امریکا له څو متحدو هېوادونو د اسراییلي وزیرانو د تحریمونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له برېتانیا، کاناډا، ناروې، نیوزیلنډ او اسټرالیا څخه د اسراییل د کابینې پر دوو وزیرانو د تحریم د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له برېتانیا، کاناډا، ناروې، نیوزیلنډ او اسټرالیا څخه د اسراییل د کابینې پر دوو وزیرانو د تحریم د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
د نوموړي په خبره، د اسراییل د کابینې پر دوو وزیرانو تحریمونه د امریکا په مشرۍ د غزې اوربند، د ټولو یرغمل شویو د خوشې کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو هڅو سره مرسته نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټایمز د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې برېتانیا او نور نړۍوال متحدین به یې د غزې جګړې په تړاو د اسراییل دوه خورا ښي اړخي وزیران ایتامار بن ګویر او سموتریچ په رسمي ډول تحریم کړي.

د روسیې دفاع وزارت وایي، چې د هوایي دفاع سیسټمونو یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه وزارت زیاته کړې، چې له دغه الوتکو څخه ۴۶په بریانسک سیمه کې، ۲۰یې په بلګورډ کې، ۹ یې په ورونیز او کریمیا کې، ۴یې په کالوګا او تاتارستان کې، ۳ یې په مسکو کې، ۲ یې په لېننګراد او یوه یې په سمولېنسک سیمه کې په نښه شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د کالوګا سیمې والي ولادیسلاو شپشا رسنیو ته ویلي، چې یوازې د دغې سیمې په اسمان کې څلور اوکراینۍ الوتکې وېشتل شوې او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د اوکراین حکومتي چارواکو تر اوسه د روسیې د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
له هغه وروسته چې د امریکا یوه قاضي د ډونالډ ټرمپ لهخوا د هارورډ پوهنتون د بهرنیو زدهکړیالانو لپاره د ویزو بندولو پرېکړه وځنډوله، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ویزو د ورکړې لړۍ یو وار بیا پیل کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هېواد ډیپلوماتیکو ماموریتونو ته امر کړی، چې د هارورډ پوهنتون زدهکړیالانو ته دې د ویزو د ورکړې لړۍ بیا له سره پیل کړي.
په راپور کې راغلي، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اونۍ په بوسټن ښار کې یوه فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې بهرني زدهکړیالان پوهنتون ته د ننوتلو منع شوي وو، د لنډمهال لپاره وځنډاوه.
ټرمپ د ملي امنیت اندېښنو له امله په هارورډ پوهنتون کې د نړۍوالو زدهکړیالانو پر زدهکړو بندیز لګولی و.
د ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالۍ سیاستونو سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.
د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۱۹مه) لسګونه خلک په ډالاس کې د «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه سره راټول شوي وو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکول.
دارنګه په اسټین ښار کې هم سلګونه لاریون کوونکي سړکونو ته راوتي وو او په لاس انجلس کې یې له لاریونوالو سره د پیوستون اعلان وکړ.
دغو لاریونوالو د ټرمپ ادارې لهخوا د ناقانونه کډوالو په وړاندې د ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
که څه هم په ډالاس او اسټین کې لاریونونه سولهییز بلل شوي؛ خو په نورو ښارونو کې بیا دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.
د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال سخاء الله سعيد په مشرۍ یو دوه کسيز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون کازان ښار ته په رسمي سفر ولاړ.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ښاغلی سعيد به په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه وينا وکړي او نړۍواله ټولنه به وهڅوي چې د افغانستان د ښوونیز نظام په پراختيا کې خپل رول ولوبوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره هم ناستې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزه همکاريو په اړه خبرې وکړي.
خو د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه پلاوي کوم تصویر نه دی خپور کړی.
په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو. دغه شمېره په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره لوړه شوه.
په دغه برید کې د نوموړي ترڅنګ درې روغتیایي کارکوونکي هم وژل شوي دي.
په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د دغه خبریال نوم مومن محمد ابو العوف و.
د دغه دفتر لهخوا په یوه بیان کې ویل شوي، چې ابو العوف د بېلابېلو رسنیو سره د عکس اخیستونکي په توګه کار کاوه.
په بیان کې دارنګه د اسراییل لهخوا په سیستماتیکه توګه د فلسطیني خبریالانو په نښه کول غندل شوي دي.