کولمبیا کې د ولسمشرۍ احتمالي نوماند په ډزو وویشتل شو

میګویل اوریب توربي کولمبیایي سناتور او د دغه هیواد د ۲۰۲۶کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي ښي اړخی نوماند په بوګوټا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د شا لخوا درې مرمۍ په ډزو ویشتل شوی.

میګویل اوریب توربي کولمبیایي سناتور او د دغه هیواد د ۲۰۲۶کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي ښي اړخی نوماند په بوګوټا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د شا لخوا درې مرمۍ په ډزو ویشتل شوی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، میګویل اوریب توربي اوس د روغتون په بېړنۍ څانګه کې په جدي حالت کې تر درملنې لاندې دی.
په راپور کې راغلي، چې د کولمبیا اپوزیسیون محافظه کار ډیموکراJیک ګوند په یوې خبرپاڼه کې د غندنې ترڅنګ دا برید ډیر جدي بللی، خو د ښاغلي اوریب د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه ندي ویلي.
بلخوا د اوریب توربي مېرمن ماریا کلاوډیا تارازونا د خپل خاوند د اېکس خواله رسنۍ په حساب لیکلي: « خاوند مې د خپل ژوند لپاره مبارزه کوي». د کولمبیا د دفاع وزیر پیدرو سانچز رسنیو ته وویل، چې د پېښې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی او څېړنې روانې دي، ترڅو دا معلومه کړي چې په یاده پېښه کې نور څوک لاس لري.

ازبکستان د اختر په مناسبت له طالبانو سره د خوراکي توکو په ګډون «۱۸۳زره ټنه بشري» مرسته کړې ده. د طالبانو تر ادارې لاندې د بلخ ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې دا مرستې شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) په حیرتانو بندر کې کې د ازبکستاني چارواکو له لوري طالبانو ته سپارل شوې دي.
د مرستو د سپارلو په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله اله اېرګاشیف او د یاد هېواد د یو شمېر نورو چارواکو تر څنګ په بلخ کې د طالبانو د والي مرستیال نور الهادي هم ګډون درلود.
په ترمز ښار کې د ازبکستان سرحدي چارواکو رسنیو ته وویل، چې دا مرستې یې د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه بلخ ته استولي دي. په دې بشري مرستو کې اوړه، وریجې، بوره، پاستا، غوړي، لوبیا او یوشمیر نور خواږه شامل دي.
تر دې پخوا ازبکستان د تېر کوچني اختر او نوروز په مناسبتونو کې هم له افغانستان سره د شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي موادو مرستې کړې وې.

د مخکني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته امریکا ته یو لېږدول شوی افغان سرتېری د یاد هېواد د کډوالۍ فدرالي مامورینو لخوا د ټکزاس ایالت د هیوسټن ښار په یوه سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.
د هغه وکیل وایي، دغه کس د پناه غوښتنې له ملاتړ څخه بې برخې شوی او کورنۍ یې هم د اېستلو له ګواښ سره مخ ده.
د دغه پخواني افغان سرتېري وکیل علي ذکریا ویلي، موکل یې اته ماشومان لري چې دوه یې په تېرو څلورو کلونو کې په امریکا کې زېږېدلي دي. نوموړي د موکل د نوم له افشا کولو ډډه کړې، ځکه د امنیتي لاملونو له کبله دا کار خوندي نه ګڼي.
وکیل وايي، دا افغان سرتېری د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې، هغه مهال چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د امریکا د پوځ لخوا دې هېواد ته لېږدولشوی. د امریکا ځینو ځایي رسنیو د دغه وکیل له قوله راپور ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکی په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او افغان سرتېري د یوه ګډ پوځي مرکز ساتونکی و.
ویل شوي چې نوموړی افغان شاوخوا یوه میاشت وړاندې نیول شوی دی. وکیل یې زکریا زیاتوي: «نوموړی هېڅ ډول جرمي مخینه نه لري. پر هغه هیڅ تور نه دی لګېدلی او تر دې مخکې هېڅکله هم په امریکا کې نه و نیول شوی».
د وکیل په وینا، موکل یې د امریکا د حکومت له خوا د ځانګړي «پرول» نومې پروګرام له مخې دې هېواد ته وړل شوی، چې د کډوالۍ لپاره ټاکلي شرایط یې هم پوره کړي. د هغه د پناه غوښتنې قانوني وضعیت تر روان کال پورې هم نافذ دی، خو د امریکا د سرحدي پولیسو یو افسر ورته ویلي: «موږ ټول اسناد لغوه کړي او ته نور قانوني حالت نه لرې».
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرول په نوم هغه موقتي مهاجرتي پروګرام لغوه کړی، چې پر بنسټ یې ځینو پناه غوښتونکو ته د لنډ مهالي پاتې کېدو اجازه ورکول کېده. د امریکا د کورني امنیت وزیرې په می میاشت کې اعلان وکړ چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د لنډ مهالي خوندي وضعیت موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای تر ۱۴مې پای ته ورسېږي.
د وکیل په وینا، دا یوازې د هغه موکل ستونزه نه ده، بلکې لږ تر لږه زر افغانان په په هیوسټن ښار کې او شاوخوا ۲۰ زره تنه په ټوله امریکا کې اوس هم د پناه غوښتنې په حالت کې دي. دا ټول هغه کسان دي چې د تېرو دوو لسیزو جګړې پر مهال یې له امریکایي پوځ سره مرسته کړې او وروسته امریکا ته وړل شوي دي.
وکیل یې ټینګار کوي، دا پخوانی سرتېری او ورته نور افغانان په ناقانونه توګه امریکا ته نه دي ورغلي، بلکې د امریکایي چارواکو له خوا لېږدول شوي او باید نیولو تر څنګ یې له اېستلو څخه هم ډډه وشي.

د ایران استخباراتي ادارې ادعا کړې. چې د اسراییل د حساسو اټومي اسنادو یوه لویه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ترلاسه شویو اسنادو کې ځینې یې د اسراییل د اټومي پلانونو او تاسیساتو پورې اړه لري.
د ایرانی یو شمېر دولتي رسنیو د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې که څه هم د اسنادو د ترلاسه کولو عملیات څه موده وړاندې ترسره شوي، خو د موادو ډیروالي او په خوندي ډول لېږد یې اړتیا درلوده چې پټ پاتې شي، تر څو خوندو سیمو ته یې رسېدل ډاډمن شي.
له دغه موضوع سره بلدو سرچینو وویل: «دا اسناد دومره په پراخه کچه دي چې د انځورونو او وېډیوګانو بیا لیدل به یې د پام وړ وخت ونیسي».
اسراییل لا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي او دا روښانه هم نه ده چې ایا دا اسناد تېر کال د یاد هېواد د اټومي څېړنیز مرکز د هېک کېدو مساله سره څه تړاو لري که نه، چې تهران یې اوس د خپل اټومي پروګرام په اړه د زیاتېدونکي کړکېچ پر مهال افشا کول غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا د خزانې وزارت له لورې د سوداګرۍ او بانکدارۍ په برخو کې د دغه هېواد د همکارۍ په پلمه د یو شمېر ایراني او غېر ایراني کسانو پر وړاندې بندیزونه غندلي.
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا تر منځ د اټومي تړون د بیا پیل خبرو وضعیت لا هم ناڅرګند دی، متحده ایالتو د ایران پر ضد تازه بندیزونه لګولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د دغه هېواد د خلکو په وړاندې فشار راوستل دي.
نوموړي زياته کړې، چې دا کړنه د غېر انساني او ناکامې پاليسۍ په چوکاټ کې تر سره شوې.
هغه زياته کړې: «دا نه یوازې غېرقانوني او د نړۍوالو قانوني اصولو او معیارونو څخه سرغړونه ده، بلکي د ایران د خلکو په وړاندې د امریکا د واکمن رژیم د ژورې او دوامداره دوښمنۍ نور ثبوتونه دي.»
بقايي تينګار کړي، چې دغه بندیزونه د هر ایراني وګړي په وړاندې د فشار د زیاتولو او د دوی د اساسي بشري حقونو څخه د محرومولو په موخه جوړ او پلي شوي دي.
نوموړي ويلي، ایراني وګړي به د خپلو مشروع حقونو او ملي ګټو د دفاع لپاره د امریکا پروړاندي درېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د خزانې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیزونه پر ۱۰ افرادو او ۲۷ شرکتونو لګول شوي دي.
یاد بندیزونه نه یوازې د ایران شرکتونه په نښه کوي، بلکې ځیني شرکتونه چې په متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ کې فعالیت لري هم ترې اغېزمن شوي دي.
دغه بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي له تهران سره نوی اټومي تړون ترلاسه کړي.

د جرمونو نړۍوالې ادارې په اروپا، امریکا او سوېلي امریکا کې ۲۰ کسان د ماشومانو د جنسي تېري د انځورونو د خپرولو په تور نیولي دي. انټرپول ویلي، ښايي دا شبکه اسیا او ارام سمندر سیمې ته هم پراخه شوې وي.
د جرمونو نړۍوالې ادارې یا انټرپول د خبرپانې له مخي، دغه نيونې په ۱۲ هېوادونو کې شوي چې د پولې هاخوا د یوې پلټنې پایله وه.
په دې څېړنه کې پلټونکو په انټرنيټ کې غېرقانوني مواد تعقیب کړل او هغه خلک یې وپېژندل، چې دا مواد یې لیدلي یا ډانلوډ کړي وو.
شکمن کسان د ارجنټاین، بولیویا، برازیل، بلغاریا، کوسټاریکا، اېل سلواډور، هاندوراس، ایټالیا، پاراګوای، پرتګال، هسپانیا او امریکا هېوادونو څخه دي.
انټرپول او هسپانوي پولیسو ویلي، چې د پلټنو له امله د امریکا، اسیا، اروپا او اوقیانوسیې سیمو په ۲۸ هېوادونو کې د ۶۸ نورو شکمنو کسانو پېژندنه هم وشوه.
د دې شبکې په اړه څېړنې تېر کال په هسپانیه کې پیل شوې.
د دې هېواد پولیسو د خپلو څېړنو پایلې د جمعې په ورځ خپرې کړې او په یوه خبرپاڼه کې يې وویل، چې د دې شبکې تر څار لاندې ځانګړې د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د تولید او خپرولو لپاره جوړې شوې وې.
سوېل ښار چې د هسپانيا په سوېلي برخه کې پروت دی، پولیسو یو ښوونکی د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د درلودلو په تور نیولی، چې د غېرقانوني انځورونو د خپراوي د څو چټ ګروپونو غړی و او دغه انځورونه یې خپرول.
په بارسلونا کې پولیسو یو روغتیایی کارکوونکی نیولی، چې د ماشومانو سره یې کار کاوه.
پولیسو ويلي، چې دا شکمن کس په ختیځه اروپا کې ماشومانو ته د جنسي عکسونو د اخیستو په بدل کې پيسې ورکړي دي.
په لاتینې امریکا کې هم پولیسو په پانامه کې یو ښوونکی او د سیمې په مختلفو هېوادونو کې ۱۲ نور کسان نیولي دي.