• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوریې له ۱۲ کلنې وقفې وروسته خپله لومړنۍ الوتنه له دمشق نه استانبول ته ترسره کړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د ترکیې دولت اړوند اناډولو خبري اژانس راپور ورکوي، چې سوریې له ۱۲ کلنې وقفې وروسته خپله لومړنۍ الوتنه له دمشق نه استانبول ته ترسره کړ. د راپور له مخې، د دمشق - استانبول الوتنې چې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته درول شوې وې، له ۱۲ کلنې وقفې وروسته بیا پيل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو جګړو وروسته سوریه د بیا رغونې او پراختیا په لور روانه ده او د امریکا په ګډون یې له ډېر شمېر هېوادونو سره اړیکې هم جوړې کړې دي.
څو ورځې وړاندې نړۍوال بانک هم اعلان وکړ، چې سعودي عربستان او قطر د سوریې پاتې پورونه چې شاوخوا ۱۵.۵ میلیون ډالر وو، ادا کړي دي.
له دې سره، نړۍوال بانک غواړي چې له ۱۴ کلنې وقفې وروسته په سوریه کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د اوکراین ۱۰۲ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د روسیې دفاع وزارت وایي، چې د هوایي دفاع سیسټمونو یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه وزارت زیاته کړې، چې له دغه الوتکو څخه ۴۶په بریانسک سیمه کې، ۲۰یې په بلګورډ کې، ۹ یې په ورونیز او کریمیا کې، ۴یې په کالوګا او تاتارستان کې، ۳ یې په مسکو کې، ۲ یې په لېننګراد او یوه یې په سمولېنسک سیمه کې په نښه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د کالوګا سیمې والي ولادیسلاو شپشا رسنیو ته ویلي، چې یوازې د دغې سیمې په اسمان کې څلور اوکراینۍ الوتکې وېشتل شوې او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اوکراین حکومتي چارواکو تر اوسه د روسیې د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا د هارورډ پوهنتون زده‌کړیالانو لپاره د ویزو د ورکړې لړۍ بیا پیل کړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۱

له هغه وروسته چې د امریکا یوه قاضي د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د هارورډ پوهنتون د بهرنیو زده‌کړیالانو لپاره د ویزو بندولو پرېکړه وځنډوله، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ویزو د ورکړې لړۍ یو وار بیا پیل کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هېواد ډیپلوماتیکو ماموریتونو ته امر کړی، چې د هارورډ پوهنتون زده‌کړیالانو ته دې د ویزو د ورکړې لړۍ بیا له سره پیل کړي.

په راپور کې راغلي، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اونۍ په بوسټن ښار کې یوه فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې بهرني زده‌کړیالان پوهنتون ته د ننوتلو منع شوي وو، د لنډمهال لپاره وځنډاوه.

ټرمپ د ملي امنیت اندېښنو له امله په هارورډ پوهنتون کې د نړۍوالو زده‌کړیالانو پر زده‌کړو بندیز لګولی و.

د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد لاریونونه ډالاس او اسټین ښارونو ته وغځېدل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ سیاستونو سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۱۹مه) لسګونه خلک په ډالاس کې د «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه سره راټول شوي وو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دارنګه په اسټین ښار کې هم سلګونه لاریون کوونکي سړکونو ته راوتي وو او په لاس انجلس کې یې له لاریونوالو سره د پیوستون اعلان وکړ.

دغو لاریونوالو د ټرمپ ادارې له‌خوا د ناقانونه کډوالو په وړاندې د ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

که څه هم په ډالاس او اسټین کې لاریونونه سوله‌ییز بلل شوي؛ خو په نورو ښارونو کې بیا دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستيال په مشرۍ يو پلاوی روسیې ته ولاړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۱ GMT+۱

د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال سخاء الله سعيد په مشرۍ یو دوه کسيز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون کازان ښار ته په رسمي سفر ولاړ.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ښاغلی سعيد به په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه وينا وکړي او نړۍواله ټولنه به وهڅوي چې د افغانستان د ښوونیز نظام په پراختيا کې خپل رول ولوبوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره هم ناستې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزه همکاريو په اړه خبرې وکړي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه پلاوي کوم تصویر نه دی خپور کړی.

غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو. دغه شمېره په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره لوړه شوه.

په دغه برید کې د نوموړي ترڅنګ درې روغتیایي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د دغه خبریال نوم مومن محمد ابو العوف و.

د دغه دفتر له‌خوا په یوه بیان کې ویل شوي، چې ابو العوف د بېلابېلو رسنیو سره د عکس اخیستونکي په توګه کار کاوه.

په بیان کې دارنګه د اسراییل له‌خوا په سیستماتیکه توګه د فلسطیني خبریالانو په نښه کول غندل شوي دي.