غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو. دغه شمېره په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره لوړه شوه.

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو. دغه شمېره په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره لوړه شوه.
په دغه برید کې د نوموړي ترڅنګ درې روغتیایي کارکوونکي هم وژل شوي دي.
په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د دغه خبریال نوم مومن محمد ابو العوف و.
د دغه دفتر لهخوا په یوه بیان کې ویل شوي، چې ابو العوف د بېلابېلو رسنیو سره د عکس اخیستونکي په توګه کار کاوه.
په بیان کې دارنګه د اسراییل لهخوا په سیستماتیکه توګه د فلسطیني خبریالانو په نښه کول غندل شوي دي.


د امریکا سترې محکمې منلې، چې د يوه امريکايي پخواني سرتېري ونسټن هېنسلي قضیه اوري. هېنسلي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د يوه قراردادي شرکت د بې غورۍ له امله سخت ټپي شوی دی.
د امریکایي رسنۍ ملېټري ډاټ کام د راپور له مخې؛ په دغه پېښه کې چې د ۲۰۱۶ کال (د نومبر په ۱۲مه) د بګرام په هوايي اډه کې د « ځغاستې ورځ» کې رامنځته شوې وه، یو افغان کارکوونکی احمد نایب چې د (فلور کارپورېشن) شرکت لهخوا ګومارل شوی و؛ ځانمرګی برید وکړ. په برید کې درې امریکایي سرتېري او دوه قراردادي کارکوونکي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
ونسټن هېنسلي چې هغه مهال یو پلي سرتېری و، په دې برید کې سخت ټپي شو؛ هغه په سر ټپي شوی و او د بدن کېڼ اړخ یې له کاره ولوېد.
هغه ادعا کړې، چې فلور شرکت د افغان کارکوونکو څارنه نه وه کړې او هغوی ته یې داسې وسایل ورکړي وو چې د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارېدای شول.
په راپور کې راغلي، د امریکایي ځواکونو لهخوا د شوې څېړنې له مخې؛ نایب دغه چاودېدونکي توکي د هوايي اډې دننه له خپل کار ځای څخه ترلاسه کړي وو. نوموړی په هغه ورځ له اډې څخه د کارکوونکو د وړلو بس څخه پاتې شوی و؛ خو هېچا یې د غیبت په اړه راپور ورنکړ او کله چې هېنسلي هڅه وکړه چې نایب ونیسي؛ هغه خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
د ملېټري ډاټ کام په وینا؛ عدلي څېړنو ښودلې چې فلور شرکت د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلی او که چېرې په هغه ورځ هېنسلي مداخله نه وه کړې؛ نو ښايي د دغې پېښې مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وای.
هېنسلي د امریکایي خلاف دعوه نه ده کړې؛ بلکې په ۲۰۱۹ کال کې یې په سوېلي کارولینا کې د یوې فدرالي محکمې له لارې پر فلور شرکت دعوه کړې ده، خو محکمې ویلي چې د جګړې د فعالیتونو په برخه کې د فدرالي قانون له مخې د دوی صلاحیت محدود دی.
بل خوا دغه شرکت وایي، چې دوی د امریکا پوځ د ملاتړ لپاره فعالیتونه ترسره کړي او همدا فدرالي قانون دی چې دوی له مسوولیت څخه ژغوري.
د هېنسلي وکیلان وايي:« هر خصوصي شرکت باید د خپلو کارکوونکو د بې غورۍ له امله مسوول وګڼل شي او فلور شرکت هم باید د نورو عامو شرکتونو په څېر محکمې ته حاضر شي.»
تر دې مهاله د برید د قربانیانو کورنیو او ۸ نورو ټپیانو لهخوا هم په جلا ډول دعوې ثبت شوې دي؛ خو دغه قضیې تر هغه ځنډول شوې دي، چې د امریکا ستره محکمه د هېنسلي په قضیه کې خپله پرېکړه اعلان کړي.

د امریکا د متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونه به په سپینه ماڼۍ کې دوام ولري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سټارلېنک او ټېسلا شرکتونو د مشر اېلان ماسک او ټرمپ ترمنځ اړیکې پیکه شوې دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د جون ۹مه) زیاته کړې، چې ښايي خپل ټېسلا موټر له سپینې ماڼۍ نه وباسي، خو د سټارلېنک په اړه داسې کومه پرېکړه نهلري او دا یې د یاد شرکت «یو ښه خدمت» بللی دی.
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې ویلي و، چې له اېلان ماسک نه یې د ټېسلا «اېس» موټر اخیستی، خو داسې ویل کېدل چې د دوی تر منځ د وروستیو اختلافاتو له امله ښايي هغه دا موټر پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد موټر د تېرې اوونۍ په پای کې په سپینه ماڼۍ کې لیدل شوی و.
ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي، چې نه غواړي له ماسک سره خپلې اړیکې بېرته جوړې کړي، خو که ماسک ورته زنګ وکړي، ستونزه نه شته.
د ټېسلا کمپنۍ مشر او میلیارډر د ټرمپ څرګندونو ته په اېکس کې د زړه ایموجي په لېږلو سره ځواب ورکړ.

د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګزاده وایي، چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو د حقابې په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو جریان له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.
بزرګزاده له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «افغانستان باید د ۱۳۵۱ کال د معاهدې له مخې ایران ته مشخصه کچه اوبه ورکړي، خو له روان کال راهیسې یوازې ۱۱۹ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته را رسېدلې دي، چې دا د ټاکل شوې برخې له نیمایي هم کمې دې.»
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د ځمکې لاندې اوبو وضعیت هم اندېښمنونکی دی: «په ټول هېواد کې د غیرقانوني استخراج کچه په کال کې ۱۵ تر ۱۷ میلیارد متر مکعبو ته رسېدلې، چې نیمايي یې له ناقانونه څاهګانو او پاتې نیمايي یې له قانوني سرچینو څخه د ټاکلې اندازې څخه زیات استخراجونه دي.»
بزرګزاده وویل، چې د تهران، خراسان رضوي او نورو سترو ولایتونو د اوبو لوړ مصرف حکومت اړ کړی چې په مشهد ښار کې د بیړنیو تدابیرو پلان پلي کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د اوبو د کمورود له امله، د اوړي لوړ مصرف د مهار لپاره موقتي پروګرامونه عملي شوي دي.»
یاد ویاند د هېواد په کچه د اوبو د ناورین د مدیریت لپاره وویل، چې ۴۳ ښارونه د بېړنیو اقداماتو لپاره په لومړیتوب کې ځای لري.
هغه دغه راز وویل، چې د «اووم پراختیايي پروګرام» له مخې، تر ۱۴۰۷ هجري لمریز کال پورې باید د ایران د اوبو کسر ۱۵ میلیارده متر مکعبو ته راکم شي.
بزرګزاده په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د اوبو د غیرقانوني څاه ګانو د بندولو تر څنګ باید د بزګرانو لپاره بدیل معیشت هم برابر شي.
نوموړي وویل، چې د «د اوبو د تولید بازار» طرحه په څو سیمو کې ازمایښت ته وړاندې شوې او د پلان له مخې به د اوبو مدیریت په تدریجي ډول د سیمهيیزو خلکو شوراګانو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وار-وار له طالبانو غوښتي څو د هلمند د اوبو د تړون پر کړو ژمنو دې ودرېږي؛ خو ایراني چارواکي وايي چې دغې ډلې د دغه تړون له عملي کولو ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د هلمند له سیند څخه د اوبو لګولو مسله په وروستیو میاشتو کې د ایران او طالبانو تر منځ تر ټولو توده مسله وه، چې د دواړه خواوو چارواکو څو ځلې په دې اړه سره خبرې اترې کړې دي.
څه موده وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.
خو د سفیر بېکدلي دغو څرګندونو د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، چې د سمون لپاره یې (د سلواغې په ۲۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د سفیر دغه څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د حقابې په مسله کې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نشو».

د امریکا فدرالي څارنوالانو یو روسيالاصله کس تورن کړی، چې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې پیسې یې د بندیزونو لاندې روسي ادارو لپاره سپینولې او له صادراتي مقرراتو سره په مخالفت کې یې محرم ټکنالوژي روسیې ته لېږدولې ده.
۳۸ کلن یوري ګوګنین چې روسي وګړی دی، په نیویارک کې اوسېږي او د "ایویتا انوېسټمنټس" (Evita Investments) او "ایویتا پې" (Evita Pay) په نوم د دوو امریکايي شرکتونو بنسټ ایښی دی.
نوموړی د جون په ۹مه نیویارک کې نیول شوی او د بانکي درغلیو، مالي سپینولو، وېب درغلیو او د توطیې په ګډون له ګڼو حقوقي تورونو سره مخ دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د اسنادو له مخې، ګوګنین له خپلو کریپټو شرکتونو څخه کار اخیسته څو له بهرنیو مشتریانو چې ډېری یې له بندیز لګول شويو روسي بانکونو سره اړیکې لرلې، کریپټو پیسې ترلاسه کړي. هغه دا پیسې د امریکا د بانکونو له لارې ډالرو ته اړولې او له دې لارې یې د برېښنایي وسایلو او نورو توکو لپاره تادیات تنظیم کړي، د پیسو سرچینه او د معاملې اړخونه یې پټ ساتلي.
د امریکا د عدلیې وزارت د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له جون څخه د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې ګوګنین د ایویتا شرکت له لارې شاوخوا ۵۳۰ میلیون ډالره د امریکا له مالي سیستم څخه تېر کړي، چې ډېرې یې د "ټېتر" (Tether) په نوم د کریپټو کرنسۍ بڼه درلوده.
څارنوالان ادعا کوي، چې نوموړي دا پیسې د "روزاتوم" (Rosatom) په نوم د روسیې د دولتي اټومي ټکنالوژۍ کمپنۍ د برخو د پېرلو لپاره کارولې او همداراز یې روسي کاروونکو ته د امریکا صادراتو تر کنټرول لاندې ټکنالوژۍ ترلاسه کړې.
د عدلیې وزارت مرستیال ویلي:«ګوګنین یوه کوچنۍ کریپټو پروژه په داسې پټه شبکه بدله کړې وه چې له لارې یې ککړې پیسې سپینېدلې.»
دا په داسې حال کې ده، چې که ګوګنین مجرم وپېژندل شي نو نوموړی به د هرې بانکي درغلۍ په تور تر ۳۰ کلونو پورې او د هرې وېب درغلۍ په تور تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم شي.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بېپیلوټه الوتکو برید کړی چې دا د شپې لهخوا پر کېیف د مسکو تر ټولو لوی برید بلل کېږي. دا برید داسې مهال کېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرواترو تر اوسه هېڅ پایله نه ده ورکړې.
د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې دوی د دې بېپیلوټه الوتکو تر ۲۷۰ ډېرې لهمنځه وړې دي. اسوشیټېډپرېس د اوکرایني چارواکو په حواله زیاته کړې، چې یوازې ۱۰ بېپیلوټه الوتکې خپلو موخو ته رسېدلي چې په پایله کې یې یو کس ټپي شوی دی.
یاده نړۍواله رسنۍ په خپل راپور کې وايي، چې دا معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
روسیې د اوکراین په ختیځ او شمال ختیځ کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او اوکراین وايي، چې په ځینو سیمو کې وضعیت «ډېر ستونزمن» شوی دی.
که څه هم اوکراین وکړای شول، چې د روسیې په خاوره کې دننه ځینې غچاخیستونکي بریدونه وکړي، خو لا ډېرو بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.
د جګړې د تود ډګر ترڅنګ، روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د جنګي اسیرانو یوه بله ډله تبادله کړې ده.
اوکرایني چارواکي وايي، چې په خوشې شویو کسانو کې ټپي شوي سرتېري او تر ۲۵ کلونو کم عمرلرونکي ځوانان شامل دي.
اوکرایني چارواکو زیاته کړې، چې د بندیانو روغتیايي وضعیت ناوړه دی او کافي خوراکي توکو او روغتیایي پاملرنې ته یې لاسرسی نه درلود.
د جګړې له پیل راهیسې تر۲۰۰ ډېر اوکرایني بندیان د روسیې په زندانونو کې مړه شوي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ د وژلشویو سرتېرو د جسدونو په اړه هم اختلافات شته.
روسیه وايي، چې اوکراین ورته مړي نه دي تسلیم کړي، خو بل خوا اوکراین بیا وايي چې روسیې د مړو بشپړ نوملړ نه دی لېږلی.
ټاکل شوې ده، چې د مړو د تبادلې بهیر به په روانه اوونۍ کې پیل شي.
بلخوا، روسیې ادعا کړې چې لسګونه اوکراینۍ بېپیلوټه الوتکې یې ویشتلي چې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږل شوې وې.
دوه اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکې د مسکو په ختیځ کې د پوځي تجهیزاتو په یوه فابریکه ویشتل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د روسیې په هوايي بریدونو کې تر ۱۲ زرو ډېر اوکرایني ملکيان وژل شوي دي.
روسیه وايي، چې یوازې پوځي اهداف په نښه کوي، خو پر استوګنیزو سیمو بریدونه دوام لري.