زلمی خلیلزاد: ازبکستان له افغانستان سره پیاوړې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ازبکستان غواړي چې له افغانستان سره پیاوړې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ازبکستان غواړي چې له افغانستان سره پیاوړې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۱مه) پر اېکس پاڼه په خپل یو یادښت کې کړې دي.
هغه دغه څرګندونې په ازبکستان کې د دغه هېواد د ولسمشر لهخوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هرکلي عکس په خپرولو سره کړي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته امر کړی، چې (د سپټمبر تر ۳۰مې) پورې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې پاتې کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
د ښاغلي روبیو په هغه بیان کې چې سفارتونو ته لېږل شوی راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د دوشنبې تر ورځې پورې د امریکا پراختیایي ادارې د ټولو بهرنیو مرستو پروګرامونو مسوولیت په غاړه واخلي.
دغه بیان د فدرالي محکمې تر هغې پرېکړې وروسته صادر شوی، چې د ټرمپ ادارې لهخوا یې د دغه کارکوونکو د ډلهییزې اېستنې لړۍ درولو پرېکړه کړې وه.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف وايي، چې د اوکراین د جګړې او د ایران موضوع په څېر مسلو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې کړې دي.
نوموړي دارنګه په منځني ختیځ، افریقا، د افغانستان-پاکستان سیمې او مرکزي اسیا کې د بې ثباتۍ له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغو ګواښونو د خپرېدو لوی لامل یې د لوېدیځ سیاستونه وبلل.
هغه زیاته کړې، په سوریه کې سیاسي بدلونونه، په غزه کې شخړه، پر ایران دوامداره فشار او په لیبیا کې د وضعیت خرابېدل په ټوله نړۍ کې د اسلامي افراطیت خپرېدو سره مرسته کوي او په دغه شرایطو کې په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت زیات شوی دی.
دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې همدا وړمه ورځ طالبانو په کابل کې د داعش ډلې پر وړاندې له یو لړ عملیتو خبر ورکړ.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ویلي، چې داعش-خراسان په افغانستان کې فعال او منظم حضور نهلري.

په کابل کې د ایران سفارت ويلي، چې د طالبانو د عامي روغتیا وزير نورجلال جلالي په تهران کې د ایران د روغتیا له وزیر محمدرضا ظفر قندي سره ليدلي. د سفارت په خبره، په دې لیدنه کې په روغتيايي چارو کې د دوه اړخیزو همکاريو پر پراخوالي خبرې شوي.
د طالبانو د روغتيا وزیر نورجلال جلالي د دوشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی او د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) یې د «ایران هلت» نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه وزیر د ایران د خوړو او درملو ادارې د طبي تجهیزاتو له عمومي مشر سعید رضا شاه مرادي سره هم لیدلي او پر بېلابېلو برخو يې ورسره خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې «جلالي د دې سفر په جریان کې د طبي تجهیزاتو د نویو تولیداتو او ظرفیتونو څخه هم لیدنه وکړه او نوي څه یې ترې زده کړل.»
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې ایران افغانستان ته د خپلو درملو صادرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې.
ایراني چارواکو ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ۷۰ سلنه درمل چمتو کوي.

په افغانستان کې د کاناډایي سرتېرو ۳۰ پخوانیو افغان همکارانو د کاناډا له حکومته ځکه شکایت کړی، چې وایي د جنګي ماموریتونو څخه مخکې او وروسته ورته لازم ملاتړ او خدمات نه دي برابر شوي. دغه کسان چې اوس د کاناډا تابعیت لري، له حکومته د ۵۰ میلیونه کاناډایي ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.
د سي بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د یاد شمېر کسانو رسمي شکایت د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۳۰مه نېټه د انتاریو ولایت په عالي محکمه کې ثبت شوی دی.
دغو افغان سلاکارانو د افغانستان د ماموریت پر مهال د کاناډایي ځواکونو لپاره د ژباړې تر څنګ نور خطرناک ماموریتونه لکه د طالبانو په اړه د معلوماتو د راټولولو، د یاغیانو د خبرو د اورېدو او د بریدونو په اړه د خبرداري ورکولو په برخو کې هم ترسره کول.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد کسان نظامي نه، بلکې ملکي کارکوونکي و.
اوس چې د دوی یو شمېر په ټپي حالت کې کاناډا ته ستانه شوي دي، د دې هېواد فدرالي حکومت له ماموریت وروسته د هغوی د قرارداد د پای ته رسېدو له امله، دوی ته د اړینو خدمتونو لکه رواني درملنې- مشورې ورکولو څخه ډډه کړې ده.
شکایت کوونکو ویلي دي، چې د کاناډا د دفاع وزارت «په قصدي توګه د دوی د دوسیو د څېړنې بهیر ګډوډ کړی دی.»
د کاناډایانو د یادو پخوانیو افغان همکارانو په خبره، دوی له هغو ګواښونو سره مخ و، چې کاناډایي سرتېري هم ورسره مخ و، خو سره له دې «کاناډا دوی له هغو امتیازاتو او ملاتړو بېبرخې کړي دي چې سرتېرو ته د جنګي ګواښونو په بدل کې ورکول کېږي.»
دغو کسانو زیاته کړې ده، چې افغانستان ته له استولو مخکې هغوی د جګړې له خطرونو سره د مقابلې لپاره لازمې روزنې نه وې ترلاسه کړې او د دې علت یې «تبعیض» بللی دی.
د کاناډا د پوځ له پخوانیو همکارانو جمیل جوشان له سي بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي: «موږ هېر شوي یو، له پامه وغورځول شوي یو. هغوی زموږ د کار ستاینه وکړه، زموږ له ماموریته یې هم مننه وکړه، خو دا یوازې په خبرو کې و؛ هېڅ کوم عملي اقدام ونه شو.»
د کاناډا د وسلهوالو ځواکونو یو شمېر پخوانیو قوماندانانو له حکومته غوښتي، چې له افغان سلاکارانو ملاتړ وکړي.
د کاناډا د وسلهوالو ځواکونو د څار دفتر وړاندیز کړی، چې د پوځ له افغانالاصله همکارانو سره د دوی د خدمتونو د جبران لپاره ځانګړی مالي بستې په پام کې ونیول شي.
د یادولو ده، چې تراوسه د کاناډا حکومت او د دفاع وزارت په دغه قضایي شکایت کې د یادو شویو ادعاوو په اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

ټېلګراف ورځپاڼې د «هالو ټرسټ» بنسټ په حواله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو څخه یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي. دا په دې معنا چې شاوخوا شپږنيم میلیونه افغانان په داسې سیمو کې مېشت دي.
د دې ادارې په وینا، افغانستان له اوکراین وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات له ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او د څلورو لسیزو پرلهپسې جګړو سره سره، د ځمکنیو ماینونو له امله رامنځته شوي ګواښونه لاهم د زرګونو افغانانو ژوند ګواښي.
دا ستونزه تر هغې وروسته نوره هم ناوړه شوې، چې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته دننه شول. ډېری دا خلک په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له هېواده وتلي و او اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر لږ امکانات لري.
هالو ټرسټ بنسټ چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، تر دې دمه یې تر ۸۰۰ زرو ډېر ماینونه او ۱۱ میلیونه ناچاوده توکي پاک کړي دي، خو د نړۍوالو مرستو په ځانګړي ډول د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) د مرستو کمېدو له امله دا اداره اړ شوې، چې خپل کارکوونکي له ۲۲۰۰ نه ۱۰۰۰ ته راکم کړي.
په افغانستان کې د نوموړي بنسټ د پروګرامونو مشر ډاکټر فرید همایون خبرداری ورکړی، چې افغانستان ممکن «یوه هېره شوې بشري ستونزه» شي.
هغه وویل: «افغانان له ۴۰ کلونو نه ډېر له جګړو، بېځایه کېدو او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي. نړۍواله ټولنه باید په دې حساس وخت کې خلک یوازې پرېنږدي.»
هالو ټرسټ اندېښنه ښودلې، چې د ماینپاکۍ پروګرامونه به په راتلونکي کې زیانمن شي، په ځانګړي ډول ځینو اروپايي هېوادونو ویلي، چې غواړي له اوتاوا تړون څخه ووځي؛ هغه تړون چې د افرادو ضد ماینونو کارول او ساتل منع کوي.