‏د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران ته ولاړ

په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي همکارۍ د پراختیا په موخه ایران ته تللی دی.

خو په خپله د طالبانو عامې روغتیا وزارت لاتراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.