اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې ۴ تنه غړي چې د بشري حقونو فعالان دي، له دې هېواده شړي

اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې له ۱۲ غړو څخه ۴ تنه چې د بشري حقونو فعالان هم دي، له دې هېواده شړي. دا بېړۍ د بشري مرستو د لېږد لپاره د غزې تړانګې ته روانه وه.

اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې له ۱۲ غړو څخه ۴ تنه چې د بشري حقونو فعالان هم دي، له دې هېواده شړي. دا بېړۍ د بشري مرستو د لېږد لپاره د غزې تړانګې ته روانه وه.
د ترکیې اناډولو خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې ۴ تنه غړي چې یوه یې سویډني فعاله ګرټا تونبرګ هم غزې ته د بشري مرستو په بېړۍ کې وه، تېره شپه اسراييلي پوځ په نړۍوالو اوبو کې نیولې او له خپل هېواده یې شړي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د مادیلین بېړۍ سورلۍ خپلو هېوادونو ته د بېرته ستنېدو لپاره د تل ابیب بن ګوریون هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.
په خبر کې راغلي، هغو اتو فعالانو چې د اېستلو د اسنادونو له لاسلیک کولو سره مخالفت کړی، ټاکل شوې چې محکمې ته معرفي شي او څلور نور فعالان چې ګرټا تونبرګ هم پکې شامله ده، له دغه هېواده وتلي یا د وتلو په حال کې دي.
د اسراییل د بشري حقونو سازمان «عادله» وکیلانو له ۱۱ فعالانو سره لیدلي او ټينګار یې کړی، چې دوی اوس مهال د رمله ښار په ګیوون زندان کې ساتل کېږي او ټاکل شوې، چې نن د کډوالۍ محکمې ته واستول شي.
خپاره شوي انځورونه ښیې، چې الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال د ګرټا تونبرګ لاسونه تر شا تړلي دي، خو د الوتکې دننه یې لاسونه خلاص او په عادي ډول ناسته وه.
د «عداله» سازمان اعلان وکړ، چې فعالانو د هېواد پرېښودو لپاره د اخراج فورمې لاسلیک کړې او د دوی وکیلان وضعیت تعقیبوی.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د ګرټا تونبرګ یو عکس هم خپور کړی، چې د الوتکې د پورته کېدو پرمهال یې لاسونه تړلي ښودل شوي، خو په الوتکه کې دننه په خپله څوکۍ عادې ناسته ده.

په داسې حال کې چې نړۍ لا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او افغانستان هم له بشپړې سیاسي انزوا سره مخ دی، د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې نوی حکومت د یو شمېر لوېدیځو او سیمهییزو هېوادونو له پراخ او تود هرکلي سره مخ شوی دی.
امریکایۍ فارن پالیسۍ مجلې په یوې نوې څېړنیزه مقاله کې چې د سهشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، ویلي چې په چلند کې دغه توپیر د لوېدیځ د بهرني سیاست د معیارونو په تړاو جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
د تحریر شام مشر احمد الشرع چې یو وخت یې له القاعدې سره تړاو درلود، اوس په دمشق کې د یوه هېواد واک په لاس کې لري او د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو په ګډون یې د نړۍ له لوړپوړو چارواکو سره لیدهکاته کړي دي. دې سره جوخت، افغانستان نه یوازې په نړۍواله کچه په انزوا کې دی، بلکې د امریکا د سفر د بندیزونو په وروستي نوملړ کې هم شامل شوی دی.
د فارن پالیسۍ مجلې په څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې د چلند د دغه توپیر دلیل د حکومتونو له فعالیت سره نه، بلکې د لوېدیځ لپاره د هېوادونو د ستراتیژیک اهمیت کچه، د دواړو هېوادونو د مشرانو عمومي تصویر او په لوېدیځ کې د یادو هېوادونو د کډوالو ټولنې د تعامل له ډول سره تړاو لري.
د دغه تحلیل پر بنسټ، د سوریې نويو مشرانو وکړای شول چې خپل انځور بدل کړي او په رسمي جامو او نرم پیغامونو سره راڅرګند شي، په داسې حال کې چې طالبان لاهم د تېرو وختونو غوندې په دودیزه او تړلې بڼه کې دي.
همداراز ویل کېږي، چې د افغان او سوري کډوالو د تعامل ډول په لوېدیځو هېوادونو کې د پالیسيۍجوړوونکو پر ذهنیتونو هم اغېز کړی دی. سوري ټولنه، په ځانګړي ډول په اروپا کې تر ډېره د خپل هېواد له نوي حکومت سره د تعامل غوښتونکې ده، خو د افغان کډوالو ټولنه، په تېره بیا په متحدهایالاتو کې مېشت افغانان، د طالبانو د منزوي کېدو، بندیزونو د پاتې کېدو او ان د هغوی پر ضد د مخالفو جبهو د ملاتړ غوښتنه کوي.
بشري حقونه او سیاسي واقعیتونه
د طالبانو په پرتله د سوریې نويو مشرانو په ظاهري ډول ډېرې ټولنیزې او مدني ازادۍ منلي دي. په دمشق کې ښځې په ادارو کې کار کوي، نجونې ښوونځیو ته ځي او فرهنګي فعالیتونه روان دي، خو په افغانستان کې نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي، ښځې له ډېرو ټولنیزو برخو اېستل شوي او پر فردي حقونو شدید بندیزونه لګول شوي دي.
له دې سره سره، د دې څېړنې لیکوال ټینګار کوي، چې له سوریې سره د لوېدیځ چلند، تر ډېره د بشري حقونو پر معیارونو نه، بلکې پر جیوپولیټيکي ګټو او سیاسي واقعیتونو ولاړ دی. هغه وایي: «سوریه د امریکا او اروپا لپاره مهمه ده، خو افغانستان نور چندان اهمیت نهلري.»
د تعامل او انزوا ازموینه
فارن پالیسي لیکي، چې الشرع او طالبان دواړه د واک له خلا او د پخوانیو حکومتونو له سقوطه ګټه اخیستې او واک ته رسېدلي دي، خو د نړۍ متفاوت چلند له دوی سره دا ښيي، چې په نړۍوال سیاست کې مشروعیت تر ډېره د ګټو، انځور او کړنو له لارې ترلاسه کېږي، نه یوازې پر خاورې د کنټرول له لارې.
د دې څېړنیزې مقالې لیکوال وړاندیز کوي، چې طالبان پر خپلو دواړو کورنیو او بهرنیو پالیسیو بیا غور وکړي او همداراز متحدهایالات باید له سوریې سره په خپلو اړیکو کې د مثبتې پایلې د ترلاسه کېدو په صورت کې له افغانستان سره هم حقیقي اړیکې په پام کې ونیسي.
څه موده مخکې د امریکا له ولسمشر سره د احمد الشرع د لیدنې او پر سوریې د ټرمپ د بندیزونو د پای ته رسېدو له اعلان سره سم، د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د سوریې لنډمهالې دورې ولسمشر ترمنځ د افغانانو په منځ کې بېلابېل بحثونه او څرګندونې وشوې. په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کاوه.
د ځینو افغانانو نظر دا و چې احمد الشرع په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول لوبولی. د خپلو خبرو له لارې یې د نړۍوالو پر وړاندې یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی. افغان خبریال ولي ارین پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي و: «یوه ترهګر خپل هېواد له نړۍ سره وصل کړ او بل ترهګر د افغانستان په څېر هېواد تیاره انزوا ته یوړ.»

د امریکا د عدلیې وزارت سرپلټونکي دفتر د سهشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د کابل له سقوط وروسته د افغانانو د اېستلو پرمهال یو شمېر کسان چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن و، امریکا ته انتقال شوي دي.
د راپور له مخې، له یادو کسانو څخه ۵۵ کسان تر دې وړاندې د شکمنو ترهګرو د څار په نوملړ کې شامل او پېژندل شوي دي.
د اف بي ای څېړنې ښيي، چې دغو کسانو غوښتل د افغانانو د تخلیې له پروسې ناوړه ګټه واخلي او امریکا ته ننوځي.
دغه څېړنه چې د سهشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، پکې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې پروسه له جدي ستونزو سره مخ وه، چې پکې د هویت د تثبیت لپاره د اصلي اسنادو کمښت او د شالیډ معلوماتو د ارزونې محدودیتونه شامل وو.
د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د امریکا پوځ له ۹۰ زرو زیات افغانان امریکا ته ولېږدول، چې په دغو کسانو کې د پخواني حکومت ملکي او نظامي چارواکي هم شامل و او دوی د طالبانو د ممکنه ځورونې له وېرې د امريکايي ځواکونو په مرسته له هېواده ووتل.
په ورته وخت کې د امریکا جمهوري غوښتونکو په وار-وار د افغانانو د بیا مېشتېدنې پر پروسې نیوکه کړې، ځکه دوی اندېښنه لري چې ښايي ترهګر له دې لارې امریکا ته ننوتلي وي.
د ټرمپ حکومت د پاکستان او نورو هېوادونو څخه د بیا مېشتېدنې وړ افغانانو د لېږد مخه نيولې او د اېستل شویو کسانو د سابقې د ارزونې بهير نیمګړی ګڼي.
د امریکا د عدليې وزارت د سرپلټونکي دفتر راپور ښيي، «سره له دې چې ګواښونه موجود و؛ خو د فدرالي څېړونو اداره د نورو ادارو سره په ګډه موثر ګامونه پورته کړي څو دا خطرونه وڅاري او را کم یې کړي.»
که څه هم پېژندل شوي شکمن کسان د څارنې په نوملړ کې و؛ خو فدرالي پولیسو کافي شواهد نه درلودل، چې هغوی په ترهګریزو جرمونو تورن کړي.
د راپور له مخي؛ د ۲۰۲۴ کال تر جولای میاشتي پوري ۹ کسان تر څار لاندې و او له دې ډلې څلور کسان تر څېړنې لاندي دي، څلور نور د پېژندل شویو ترهګرو سره د اړیکو له امله تر نظارت لاندې دي او یو بل له امریکا څخه وتلی دی.
د عدليې وزارت د سرپلټونکی ادارې راپور زیاتوي، چې ۴۶ کسان د بېلابېلو دلایلو له کبله د څارنې له لیست څخه اېستل شوي دي، ځکه د فدرالي څېړنو ادارې داسي اسناد نه درلودل، چې دغه کسان د امریکا د امنیت لپاره مستقیم ګواښ پېښ کړي.
د عدلیې وزارت عمومي پلټونکي مایکل هورویټز ټینګار وکړ، چې د فدرالي څېړنو اداره توانېدلې چې احتمالي ګواښونه وپېژني او د هغوی د کمولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
په راپور کې د نصير احمد طاهري نیونه یاده شوې، چې یو افغان دی او د اوکلاهوما ایالت کې ژوند کوي او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید په پلان کولو تورن شوی و.
د راپور له مخې، د ننګونو سره سره د امریکا امنیتي سیسټمونه توانېدلي، چې دا ډول ګواښونه له منځه یوسي.
له افغانستان څخه د وتلو پروسه له ډېرې ګډوډۍ سره مخ وه.
د افغان حکومت له ړنګیدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په زرګونه پخواني بهرني نظامي همکاران، حکومتي چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه د کابل هوايي ډګر ته ولاړل او پرته له مناسبې پلټنې او ارزونې څخه امریکا ته ولېږدول شول.
همداراز د تخليې په پروسه کې د کابل هوايي ډګر مخې ته ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ زيات افغانان د داعش په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دی لا هم غواړي چې د ایران کړکېچ د بمونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د راپور له مخې، ټرمپ نتنیاهو ته ویلي چې باور لري له ایران سره د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو چانس شته او له همدې امله دا مهال له پوځي اقدام سره مخالف دی.
په راپور کې ویل شوي، چې نتنیاهو ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې ایرانیان د وخت د ضایع کولو متخصصین دي او همدې امله باید پروړاندې یې یو ستر پوځي ګواښ وي.
یوه اسراییلي چارواکي اکسیوس ته ویلي: «داسې ښکاري چې ټرمپ د نتنیاهو پر استدلال قانع شوی نه دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل ۱۲خبري شبکې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړ، چې د دغه هېواد له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، په دې اقداماتو کې د مهماتو لېږد او عملیاتي پلان جوړونه روانه ده.
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات روان دي، خو اسراییل په ځلونو خبرداری ورکړی، چې که د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې اترې بې پایلې پاتې شي، نو د ایران پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

اروپايي ټولنې په اوکراین کې د روانې جګړې له امله د روسیې پر وړاندې د بندیزونو ۱۸مه کڅوړه وړاندې کړې ده. دا بندیزونه د روسیې د انرژۍ سکټور، بانکونه او پوځي تولیدات په نښه کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اروپايي کمېسیون د سېشنبې په ورځ (د جون ۱۰مه) زیاته کړې، چې په دې بندیزونو کې له روسیې سره د نورډ سټریم د ګازو پایپلاین له لارې راکړه ورکړه او همداراز یو شمېر روسي بانکونه هم شامل دي.
دغه کمېسیون د روسیې د خامو تېلو د بیې کچه له ۶۰ډالرو نه ۴۵ډالرو ته د راټیټېدو وړاندیز کړی دی.
دا اقدام د روسیې د تېلو د عوایدو د کمښت په موخه کېږي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فوندرلاین وايي چې د دغه وړاندیز په تړاو به راتلونکې اوونۍ په کاناډا کې د «جي ۷» هېوادونو په سرمشریزه کې بحث وشي.
ورته مهال، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د روسیې د تېلو د هر بیرل کچه باید ۳۰ ډالرو ته راکښته شي.
هغه ټینګار کړی، چې متحد هېوادونه باید د روسیې د ټانکرونو بېړۍ، د هغې د تېلو استخراج او تصفیه او د پلور بازار د محدودولو لپاره کار وکړي.
د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوي نوملړ کې تر ۴۰۰ډېرې هغه کښتۍ شاملې دي، چې د روسیې د «تېلوپټو بېړیو» برخه بلل کېږي.
همداراز، اروپايي اتحادیې وړاندیز کړی چې هغه تصفیهشوي نفتی محصولات چې د روسیې له نفتو څخه تولید شوي، واردات یې بند شي.
د روسیې د مستقیمو پانګونو صندوق (RDIF) مشر کېریل دیمیتریف د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې اروپايي ټولنه نه غواړي جګړه پای ته ورسېږي او له هغو هڅو ناخوښه ده چې دا صندوق د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یې کوي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير به ډېر ژر واشنګټن ته سفر وکړي. نوموړي ویلي، چې منیر به د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د هند او پاکستان ترمنځ د سولې په اړه ليدنې تر سره کړي.
زلمي خلیلزاد د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «په امریکا کې به د عاصم منیر ليدنې د ترهګرۍ ضد او د هند او پاکستان ترمنځ د سولې پر خبرو اترو متمرکزې وي.»
د خلیلزاد په خبره، منير هڅه کوي چې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د پاکستان مرسته وړاندې کړي.
نوموړی زياتوي، چې د پاکستان د پوځ مشر به د پاکستان د معدنیاتو په برخه کې د امریکا پانګونې هم جذب کړي.
زلمي خلیلزاد عاصم منير ته وړانديز کړی: «که غواړې، چې سفر مو ښې اغېزې ولري نو د ښاغلي شکیل اپريدي خلاصون ته لار هواره کړئ.»
د یادولو ده، چې شکیل افریدی چې له تېرو لسو کلنو راهیسې له پاکستان سره زنداني دی، د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په موندلو او له منځه وړلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه.
