د کولمبیا په سوېل لویدیځ کې د بمي چاودنې او ډزو له امله اووه کسان وژل شوي دي

د کولمبیا په سوېل لویدیځ کې د پولیسو مرکزونو ته نږدې په چاودنو او د ډزو په پېښو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا؛ دا یو پلان شوی برید و، چې پکې د دوو پولیسو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې؛ د کولمبیا د پوځ او پولیسو ویاندانو د دغه بریدونو پړه په FARC-EMC ډلې اچولې ده.