپا کې ماشومانو ته د جنسي عکسونو د اخیستو په بدل کې پيسې ورکړي دي.
په لاتینې امریکا کې هم پولیسو په پانامه کې یو ښوونکی او د سیمې په مختلفو هېوادونو کې ۱۲ نور کسان نیولي دي.

روسیې د جون پر ۷مه د اوکراین د خارکیف ښار پر مرکزي سیمو د KAB ډوله هدایت شویو بمونو برید کړی، چې په پایله کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ نور کسان ټپیان شوي.
دا برید تر هغه وروسته وشو، چې روسیې د شپې مهال خارکیف ښار باندې په پرلهپسې توګه د بېپيلوټه الوتکو په واسطه توغندي او بمونه توغولي وو.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، په هغه شپني برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۹ نور چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د خارکیف د سیمهییزې څارنوالۍ دفتر وویل، د جون په ۷مه تر غرمې وروسته لا هم ژغورونکي د هغو شپږو کسانو مړي لټوي، چې ګومان کېږي د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې ګېر پاتې وي.
د سیمې ښاروال ایهور تېرېکوف د ځایي وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې اعلان وکړ، چې خارکیف یو ځل بیا د روسیې د هدایت شویو هوايي بمونو لاندې راغلی.
د خارکیف والي، اولې سنېیهوبوف، وویل، چې روسیې څلور KAB ډوله بمونه پر ښار توغولي، چې د ښار شېفچېنکیفسکي او کیفسکي ولسوالۍ یې په نښه کړي دي.
یو بم د ماشومانو پر اورګاډي لګېدلی، چې دغه ځای د کورنیو لپاره یو مشهور تفریحي مرکز ګڼل کېږي.
په دې برید کې یوه ۳۰ کلنه ښځه وژل شوې او ۱۹ کسان نور ټپیان شوي، چې د هغوی له ډلې درې تنه په نازک وضعیت کې دي.
له ټپیانو څخه لس تنه روغتون ته انتقال شوي دي.
د اوکراین د اورګاډي ملي شرکت رییس اولېکساندر پېرڅووسکي تایید کړه، چې وژل شوې ښځه د دوی کارکوونکې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې د شرکت څلور نور کارکوونکي هم په دې برید کې ټپیان شوي دي.

د متحدهایالاتونو د مرکزي استخباراتو ادارې یا سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوه تازه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی، چې طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د امریکا استخباراتي اداره په افغانستان کې په تېروتنو کې ښکېل کړې ده.
هغې ویلي، چې د القاعدې اصلي مشر حمزه بن لادن اوس هم ژوندی دی او له افغانستانه عملیات ترسره کوي، خو استخباراتي ټولنه په دې اړه معلومات نه لري.
ساره اډمز د امریکا د استخباراتي ادارې اوسني وضعیت ته په کتو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، «استخباراتي ټولنه اوس نه پوهېږي چې د داعش او القاعده مشر څوک دی.»
هغې دغه راز زیاته کړه: «په افغانستان کې د القاعدې اصلي مشر حمزه بن لادن ژوندی دی او د طالبانو د ملاتړو په مرسته له دې سیمې عملیات کوي.»
د هغې په خبره، «په ۲۰۱۹ کال کې موږ ته ویل شوي و چې حمزه بن لادن مړ شوی دی، خو دا یو دروغ و چې د ډاکټر اېمن الظواهري له خوا خپاره شوي و. حمزه اوس پټ دی، خو چمتو دی چې د بن لادن کورنۍ دویم او درېیم نسلونه نور هم وژونکي کړي.»
اډمز په طالبانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د استخباراتي ټولنې ستراتیژیک ګواښونه پټ کړي او د امریکا استخباراتي ټولنې ته یې اجازه ورکړې چې دوښمن د دوی پر وړاندې خپلې غولوونکې کمپاینونه پیاوړې کړي.
هغې په دې اړه وویل: «که څو ملکي وګړي چې په تښتېدلې الوتکه کې و، وکولای شول د برید مخنیوی وکړي، نو د استخباراتي ټولنې لپاره به ستونزمنه نه وي چې له خپلو پراخو سرچینو او معلوماتو په کار اخیستو سره د ترهګرۍ مخه ونیسي.»
د لیکنې په دوام کې سارا اډمز د استخباراتي ټولنې پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې او ویې ویل، چې اوس مهال استخباراتي ټولنه نه پوهېږي چې د داعش او القاعدې مشر څوک دی.
هغې په ځانګړي ډول وویل، چې په داعش کې ابو حفص الهاشمي القرشي د ډلې پنځم امیر او د داعش اصلي مشر دی، چې اوس په سوریه کې فعالیت کوي، خو امریکايي برخې لا هم شېخ عبدالقادر مومن د ډلې مخ په توګه معرفي کوي.
اډمز د امریکا د استخباراتي ټولنې کارکوونکو ته خبرداری ورکړ: «تاریخ ګوري، ستاسو همکاران ګوري او تر ټولو مهم امریکایي خلک ګوري. اوس د سمې لارې نیولو وخت دی.»
هغې عامو خلکو ته هم یادونه وکړه ،چې که استخباراتي ټولنه د خپلو دندو په ترسره کولو کې پاتې راشي، د خپلو کورنیو او ټولنو ساتنه به د خلکو په غاړه پاتې شي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دغه هېواد امنیتي او استخباراتي وضعیت په نړۍواله کچه په جدي توګه له پوښتنو سره مخ شوې ده.
د طالبانو او القاعدې اړیکې لا هم د نړۍ د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ده، ځکه چې د القاعدې ځیني مشران په ځانګړي ډول د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي په افغانستان کې پټ پاتې دي او له دې ځایه د نړۍوالو ترهګریزو کړنو پلان جوړوي.
سره له دې چې امریکا او متحدینو څو ځلې ادعا کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به پر دوامداره او هوښیارانه توګه پرمخ یوسي، خو اوسمهال د استخباراتي ټولنې ځینې نیمګړتیاوې او دوښمنانو د غولوونکو تګلارو د دې مبارزې پر وړاندې لوی خنډونه دي.
د دې وضعیت په رڼا کې استخباراتي شنونکي او د ملي امنیت کارپوهان د خپلو خبرداريو په ترڅ کې د ګواښ د کچې د زیاتوالي یادونه کوي.