د اسټرالیا لومړي وزیر د اسراییل پر ښي اړخو وزیرانو له لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه

اسټرالیا، کاناډا، نیوزېلنډ، ناروې او برېټانیا د اسراییل پر ښي اړخو وزیرانو اتمر بین ګویر او بیزلیل سموتریچ بندیزونه اعلان کړي او دوی یې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هڅولو تورن کړي دي.