• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل بقایي: د امریکا نوي بندیزونه د ایران له ولس سره د دوښمنۍ نښه ده

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۲۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا د خزانې وزارت له لورې د سوداګرۍ او بانکدارۍ په برخو کې د دغه هېواد د همکارۍ په پلمه د یو شمېر ایراني او غېر ایراني کسانو پر وړاندې بندیزونه غندلي.

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا تر منځ د اټومي تړون د بیا پیل خبرو وضعیت لا هم ناڅرګند دی، متحده ایالتو د ایران پر ضد تازه بندیزونه لګولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د دغه هېواد د خلکو په وړاندې فشار راوستل دي.

نوموړي زياته کړې، چې دا کړنه د غېر انساني او ناکامې پاليسۍ په چوکاټ کې تر سره شوې.

هغه زياته کړې: «دا نه یوازې غېرقانوني او د نړۍوالو قانوني اصولو او معیارونو څخه سرغړونه ده، بلکي د ایران د خلکو په وړاندې د امریکا د واکمن رژیم د ژورې او دوامداره دوښمنۍ نور ثبوتونه دي.»

بقايي تينګار کړي، چې دغه بندیزونه د هر ایراني وګړي په وړاندې د فشار د زیاتولو او د دوی د اساسي بشري حقونو څخه د محرومولو په موخه جوړ او پلي شوي دي.

نوموړي ويلي، ایراني وګړي به د خپلو مشروع حقونو او ملي ګټو د دفاع لپاره د امریکا پروړاندي درېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د خزانې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیزونه پر ۱۰ افرادو او ۲۷ شرکتونو لګول شوي دي.

یاد بندیزونه نه یوازې د ایران شرکتونه په نښه کوي، بلکې ځیني شرکتونه چې په متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ کې فعالیت لري هم ترې اغېزمن شوي دي.

دغه بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي له تهران سره نوی اټومي تړون ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په اروپا او امریکا کې د ماشومانو د جنسي تېري د انځورونو د خپرولو په تور ۲۰ کسان نیول شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۱

د جرمونو نړۍوالې ادارې په اروپا، امریکا او سوېلي امریکا کې ۲۰ کسان د ماشومانو د جنسي تېري د انځورونو د خپرولو په تور نیولي دي. انټرپول ویلي، ښايي دا شبکه اسیا او ارام سمندر سیمې ته هم پراخه شوې وي.

د جرمونو نړۍوالې ادارې یا انټرپول د خبرپانې له مخي، دغه نيونې په ۱۲ هېوادونو کې شوي چې د پولې هاخوا د یوې پلټنې پایله وه.

په دې څېړنه کې پلټونکو په انټرنيټ کې غېرقانوني مواد تعقیب کړل او هغه خلک یې وپېژندل، چې دا مواد یې لیدلي یا ډانلوډ کړي وو.

شکمن کسان د ارجنټاین، بولیویا، برازیل، بلغاریا، کوسټاریکا، اېل سلواډور، هاندوراس، ایټالیا، پاراګوای، پرتګال، هسپانیا او امریکا هېوادونو څخه دي.

انټرپول او هسپانوي پولیسو ویلي، چې د پلټنو له امله د امریکا، اسیا، اروپا او اوقیانوسیې سیمو په ۲۸ هېوادونو کې د ۶۸ نورو شکمنو کسانو پېژندنه هم وشوه.

د دې شبکې په اړه څېړنې تېر کال په هسپانیه کې پیل شوې.

د دې هېواد پولیسو د خپلو څېړنو پایلې د جمعې په ورځ خپرې کړې او په یوه خبرپاڼه کې يې وویل، چې د دې شبکې تر څار لاندې ځانګړې د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د تولید او خپرولو لپاره جوړې شوې وې.

سوېل ښار چې د هسپانيا په سوېلي برخه کې پروت دی، پولیسو یو ښوونکی د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د درلودلو په تور نیولی، چې د غېرقانوني انځورونو د خپراوي د څو چټ ګروپونو غړی و او دغه انځورونه یې خپرول.

په بارسلونا کې پولیسو یو روغتیایی کارکوونکی نیولی، چې د ماشومانو سره یې کار کاوه.

پولیسو ويلي، چې دا شکمن کس په ​​ختیځه اروپا کې ماشومانو ته د جنسي عکسونو د اخیستو په بدل کې پيسې ورکړي دي.

په لاتینې امریکا کې هم پولیسو په پانامه کې یو ښوونکی او د سیمې په مختلفو هېوادونو کې ۱۲ نور کسان نیولي دي.

روسیې د خرسون په ښار د هدایت شویو بمونو برید کړی، چې پکې ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۱

روسیې د جون پر ۷مه د اوکراین د خارکیف ښار پر مرکزي سیمو د KAB ډوله هدایت شویو بمونو برید کړی، چې په پایله کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ نور کسان ټپیان شوي.

دا برید تر هغه وروسته وشو، چې روسیې د شپې مهال خارکیف ښار باندې په پرله‌پسې توګه د بې‌پيلوټه الوتکو په واسطه توغندي او بمونه توغولي وو.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په هغه شپني برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۹ نور چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د خارکیف د سیمه‌ییزې څارنوالۍ دفتر وویل، د جون په ۷مه تر غرمې وروسته لا هم ژغورونکي د هغو شپږو کسانو مړي لټوي، چې ګومان کېږي د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې ګېر پاتې وي.

د سیمې ښاروال ایهور تېرېکوف د ځایي وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې اعلان وکړ، چې خارکیف یو ځل بیا د روسیې د هدایت شویو هوايي بمونو لاندې راغلی.

د خارکیف والي، اولې سنېی‌هوبوف، وویل، چې روسیې څلور KAB ډوله بمونه پر ښار توغولي، چې د ښار شېفچېنکیفسکي او کیف‌سکي ولسوالۍ یې په نښه کړي دي.

یو بم د ماشومانو پر اورګاډي لګېدلی، چې دغه ځای د کورنیو لپاره یو مشهور تفریحي مرکز ګڼل کېږي.

په دې برید کې یوه ۳۰ کلنه ښځه وژل شوې او ۱۹ کسان نور ټپیان شوي، چې د هغوی له ډلې درې تنه په نازک وضعیت کې دي.

له ټپیانو څخه لس تنه روغتون ته انتقال شوي دي.

د اوکراین د اورګاډي ملي شرکت رییس اولېکساندر پېرڅووسکي تایید کړه، چې وژل شوې ښځه د دوی کارکوونکې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې د شرکت څلور نور کارکوونکي هم په دې برید کې ټپیان شوي دي.

اډمز: طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د امریکا استخباراتي اداره تېروتنې ته سوق کړې ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱

د متحده‌ایالاتونو د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوه تازه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی، چې طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د امریکا استخباراتي اداره په افغانستان کې په تېروتنو کې ښکېل کړې ده.

هغې ویلي، چې د القاعدې اصلي مشر حمزه بن لادن اوس هم ژوندی دی او له افغانستانه عملیات ترسره کوي، خو استخباراتي ټولنه په دې اړه معلومات نه لري.

ساره اډمز د امریکا د استخباراتي ادارې اوسني وضعیت ته په کتو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، «استخباراتي ټولنه اوس نه پوهېږي چې د داعش او القاعده مشر څوک دی.»

هغې دغه راز زیاته کړه: «په افغانستان کې د القاعدې اصلي مشر حمزه بن لادن ژوندی دی او د طالبانو د ملاتړو په مرسته له دې سیمې عملیات کوي.»

د هغې په خبره، «په ۲۰۱۹ کال کې موږ ته ویل شوي و چې حمزه بن لادن مړ شوی دی، خو دا یو دروغ و چې د ډاکټر اېمن الظواهري له خوا خپاره شوي و. حمزه اوس پټ دی، خو چمتو دی چې د بن لادن کورنۍ دویم او درېیم نسلونه نور هم وژونکي کړي.»

اډمز په طالبانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د استخباراتي ټولنې ستراتیژیک ګواښونه پټ کړي او د امریکا استخباراتي ټولنې ته یې اجازه ورکړې چې دوښمن د دوی پر وړاندې خپلې غولوونکې کمپاینونه پیاوړې کړي.

هغې په دې اړه وویل: «که څو ملکي وګړي چې په تښتېدلې الوتکه کې و، وکولای شول د برید مخنیوی وکړي، نو د استخباراتي ټولنې لپاره به ستونزمنه نه وي چې له خپلو پراخو سرچینو او معلوماتو په کار اخیستو سره د ترهګرۍ مخه ونیسي.»

د لیکنې په دوام کې سارا اډمز د استخباراتي ټولنې پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې او ویې ویل، چې اوس مهال استخباراتي ټولنه نه پوهېږي چې د داعش او القاعدې مشر څوک دی.

هغې په ځانګړي ډول وویل، چې په داعش کې ابو حفص الهاشمي القرشي د ډلې پنځم امیر او د داعش اصلي مشر دی، چې اوس په سوریه کې فعالیت کوي، خو امریکايي برخې لا هم شېخ عبدالقادر مومن د ډلې مخ په توګه معرفي کوي.

اډمز د امریکا د استخباراتي ټولنې کارکوونکو ته خبرداری ورکړ: «تاریخ ګوري، ستاسو همکاران ګوري او تر ټولو مهم امریکایي خلک ګوري. اوس د سمې لارې نیولو وخت دی.»

هغې عامو خلکو ته هم یادونه وکړه ،چې که استخباراتي ټولنه د خپلو دندو په ترسره کولو کې پاتې راشي، د خپلو کورنیو او ټولنو ساتنه به د خلکو په غاړه پاتې شي.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دغه هېواد امنیتي او استخباراتي وضعیت په نړۍواله کچه په جدي توګه له پوښتنو سره مخ شوې ده.

د طالبانو او القاعدې اړیکې لا هم د نړۍ د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ده، ځکه چې د القاعدې ځیني مشران په ځانګړي ډول د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي په افغانستان کې پټ پاتې دي او له دې ځایه د نړۍوالو ترهګریزو کړنو پلان جوړوي.

سره له دې چې امریکا او متحدینو څو ځلې ادعا کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به پر دوامداره او هوښیارانه توګه پرمخ یوسي، خو اوسمهال د استخباراتي ټولنې ځینې نیمګړتیاوې او دوښمنانو د غولوونکو تګلارو د دې مبارزې پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د دې وضعیت په رڼا کې استخباراتي شنونکي او د ملي امنیت کارپوهان د خپلو خبرداريو په ترڅ کې د ګواښ د کچې د زیاتوالي یادونه کوي.

ایران او طالبانو د امریکا د سفر بندیز "نسلي تعصب" بللی دی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د شنبې په ورځ د امریکا له لوري د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز وغندلو او دا یې د "نسلي تعصب" څرګندونه وبلله. ورته مهال ایران هم دغه بندیزونه غندلي دي.

د متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې د یوه اسراییل پلوه لاریون پر مهال له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د منځني ختیځ، افریقا او ځینو اسلامي هېوادونو اتباعو ته د سفر محدودیتونه بیا راژوندي شول.

د راپورونو له مخې، دا بندیز د جون په ۹مه پلي کېږي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د لوی اختر د خطبې پر مهال په کندهار کې دغه بندیز وغانده. هغه وویل چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ظلم کړی، بلکې اوس په فلسطین کې هم د اسراییل له لوري د مسلمانانو د وژنې ملاتړ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، اخوندزاده د کندهار ښار په عیدګاه کې زرګونو کسانو ته اختریزه وینا وکړه او د فلسطین لپاره یې د اوربند د پرېکړه لیک پر ویټو باندې نیوکه وکړه.

اخوندزاده وویل: «څوارلسو هېوادونو د فلسطین د اوربند د پرېکړه لیک ملاتړ کړی، خو ظالمه امریکا چې افغانستان کې یې هم ظلمونه کړي، اوس په فلسطین کې هم اسراییل ته اوږه ورکړې.»

هغه زیاته کړه: «امریکا د مسلمانانو قاتله ده، که امریکا نه وي، نو اسراییل دومره زور نه لري.»

د طالبانو مشر همداراز وویل، چې د اپیمو کر د بندیز پرېکړه یې د اسلامي شریعت له مخې کړې، نه د نړۍوالو امتیازاتو لپاره.

ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایرانیانو د چارو عمومي رییس علیرضا هاشمي‌رجا وویل: «دا پرېکړه د امریکایي پالیسي جوړوونکو تر منځ د یوه متعصب او نسلي ذهنيت څرګندونه کوي.»

نوموړي زیاته کړه: »دا بندیز د ایرانیانو او مسلمانانو پر وړاندې د ژورې دوښمنۍ څرګندونه کوي او د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.»

یاد بندیز له ایران پرته د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع هم اغېزمنوي. اوو نورو هېوادونو ته هم د محدود سفر اجازه ورکړل شوې.

بلاول بوټو: هند د ثبات نه، بلکې د بې ثباتۍ سرچینه ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، چې په هند کې افراطیت نوې بڼه خپله کړې او د دې هېواد اقلیتونو په ځانګړې توګه مسلمانانو ته جدي ګواښ دی. د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو له ۹ کسیزه لوړپوړي پارلماني پلاوي سره امریکا ته تللی.

د جیونیوز د خبر له مخي، د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) ویلي، چې د هند پنځه ورځنۍ جګړه د دغه هېواد امنیت چمتو کوونکي په نوم د ځان ښودلو جعلي څېره له منځه يوړه او دا یې وښوده، چې هند د سوېلي اسیا او نړۍوالې ټولنې لپاره د بې ثباتۍ سرچینه ده.

هغه په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د څو ګوندونو پلاوي په ویاړ په امریکا کې د پاکستان د سفیر رضوان سعید په کوربتوب په جوړه شوې غرمنۍ کې زياته کړه: «د هند اقداماتو په سیمه کې د وسلوالې نښتې کچه په خطرناک ډول راټیټه کړې ده. هغوی جګړه د يوې دروغنجې پلمې پر بنسټ پيل کړه؛ خو ان هغه جګړه یې هم ونه ګټله.»

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو له ۹ کسیزه لوړپوړي پارلماني پلاوي سره امریکا ته تللی.

هغه غواړي د هند سره د وروستۍ پوځي نښتې په اړه د پاکستان دريځ وړاندې او په نړۍواله کچه د هند دريځ چلنج کړي.

په دې پاکستاني پلاوي کې حنا رباني کهر، ډاکټر مصدق ملک، خُرم دستګيرخان، جلیل عباس جېلاني، تعیمینه جنجوعه، بُشرا انجم بټ او سېد فیصل سبزواري شامل دي.

دوی په امریکا کې له بېلابېلو قانون جوړونکو سره لیدلي او د امریکا د کانګرس له غړو سره یې هم ناستې کړي، تر څو د نوي ډیلي له خوا پر اسلام اباد د پاروونکو کړنو او تېري ته نړۍوال پام واړوي.

بوټو ویلي: «هند له اوږدې مودې راهيسي ځان لوېديځ په ځانګړي ډول امریکا ته د یو ثبات راوستونکي ځواک په توګه ښودلی؛ څو بهرنی ملاتړ، مالي مرسته او دفاعي تړونونه توجیه کړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د هند او پاکستان ترمنځ سوله‌ییز او باثباته اړیکې د جنوبي اسیا د امنیت یوازینۍ عملي لاره ده.

نوموړي د ناسمو معلوماتو خپرول د هند یو دوامداره تاکتیک وباله او د شخړې پرمهال یې د هندي رسنیو له خوا د جعلي خبرونو خپرول وغندل.

بوټو دا هم وویل، چې تر اوسه هند د جمو و کشمیر د پېښې په اړه هېڅ کره معلومات نه دي شریک کړي او معلومه هم نه ده، چې دغه تورن ترهګر څوک وو.

بلاول بوټو زياته کړې، چې هند تراوسه هم دا نه مني، چې څو الوتکې یې ویجاړي شوي او لا هم په غلطو معلوماتو تکیه کوي.