روسیه په ایران کې اته اټومي بټۍ جوړوي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو د کمیسیون وایي، د روسیې او ایران ترمنځ د یو نوي تړون له مخې مسکو په ایران کې اته اټومي بټۍ جوړوي، چې څلور به یې په بوشهر ولایت کې وي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو د کمیسیون وایي، د روسیې او ایران ترمنځ د یو نوي تړون له مخې مسکو په ایران کې اته اټومي بټۍ جوړوي، چې څلور به یې په بوشهر ولایت کې وي.
د یاد کمیسیون ویاند ابراهیم رضایي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د یاد کمیسیون د غړو له خوا د تهران د ریاکتور او راډیودارو د تولید مرکز له لیدنې وروسته وکړې.
هغه وویل، چې غړو د اتومی انرژۍ سازمان د فعالیتونو او پرمختګونو وضعیت له نږدې وکوت او د نویو اقداماتو په اړه یې مفصل معلومات ترلاسه کړل.
ایرنا اژانس وايي، د اټومي انرژۍ سازمان مشر د خپلو فعالیتونو او پلانونو راپور وړاندې کړ او د بوشهر د اټومي بټیو د دویم او درېیم واحد د جوړېدو په اړه یې وویل چې دا دواړه واحدونه یوازې د ایراني شرکتونو له خوا جوړ شوي دي.
رضایي زیاته کړه چې د دغه سازمان د مشر له قوله، د روسیې سره په لاسلیک شوي تړون کې راغلي چې مسکو به په ایران کې اته اټومي بټۍ جوړوي، چې څلور به یې په بوشهر کې وي.

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي، روسیې تېره شپه له جګړې راهیسې د بېپیلوټه الوتکو تر ټولو ستربرید کړی، چې هدف یې د دغه هیواد په لویدیځ کې یو مهم پوځي هوايي ډګر و. کیېف وايي، ۲۷۷ ډرونونه د هوايي دفاع له خوا ویشتل شوي او ۱۷۸ د الکترونیکي جګړې له لارې شنډ شوي.
دا برید داسې مهال دی چې اوکراین د جون په لومړیو کې د روسیې پر ستراتیژیکو هوايي اډو بریدونه وکړل او څو بمغورځوونکې الوتکې یې له منځه یووړې.
د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې تېره شپه پر اوکراین د بېساري هوایي برید په ترڅ کې له ۴۹۹ زیات توغندي او ډرونونه توغولي، خو د اوکراین جنګي الوتکو او هوايي دفاعي ځواکونو تر ۹۶ سلنه زیات شنډ کړي دي.
اوکراین وايي، چې۲۷۷ ډرونونه د هوايي دفاع له خوا ویشتل شوي او ۱۷۸ د الکترونیکي جګړې له لارې شنډ شوي.
دغه راز اوکراین وايي، څلوواړه بالیستیک توغندي، لس کروز توغندي، درې بیړۍ ویشتونکي او څو نور توغندي شنډ شوي دي.
د هوايي ځواک ویاند یوري ایهنات اوکرایني ټلوېزیون ته وویل، « د برید اصلی هدف یو فعال هوايي ډګر و، ځینې هدفونه لګېدلي دي».
د رویټرز د رپوټ له مخې، سیمهییز چارواکي وایي، برید د ډوبنو ښار پر هوايي ډګر شوی، چې د پولنډ له پولې شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې دی.
د پولنډ وسلهوالو ځواکونو ویلي، چې د دوشنبې پر سهار د دوی او د ناټو د متحدانو الوتکې فعاله شوې، چې د پولنډ فضایي امنیت خوندي کړي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دا د اوکراین د روانو بریدونو په ځواب کې ترسره کېږي.
وزارت ادعا کوي، چې "ټول ټاکل شوي هدفونه" یې له منځه وړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د پاکستان دا غوښتنه رد کړې چې د ترهګرۍ ضد څلورو مهمو کمیټو مشري ور وسپاري. ټایمز اف انډیا وايي، پاکستان ته یوازې د ۱۹۸۸ د طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري ورکړل شوې او د ۱۳۷۳ ترهګرۍ ضد کمیټې یوازې نایب مشري ورکړل شوې ده، چې یو تشریفاتي مقام ګڼل کېږي.
پاکستان، چې اوس د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، غوښتنه کړې وه چې د ۱۲۶۷ بندیزونو کمیټې، ۱۵۴۰ (د وسلو نه خپرېدو) بندیزونو کمیټې، ۱۹۸۸ د طالبانو کمیټې او ۱۳۷۳ د ترهګرۍ ضد کمیټې مشري ورکړل شي. خو د شورا دننه د اجماع نشتوالي له امله دغه غوښتنې رد شوې او یوازې د طالبانو کمیټې مشري ورکړل شوې ده.
یوه چارواکي ټایمز اف انډیا ته ویلي، چې د پاکستان دغو غوښتنو د کمیټو د ویش بهیر شاوخوا پنځه میاشتې وځنډاوه، حال دا چې دا بهیر باید د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ بشپړ شوی وای.
یاد چارواکی زیاتوي چې د امنیت شورا دایمي غړي (چین، فرانسه، روسیه، برېتانیا او امریکا) غواړي د کمیټو مشري نورو غړو ته پرېږدي، ځکه پرېکړې باید د اجماع له لارې وشي.
یاده هندۍ رسنۍ وايي، پاکستان ته د طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري ورکړل شوې، خو د هند لپاره دا ډاډمنه ده چې په دې کمیټه کې د روسیې او ګیانا حضور شته، چې «د هند متحدین» بلل کېږي.
هندي چارواکي وایي، دوی به له خپلو دوستو هېوادونو سره په شورا کې نږدې کار ته دوام ورکړي.

یوې نوې څېړنې په امریکا کې د خپګان لوړه کچه لرونکې دندې څرګندې کړې دي او ښایي دا د هغو کسانو لپاره خورا مهم وي، چې د کار په لټه کې دي. دغه کسان باید دا وڅېړي، چې کومې دندې د دوی پر رواني روغتیا اغېز کولای شي.
د انډپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه نوې څېړنه چې تېره ورځ خپره شوې، د مسلکونو او خپګان د کچې تر منځ اړیکو ته کتنه کوي چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله پورې د ۳۷ ایالتونو څخه د ۵۳۶۲۷۹ کارکوونکو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده.
د معلوماتو له مخې؛ د نیم مېلیون امریکایي کارکوونکو له ډلې ۸۰ زره او ۳۱۹ کسانو منلې، چې دوی د خپل ژوند په یوه مرحله کې په خپګان اخته شوي دي.
موندنې ښيي، چې ښځې دوه چنده زیات د نارینهو پرتلهپر خپګان اخته شوې دي.
کله چې د دغې څېړنې پایلې پر بېلابېلو برخو ووېشل شوې، دا په ډاګه شوه چې د ټولنیزو خدمتونو کارکوونکي تر ټولو لوړه یعنې ۲۰.۵ سلنه کسان په خپګان اخته شوي دي.
دویم ځایګی د خوراکي توکو د چمتو کولو او خدمتونو وړاندې کولو اړوندو دندو ته ورکړل شوی، چې خپګان پکې ۲۰.۱ سلنه ښودل شوی دی.

د اسراییل سمندري ځواکونو د دغه هېواد سواحلو ته نږدې غزې ته په مرستو بار کښتۍ 'مادیلین' نیولې او په کښتۍ کې سپاره کسان هم نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ د کښتۍ له نیولو وروسته د اسراییل پوځ له ټولو سپرو کسانو څخه وغوښتل، چې خپل ټیلیفونونه بند کړي چې له دې سره له دغې کښتۍ سره هرډول اړیکې پرې شوې.
له بلې خوا د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د دغه کښتۍ د نیولو خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه کښتۍ د اسراییل د اشدود بندر ته لېږدول شوې ده.
په دغه کښتۍ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۲ کسان سپاره وو، چې په کې د چاپېریال ساتنې نوم وتې فعاله ګریټا ټنبرګ او د اروپايي پارلمان غړې ریما حسن هم شامله وه.
له بل پلوه د فلسطین د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز د مادیلین کښتۍ انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي: «د مادیلین سفر ښایي پای ته رسېدلی وي؛ خو ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو سفر بندیز فرمان نن دوشنبه (د جون میاشتې ۹مه) عملي کېږي.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې د دغه اقدام موخه یې له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي ساتل دي.
د افغان وګړو د سفر بندیز لامل دا ښوول شوی، چې د طالبانو ډله د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو (SDGTs) په نوملړ کې شامله ده.
په دغه ۱۲ هېوادونو کې افغانستان، ایران، میانمار، چاد، کانګو، ګینه، اریتریا، هایټي، لیبا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.
د ټرمپ دغه فرمان زرګونه هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې امریکا ته یې د تګ تکل لاره.
له دې ډلې ګڼ افغانان په پاکستان کې له ناروښانه برخلیک او د پولیسو لهخوا د نیونې او له دغه هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د طالبانو لهخوا د خپلسرې نیونې، ځورونې، او وژنې له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د (غبرګولي په ۱۵مه) د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه ولګول.
ټرمپ تر دې وړاندې (د جنورۍ په ۲۰مه) هم په خپل یوه فرمان کې د کډوالۍ پروګرامونه ځنډولي وو.
