• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: ښايي د ټېسلا موټر له سپينۍ ماڼۍ نه لرې کړم، خو د سټارلېنک خدمتونه به دوام ولري

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۵۷ GMT+۱

د امریکا د متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونه به په سپینه ماڼۍ کې دوام ولري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سټارلېنک او ټېسلا شرکتونو د مشر اېلان ماسک او ټرمپ ترمنځ اړیکې پیکه شوې دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د جون ۹مه) زیاته کړې، چې ښايي خپل ټېسلا موټر له سپینې ماڼۍ نه وباسي، خو د سټارلېنک په اړه داسې کومه پرېکړه نه‌لري او دا یې د یاد شرکت «یو ښه خدمت» بللی دی.

د امریکا ولسمشر تر دې مخکې ویلي و، چې له اېلان ماسک نه‌ یې د ټېسلا «اېس» موټر اخیستی، خو داسې ویل کېدل چې د دوی تر منځ د وروستیو اختلافاتو له امله ښايي هغه دا موټر پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې یاد موټر د تېرې اوونۍ په پای کې په سپینه ماڼۍ کې لیدل شوی و.

ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي، چې نه غواړي له ماسک سره خپلې اړیکې بېرته جوړې کړي، خو که ماسک ورته زنګ وکړي، ستونزه نه شته.

د ټېسلا کمپنۍ مشر او میلیارډر د ټرمپ څرګندونو ته په اېکس کې د زړه ایموجي په لېږلو سره ځواب ورکړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د اسراییل ۱۲خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، په دې اقداماتو کې د مهماتو لېږد او عملیاتي پلان جوړونه روانه ده.

تر دې مخکې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و، چې ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو ۴۰ دقیقې ټلیفوني خبرې اترې کړې دي او له دې اړیکې وروسته د اسراییل لومړي وزیر د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وزیرانو او لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون یوه امنیتي غونډه رابللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ورځې وړاندې "کان" خبري شبکې هم راپور ورکړی و، چې اسراییل په وروستیو میاشتو کې د ایران د اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره خپل پوځي چمتووالی په څرګند ډول زیات کړی دی.

اسراییل په ځلونو خبرداری ورکړی و، چې که د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې اترې بې پایلې پاتې شي، نو د ایران پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

طالبان: دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۸۰۰ ډېرې موسسې خپلې چارې مخته وړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي، چې د دغې ډلې له اقتصاد وزارت سره ټولې ۲زره او ۶۰۸ موسسې ثبت او راجستر دي؛ خو له دې ډلې دامهال ۸۲۰ موسسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پروژې لري.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې له دغو موسسو ۲۸۰ یې نړۍوالې او پاتې نورې بیا کورنۍ موسسې دي.

د نوموړي په وینا؛ دغه موسسې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ټولنیز خوندیتوب، پوهنې، روغتیا او بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

هغه زیاته کړې، چې د دغې ډلې د اقتصاد وزارت د دغو موسسو د فعالیتونو منسجمولو او څارنې په برخه کې بیا یوه پراخه تګلاره هم لري.

د ایران ولسشمر: پلټنو ته چمتو یو، خو له اټومي ټکنالوژۍ تېرېدونکي نه یو

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې د «IAEA» لخوا د خپل سوله ییز اټومي پروګرام په اړه ډاډ ورکولو لپاره چمتوالی لري، خو په هیڅ ډول د خپلو اټومي حقونو او لاسته راوړنو څخه نه تېرېږي.

د ایرو اېشیا خبري وېب پاڼې د راپور پر بنسټ، دا څرګندونې پزشکیان په تهران کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په یوه ګډه غونډه کې کړي دي.

مسعود پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د اپرېل میاشتې راهیسې غېر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي، مقابل اړخ په داسې حال کې د بهانو په لټه کې دی چې تهران د سوله ییز اټومي پروګرام ژمنې ثابتې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې د اعتراف سره سم د ایران اټومي پروګرام شفاف دی، د پزشکیان په خبره: «موږ به هیڅ هېواد د پوهې، ساینسي ټیکنالوژیو او لاسته راوړنو څخه محروم نه کړو».

د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې ایران تل د منطقي او پر ځای خبرو اوریدو ته چمتو دی، مګر هیڅکله ځورونو ته غاړه نه ږدي.

ازبکستان طالبانو سره د اړیکو او تعامل لپاره ځانګړې پاملرنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د ایرو اېشیا ویب پاڼې د یوې مقالې له مخې، اوس مهال ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا او تعامل ځانګړې پاملرنه کړې. مقاله کې زیاته شوې، چې د انرژۍ، اقتصاد او امنېتي برخو کې دغه پراخې اړیکې پالل شوي دي.

دغه اړیکې به له ازبکستان سره مرسته وکړي، تر څو نویو بازارونو ته لاسرسی او د سیمې په ثبات کې لازمې همکارۍ رامنځته کړي. د ایرو اېشیا وېب پاڼې د شننې پر بنسټ، د ازبکستان په تاشکند کې د مرکزي اسیا لپاره د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ سفیر جاولون واخابوف دا هڅه «د اتصال له لارې ثبات» ګڼي.

همدا راز ویل شوي،‌ ازبکستان د طالبانو د منزوي کولو پرتله عملي چلند او داسې تګلارې غوره کړې چې بشري ملاتړ او د سیمه ایز امنیت انډول وساتي.

ایرو اېشیا زیاتوي، د ازبکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه د مخه پیل شوې وې.

په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې، د ازبکستان پخواني ولسمشر اسلام کریموف د افغانستان لپاره د «شپږ او دوه» ډلې وړاندیز کړی و، چې موخه یې د خبرو اترو او سیاسي هوکړو له لارې د سولې راوړل وو.

په ۲۰۱۸ کې، ازبکستان د تاشکند کنفرانس کوربه و، چې د طالبانو او د افغانستان مخکني اسلامي جمهوریت تر منځ د بې شرطه سولې خبرو اترو غوښتنه یې کړې وه، خو طالبانو بیا هلته دریځ ونیوه، چې یوازې د امریکا سره خبرې کوي. هم مهاله یادې ډلې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه هم کړې وه.

ایرو اېشیا زیاتوي، په ۲۰۲۲کال کې، تاشکند د افغانستان په اړه د ۳۰ هیوادونو استازو سره د یوه ګډ کنفرانس کوربتوب وکړ. دغه غونډه د نړیوالې ټولنې لپاره د طالب چارواکو سره د خبرو اترو یوه موقعه ګڼل شوې، څو په افغانستان کې د پانګونې تر څنګ د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لخوا د کنګل شویو افغان شتمنیو د خوشې کولو د غوښتنې فرصت برابر کړي.

ازبکستان د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د اوبو او سرحدي سرچینو په تړون کې د دواړو هیوادونو اړیکې لا بنسټیزې کیږي.

په دغه شننه کې راغلي، تاشکند د اوبو د سرچینو په اړه خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې یې له افغانستان سره د اوبو شراکت لپاره یوه ګډه هوکړه هم لاسلیک کړې. همدا راز ازبکستان په افغان خاوره کې د شته ترهګرو ډلو د ګواښ پر وړاندې مبارزه هم کوي.

ایرو اېشیا وایي، چې ازبکستان د اقتصادي فرصتونو د زیاتولو او د ترهګرۍ د مخنیوي سربېره هڅه کوي چې د اوبو د شراکت په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي.

ازبکستان په راتلونکي کې د افغانستان د کليدي کانونو په پراختیا کې هم مهم رول لري.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو سره د تاشکند د تجارت حجم په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۱ میلیارد ډالر ته ورسید، چې تر ډیره یې ازبکستاني صادرات و.

ازبکستان نه یوازې د سوداګرۍ لپاره بلکې افغانستان د سیمه ایز پله په توګه کارول غواړي.

ایران په تېرو اته میاشتو کې «یو میلیون افغان کډوال» اېستلي دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د ایران په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو کمېسیون غړی علي اصغر نخايي راد وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون بې اسناده افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي دي.

د ایرانۍ دیدبان وېب پاڼې د د نوموړي له قوله لیکلي، چې له دغه هېواده د یو میلیون افغان کډوالو اېستل به په ټولیزه توګه احساس نه شي، ځکه دغه کډوال پر قانوني پاسپورټونو یا هم په ناقانونه لارو بېرته ایران ته ورشي.

علي اصغر نخايي راد دا هم وویل، چې د ایران حکومت د ملي کډوالۍ سازمان اړوند قانون یې د ایران پارلمان ته وړاندې کړی دی. د هغه په ​​وينا، د دې لايحې له مخې، په ايران کې د اوسنيو افغان کډوالو نيمايي برخه بايد له یاد هېود واېستل شي.

نوموړي زیاته کړې، هغه افغان کډوالو ته چې اسناد لري د کار کولو جوازونه به هم ورکړل شي، خو که دوی قناعت ونه کړي، نو بیا به واېستل شي.

نخايي راد په خبره: «د قانون له مخې، افغانان حق نه لري چې په ډېری دندو کار وکړي، دوی یوازې د کارګرانو په توګه د کار جوازونه ترلاسه کولی شي».

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني له دې تر مخه اعلان کړی و، چې اسناد لرونکي کډوال په ایران کې د اوسېدو اجازه لري، خو هغه کسان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري له دې هېواد به یې وباسي.

مهاجراني ویلي و، حکومت به حتمي د هغو افغانانو مساله چې اسناد لري له هغو نورو جلا کړي چې هېڅ ډول اسناد نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره ورځ اعلان کړی و چې یوازې د روان کال په مې میاشت کې «۱۵۶۷۵افغان کورنۍ» په زور له ایران څخه افغانستان ته ستنې کړای شوي چې د اپرېل پرتله نږدې دوه برابره دا شمېر زیات دی.

د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا اته میلیونه افغان کډوالو اوسېږي چې له ډلې یې څلور میلیونه د استوګنې قانوني اسناد نه لري او یا یې هم موده پای ته رسېدلې ده.