• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په هرات کې یې د نوري فایبر یوه پروژه پیل کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ویلي، چې په کرخ ولسوالۍ کې د نوري فایبر یوه مهمه پروژه د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، د دغه ریاست رییس حافظ خیرالله خیرخواه ویلي چې د پروژې ټول لګښت د افغان ټلیکام شرکت له لوري ورکړل شوی او په لومړي پړاو کې به ۴۵ کیلومتره نوري فایبر وغځول شي.

د طالب چارواکو په وینا، دغه پروژه به نه یوازې د انټرنټي خدماتو ساحه پراخه کړي، بلکې د مخابراتي زیربناوو د پیاوړتیا، د انټرنټي بیو راکمول او د هېواد دیجیتلي کولو ملي هدف ته د رسېدو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۳

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۴

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنې بې بنسټه دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالت په اړه د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف اندېښنې بې اساسه دي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون ته د دې ډلې د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په غږیږ پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د مشر په څېر اندېښې پر ځای نه دي او یاده ډله د داعش په مخنیوي کې بریالۍ ده.

فطرت ویلي:«د هغوی ټول فعالیتونه خنثی او له منځه وړل شوي. تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو شریرو ډلو یو پتنځای له منځه یووړل شو، چې دا په خپله جوتوي چې امنیتي ځواکونه د دې ورانکارو فعالیتونو په وړاندې ویښ او بیداره دي.»

تردې وړاندې هم طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش فعالیت او منظم حضور په اړه اندېښنې رد کړې دي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف په مسکو کې د همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې ویلي و، چې د اوکراین جګړې او د ایران موضوع په څېر مسالو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.

د کورنیو چارو وزیرانو ناسته؛ جرمني چارواکي افغانستان ته د مجرمو کسانو پر شړلو بحث کوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د جرمني د ایالتونو کورنیو چارو وزیران په یوه پسرلني کنفرانس کې را غونډیږي، د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیرې دانیلا بیرنس افغانستان او سوریې ته د شړنو د نویو الوتنو د پیل کېدو غوښتنه کړې ده. افغانستان ته د شړلو بهیر له طالبانو سره تعامل ته اړتیا لري.

هغې ویلي، د جرمني ایالتي وزیران له مرکزي حکومت څخه تمه لري چې د سختو مجرمانو د شړلو لپاره ژر تر ژره نورې الوتنې تنظیم کړي.

د ټي انلاین د رپوټ له مخې، بیرنس ویلي: «ایالتي حکومتونه، له ګوندي توپیر پرته، ټول پر دې ټینګار لري چې باید د خطرناکو مجرمانو لپاره منظمې او ژر د شړنې الوتنې پیل شي، هم افغانستان ته او هم سوریې ته».

کابل ته وروستۍ ورته الوتنه د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په پای کې ترسره شوه، چې ۲۸ تنه مجرمان پکې شامل وو.

د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر الکساندر دوبرینت وايي: « دا باید یوازې یوځلي اقدام نه وي. موږ ته اړتیا ده چې دغه الوتنې منظمې شي».

افغانستان ته د شړلو بهیر یوه لانجمنه موضوع ده، ځکه دا د طالبانو له واکمنۍ سره مستقیم تعامل ته اړتیا لري، خو د جرمني حکومت په خپل ایتلافي تړون کې واضح کړې ده چې « موږ به افغانستان او سوریې ته د خطرناکو مجرمانو په ګډون کسان شړو».

په ورته وخت کې د جرمني د سیاسي حلقو یو شمېر غړي له طالبانو سره مستقیمه همکاري د بشري حقونو له نظره ستونزمنه ګڼي.

د موضوع حساسیت ته په کتو، تمه کېږي چې دا بحث به د جرمني د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان د انزوا مخه باید ونیول شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د افغانستان پر ثبات او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړیوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاف د تاشکند نړیوالې پانګونې فورم غنډې پرمهال په خپله وینا کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته هم ځای ورکړی و.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ویلي:«اوس تر بل هې وخت دا ډیره اړینه ده، چې د دغه هېواد له اوسني حکومت سره په نړیواله کچه رغنده خبرې اترې وشي او د هغه د انزوا مخه ونیول شي. په افغانستان کې ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمي د اوږدمهاله پرمختګ کیلي ده.»

شوکت د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اقتصاد او نړیوالې پانګونې غوڼډه چې تېره ورځ پیل شوې، د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د بلغاریا، سلواکیا، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، اذربایجان، روسیې او ترکمنستان هېوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ له سلو د ډیرو هېوادونو زرګونو ګډونوالو ګډون کړی دی. په یاد فورم کې د نړۍ د ننګونو، نړیوال امنیت، دوامداره پرمختګ، او جیوپولیټیک بدلونونو په تړاو بحثونه شوي دي.

په دغه فورم کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوي هم ګډون کړی دی.

طالبانو له روسیې سره د لوړو زده کړو پر پخوانیو هوکړه لیکونو د بیا کتنې غوښتنه کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین د روسیې د زده کړو وزارت له معیین سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان او روسیې د پوهنتونو ترمنځ پخوانیو هوکړه لیکونو ته دې له سره بیا کتنه وشي او نویو هوکړه لیکونو کې دې د افغانستان اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین ضیاء الرحمن اریوبي په مشرۍ طالب پلاوي، د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د روسیې د پوهنې وزارت له معیین سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو، د تجربو شریکولو او دوه اړخیزو علمي هوکړه لیکونو پر لاسلیک کولو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ضیاء الرحمن اریوبي له قوله لیکل شوي:«بهتره ده، چې یادو هوکړه لیکونو ته بیا کتنه وشي، څو د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوړې پکې په پام کې ونیول شي.»

دغه طالب پلاوی درې ورځې وړاندې په کازان کې د زده کړو وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.

دا فورم چې شعار یې «مستقل ته بڼه ورکول» دي، نن په کازان ښار کې پیلیږي او د جون تر ۱۲مې نیتې دوام کوي.

طالب پلاوی په یاد فورم کې په داسې حال کې ګډون کوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کازان فدرالي پوهنتون ته سفر کړی و او د علمي همکاریو په اړه یې بحثونه کړې وو.

په یاد نړیوال فورم کې د افغانستان ترڅنګ د متحده عربي اماراتو، بلاروس، ابخازیا، جنوبي اوسیتیا، میانمار، لاووس، مرکزي افریقا جمهوریت، کاروم، بورکینافاسو، زمبابوې په ګډون د ۳۰ څخه د ډیرو نورو هېوادونو د زده کړو وزارت او چارواکي هم ګډون کوي.

دغه فورم د تعلیم او لوړو زده کړو په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراخولو، د عصري زده کړو د تګلارو د شریکولو، او د نویو تعلیمي نوښتونو لپاره یوه مهمه ناستې بلل کېږي.

سرچینې: په فاریاب کې خلک د طالبانو له ویرې له کورونو نه وځي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو د فاریاب ولایت له دولت‌اباد ولسوالۍ نه رپوټ ورکړی چې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر ضد د وروستیو اعتراضونو له امله، خلک له سختې وېرې سره مخ دي او له کورونو نه وځي.

د رپوټونو له مخې، طالبانو له مظاهرو وروسته لسګونه کسان نیولي او د نیول شویو کسانو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

ډېری دوکانونه د چهارشنبې په ورځ تړلي پاتې شوي دي او خلکو د بازار پر لور تګ ته زړه نه دی ښه کړی.

اعتراضونه د اختر په دویمه ورځ هله پیل شول، چې یو شمېر ځوانانو له طالبانو سره فزیکي نښته وکړه.

طالبانو یو شمېر کسان ونیول، چې وروسته خلکو د طالبانو د امنیه قوماندانۍ خلاف اعتراض وکړ او د پخواني مرستیال ولسمشر مارشال عبدالرشید دوستم په پلوي یې غږ پورته کړ.

سرچینو تایید کړې چې طالبان اوس هم د مظاهره‌چیانو د پېژندلو لپاره کور په کور تلاشي کوي او د خلکو ترمنځ د پراخې وېرې فضا خپره شوې ده.

د اعتراض پر مهال خلکو د «زنده باد دوستم» شعارونه ورکول.