• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوې څېړنې موندنې: د مسلمانانو نفوس د مسیحیانو په پرتله مخ په زیاتېدو دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۰۱ GMT+۱

په امریکا کې د پیو څېړنیز مرکز موندنې ښيي، چې د مسلمانانو نفوس د مسیحیانو په پرتله ډېر شوی، چې د دې زیاتوالي لامل تر ډېره د مسلمانانو په کورنیو کې د ډېر زېږون او د دوی د دیني پابندۍ له امله دی.

د دې سازمان یوه څېړونکي کنراډ هکټ ویلي، چې که دا دوه عوامل بدل نه شي، نو ښایي اسلام په راتلونکو کلونو کې د نړۍ تر ټولو لوی دین شي.
هغه په عین حال کې یادونه وکړه، چې په نړۍ کې له دین څخه د خلکو مخ اړول هم زیات شوي دي.
د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې د مسلمانانو نفوس ۱.۸ سلنه زیات شوی او د مسیحیانو نفوس بیا ۱.۸ سلنه راکم شوی دی. اوس مسلمانان د نړۍ ۲۵.۶ سلنه او مسیحیان ۲۸.۸ سلنه نفوس جوړوي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د مسلمانانو د نفوس زیاتوالی تر ډېره د زیاتو زېږونونو، له دین سره د وفادارۍ او د نفوس د ځوانوالي له امله دی؛ په داسې حال کې چې مسیحیت که څه هم اوس تر ټولو لوی دین دی، خو له دې امتیازونو برخمن نه دی.
د مسیحیانو نفوس د زېږون‌ د ټيټې کچې له امله په زړښت روان دی او د هغو کسانو شمېر چې نور پر دې دین باور نه لري او کلیسا ته نه ځي، زیات شوی دی.
دا څېړنه د نړۍ په ۲۰۱ هېوادونو او سیمو کې د له ۲۷۰۰ څخه زیاتو سرشمېرو او د نظرپوښتنو پر بنسټ ترسره شوې ده، چې نږدې د ټولې نړۍ نفوس یې تر پوښښ لاندې راوستی دی.

د اسلام دین
د پیو د څېړنو او نظرپوښتنو مرکز څېړونکی کنراډ هکټ واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې اسلام به په راتلونکو کلونو کې د نړۍ تر ټولو لوی دین شي.
د پیو څېړنه د مسلمانانو د نفوس چټک زیاتوالی یو لړ جوړښتونو او د نفوس‌ پېژندنې عواملو ته منسوبوي؛ لکه د مسلمانانو د نفوس ځوان ترکیب چې اوسط عمر یې شاوخوا ۲۴ کاله دی، په داسې حال کې چې د نورو دینونو د پیروانو اوسط عمر ۳۳ کاله دی؛ همدارنګه په مسلمان مېشتو هېوادونو کې د زېږون‌لوړې کچې شتون او دا حقیقت چې ډېری مسلمانان خپل دین نه پرېږدي.
ښاغلی هکټ وایي: «د پام وړ ټکی دا دی چې دغه ستر بدلون یوازې د لسو کلونو په موده کې رامنځته شوې ده. په دې موده کې د مسلمانانو او مسیحیانو نفوس یو بل ته ډېر نږدې شوی دی او مسلمانانو تر هر بل دین ژر او چټکه وده کړې ده.»

مسیحیت دین
که څه هم تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې مسیحیت لا هم د ۲.۳ میلیاردو پیروانو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو لوی دین پاتې شوی، خو د تېرو لسو کلونو په موده کې د نړۍ له نفوسه د دې دین ونډه ۱.۸ سلنه راکمه شوې ده.
د دې څېړنې له مخې، شاوخوا ۳۱ سلنه مسیحیان د افریقا د صحرا په سوېلي سیمو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې اروپا د نړۍ د تر ټولو زیاتو مسیحیانو درلودونکې وه.
هکټ وایي: «دا بدلون د زېږون‌ د لوړې کچې، د نفوسو ځوانوالی او د افریقا د صحرا سوېلي سیمو کې د نفوسو د چټک زیاتوالي پایله ده؛ په داسې حال کې چې اروپا د زړښت، د زېږون د کچې د کمېدو او له دینه د لري کېدو بهیر په پراخه کچه تجربه کوي.»
هغه د مسیحیانو د نفوس د کمېدو یو دلیل "له دینه پرې کېدل" بللی او وایي: «د ځوانانو په منځ کې په نړۍواله کچه د هر هغه کس په بدل کې چې مسیحیت قبلوي، درې داسې کسان شته چې په مسیحي کورنیو کې لوی شوي، خو دغه دین پرېږدي."

بې‌دیني او د خدای نه منل
دا څېړنه همداراز ښيي، چې یو شمېر مسیحیان اوس د بې‌دینو خلکو ډلې سره یوځای شوي دي؛ هغه ډله چې خدای نه مني او بې‌دینه کسان پکې شامل دي. د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې نږدې یوه څلورمه برخه د نړۍ نفوس یعنې ۲۴.۲ سلنه خلک هېڅ دیني تړاو نه درلود.
په نړۍ کې تر ټولو لوی بې‌دینه نفوس په چین کې دی، چېرته چې له ۱.۴ میلیارد وګړو څخه یوازې ۱۰۰ میلیونه کسان پر دین باور لري. له چین وروسته، متحده ایالات له ۱۰۱ میلیونه بې‌دینو کسانو سره او جاپان له ۷۳ میلیونه سره په دویم او درېیم مقام کې دي.
که څه هم اسلام په چټکۍ سره مخ په پراخېدو دین دی، خو په هماغه کچه له دین څخه د خلکو د مخ اړولو بهیر هم زیات شوی دی.

نور دینونه
د پیو د څېړنیز مرکز مطالعې ښودلې، چې د بودایانو شمېر هم په ښکاره توګه را کم شوی او اوس ۴.۱ سلنې ته رسېدلی دی. د دې کمښت اصلي لاملونه په ختیځه اسیا کې د زېږون‌ ټيټه کچه او له دین څخه د خلکو زیات لرې کېدل بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هندویزم د پیروانو نفوس بیا چې د نړۍ ۱.۴۹ سلنه برخه جوړوي، نږدې له بدلون پرته پاتې دی.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

په ملي ټلوېزیون کې د موسیقۍ او اختریزو پروګرامونو ځای د طالبانو ویناوو او ترانو نیولی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

په تېر جمهوري حکومت کې چې ملي ټلوېزیون د افغانانو د خوښۍ، ملي یووالي او کلتوري بډایتوب یو روښانه انعکاس و، نن دا بنسټ یوازې د طالباني ویناوو او رسمي غونډو پرده ګرځېدلې ده.

د جمهوري حکومت په وخت کې ملي ټلوېزیون د موسیقۍ، هنر، ښځو، شاعرانو او د قومونو د یووالي ځانګړو پروګرامونو کوربه و، په ځانګړې توګه د اخترونو په ورځو کې یې ځانګړي او په زړه پورې خپرونې افغانانو ته د یووالي او خوښۍ احساس ورکولو. دغه پروګرامونه نه یوازې د کلتوري تنوع بډایه انځور وړاندې کاوه، بلکې د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو د درناوي څرګندونه یې هم کوله.

خو له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ملي ټلوېزیون پر پردې بدلون راغلی او اوس خپرونې تر ډېره د طالباني ویناوو، رسمي غونډو او اعلامیو پورې محدودې دي.

د موسیقۍ غږ، د ښځو حضور، هنري فعالیتونه او د عامو خلکو ژوند ته د دې رسنۍ پام خورا کم شوی، چې دا حالت د ملي یووالي او کلتوري تنوع پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی.

کورنۍ او رسنيز شنونکي د دې بدلون په اړه اندېښنې څرګندوي.

هغوی وايي، چې د ملي ټلوېزیون اوسني پروګرامونه د خلکو د مختلفو کلتوري او ټولنیزو اړتیاوو انعکاس نه کوي او زیاتره د طالبانو رسمي پیغامونه خپروي، چې د خلکو په ذهنونو کې د بېلابېلو ټولنیزو او قومي ګروپونو ترمنځ واټن زیاتوي.

د ځوانانو او کلتوري فعالانو په وینا، ملي ټلوېزیون چې مخکې یې د موسیقۍ او هنر په برخه کې د خلکو زړونه ګټل، اوس د دې برخې په بشپړ ډول نه شتون ځوان نسل اړ کړی چې د نورو رسنیو او انلاین چینلونو لور ته توجه وکړي.

طالبان د خپلې ډلې ځانګړی فکر او لید لوری لري، چې د دوی رسمي اعلامیې او خپرونې ورڅخه سرچینه اخلي.

دغه خپرونې تر ډېره د دغه ډلې رسمي دریځونه وړاندې کوي او د ټولنې پراخ فرهنګي او ملي تنوع په انعکاس کې محدود پاتې کېږي، په ځانګړې توګه د ځوان نسل په روزنه کې د هنر، کلتور او ملي یووالي برخې ته پاملرنه کمه شوې، چې دا موضوع د ټولنیز یووالي لپاره ننګونې رامنځته کوي.

په غور کې د غوري دورې ۶۰ د سرو زرو تاریخي سکې وموندل شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د غوريانو د واکمنۍ د دورې اړوند ۶۰ قیمتي د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. دغه تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي ویلي چې دا مهم تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د سکو د مجموعي ارزښت دقیقه ارزونه لا نه ده شوې، خو له تاریخي اړخه دا یو ارزښتناک کشف دی، چې د غوري تمدن د لا ښه درک زمینه برابرولی شي.»

طالبان وايي، چې دا سکې د غور د استخباراتو ریاست د ځواکونو د هڅو په پایله کې ترلاسه شوې دي او نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارل شوې.

تمه ده یادې تاریخي سکې به اوس د غور ولایت په موزیم کې د عامو خلکو او څېړونکو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

احمد شاه ابدالي: له قبایلي مشرۍ تر امپراتورۍ او د قومي یو جهتۍ روایت

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان د تاریخي فصل لومړی څپرکی له احمد شاه ابدالي جوړ دی چې د جګړې په ډګر کې بریالی و او هم یې د ملت جوړونې لومړنی خو بنسټیز روایت ایجاد کړی دی.

هغه نه یوازې د ستر امپراتور په توګه وځلېد، بلکې د قومي یووالي، عدالت او ستراتیژیکو سیاسي مهارتونو له مخې یې د افغان دولت بنسټ کېښود.

د هغه تر مشرۍ لاندې، افغانستان له یو ویشلي، قبیلوي او شخړو ډک جوړښت څخه یو منظم، یو موټی او د قومونو ترمنځ د تفاهم پر بنسټ په امپراتورۍ ته واوښت. تاجک، هزاره، هندو، سېکهـ، ترکمن، نورستاني، ازبک، بلوچ او پښتانه ټول د هغه په لښکر، دولت او مشورتي شورا کې خپل ځانګړی او موثر ځای درلود.

احمد شاه ابدالي د افغانستان په نوې تاسیس شوې جغرافیه کې د هر قوم حق ته د درناوي فکر ایجاد کړ، د منابعو عادلانه وېش یې تضمین کړ او د دولتدارۍ په ډګر کې یې د دین، دود او سیاسي حکمت ترمنځ یو ارزښتناک توازن بنسټیز کړ.

نن د جون درېیمه د افغان ملت د امپراتور احمد شاه ابدالي د مړینې ۲۵۳م تلین دی. دا ورځ یوازې د یوه پاچا د مرګ یاد نه دی، بلکې د یو ملت د بیا زېږېدو، د قومونو د یووالي او د عدالت د نظام د بنسټ کېښودو یوه تاریخي خاطره ده.

احمد شاه ابدالي چې د دراني امپراتورۍ بنسټ یې کېښود، نه یوازې یو زړور جنرال، بلکې یو ستر ملتپال، د سیاست او عدل هوښیار لارښود و.

د یو موټي افغانستان جوړول

احمد شاه ابدالي چې وروسته د "احمد شاه بابا" لقب یې واخیست، د ۱۷۴۷ ز کال په جولای میاشت کې د کندهار په شوربازار کې د قومي مشرانو تر مشورې وروسته د افغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو.

دا ټاکنه، چې د پښتني دود له مخې د "خوږو اوبو له کاسې" سره مل وه، د هغه د ولسي مشروعیت ښکارندویي کوله.

له تاجکستانه تر عربي بحیرې، له پنجابه تر بلخ او بخارا پورې د ده تر ولکې لاندې پراخې سیمې راټولې شوې.

ابدالي ا نه یوازې د ختیځو قومونو ترمنځ یووالی راوست، بلکې د لرغوني خراسان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تجدید هڅه یې وکړه.

د قومونو یووالي او د ټول‌شموله امپراتورۍ جوړښت

د احمد شاه ابدالي ستره لاسته راوړنه د قومونو ترمنځ وحدت و. هغه دا درک کړې وه چې یو باثباته امپراتوري یوازې هغه وخت دوام مومي چې ټول قومي او مذهبي اقلیتونه پکې شراکت ولري. هغه د پښتنو، تاجکانو، ازبکانو، بلوچو، هزاره‌ګانو، سېکانو، هندوانو، او نورو سره داسې تعامل درلود، لکه څنګه چې د یوه ملت جوړونکو ته ښایي.

ابدالي د قدرت انحصار نه کاوه. د ده په دربار کې تاجکان د مالیاتو مسوولین، ازبکان د سواره پوځ مشران، هزاره‌ګان د لوجستیک مسوولین او هندوان د سوداګرۍ او خزانو مسوولان وو.

دا تنوع یوازې یو تاکتیکي انتخاب نه و، بلکې د ده د سیاسي فلسفې یوه مهمه برخه وه.

د عدلي نظام بنسټ او شریعت‌محوره اصلاحات

احمد شاه ابدالي یو عادل واکمن و، چې د شریعت پر اصولو ولاړ عدلي نظام یې نافذ کړ. ده قاضي‌القضات، مفتیان او محلي قاضیان وټاکل او پر هغوی یې نظارت کاوه. د شرعي اصولو او قبیلوي دود ترمنځ توازن یې را منځته کړ، څو هم دیني عدالت تأمین شي او هم قومي تعادل وساتل شي.

احمد شاه ابدالي همداراز د غنیمتونو او مالیاتو د راټولولو لپاره د بیت‌المال بنسټ کېښود او له هغه څخه یې د پوځ، عامه خدماتو او دربار لګښتونه برابرول. ده په لومړي ځل په بیت المال کې د حساب ورکونې بنسټ کېښود.

100%

د جګړې او ډېپلوماسۍ مهارتونه

د ابدالي ستراتیژیک مهارتونه یوازې د شمشېر په زور نه بلکې د سیاست، مذاکراتو او ډېپلوماسۍ له لارې هم ښکارېدل. هغه نه یوازې د هند په میدانونو کې بریاوې لرلې، بلکې له ایران، عثماني خلافت او چیني واکمنانو سره یې هوښیار تعامل درلود.

د ۱۷۶۱م پاني پت جګړه د ده تر ټولو مهمه نظامي لاسته راوړنه وه، چې پکې یې د هند ستر مرهټه ځواک مات کړ. دا جګړه د مسلمانانو د واک د بېرته احیا کولو لپاره یوه مهمه شېبه وه. سره له دې چې احمد شاه وروسته له بریا څخه هند ته د واک غځولو هڅه ونه کړه؛ خو دا یې ښودله چې دی یو غارتګر نه، بلکې یو ملتپال امپراتور و.

فرهنګي پانګه، مذهبي زغم او ژبنی وحدت

احمد شاه ابدالي، چې خپله شاعر هم و، فرهنګي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. ده د دربار له لارې د ادب، تصوف، تاریخ او دیني علومو ودې ته زمینه برابره کړه. د هغه د دربار رسمي ژبې پښتو، دري او ترکي وې او دا ژبنۍ رنګارنګي یې د ملت جوړونې وسیله ګڼله.

ده د دیني زغم پالیسي درلوده. سره له دې چې احمد شاه سني حنفي و؛ خو د شیعه اقلیتونو پر ضد یې تعصب نه کاوه. په هند کې د سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي ډلو معابد یې نه ړنګول، بلکې له هغوی سره یې د مالیې او مذهبي ازادۍ په بدل کې سوله ساتله.

میراث او د اوسني افغانستان لپاره پیغام

احمد شاه ابدالي یوازینی پاچا و چې د ملتپالنې، قومونو د یووالي، اسلامي عدالت او فرهنګي زغم تر منځ یې یو ځانګړی توازن وساته. د هغه د سیاست سترې تګلارې نن هم د یوه یو موټي، باثباته، او ملت‌محوره افغانستان لپاره لارښود کېدی شي.

نن چې افغانستان یو ځل بیا د قومي، مذهبي او سیاسي شخړو له امله د ګډوډۍ تر منځ پروت دی، د احمد شاه بابا د فکر او میراث بیا احیا کول یوه اړتیا ده، نه انتخاب.

احمد شاه بابا، د ملت‌جوړونې او عدالت سمبول

احمد شاه بابا یوازې د یو قوم قهرمان نه و، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي سمبول و. هغه افغانانو ته هویت ورکړ، هېواد ته حدود او دولت ته نظام وټاکه. هغه افغانانانو ته دا ورښودله چې یو افغان کیدل د ژبې، قوم، یا سمت تابع نه، بلکې د یووالي، عدالت او وفادارۍ پرېکړه ده.

ابدالي نه یوازې د افغانانو، بلکې د منځنۍ اسیا، هندوستان او ایران د تاریخ یوه مهمه څېره ده. هغه د خپلې پوهې، زړورتیا او بین‌الاقوامي لید له برکته وکولای شول چې یو بې‌ثباته سیمه د یو قوي امپراتورۍ په بڼه راټوله کړي.

هغه افغانان سره یو موټي کړل، اقلیتونو ته یې ځای ورکړ، عدالت ته یې ارزښت ورکړ او یو داسې میراث یې پرېښود چې تر نن ورځې د افغانانو د ویاړ سرچینه ده.

طالبانو په دایکنډي ولایت کې د نارینه‌و وېښتانو جوړولو په اړه ناسته کړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په دایکنډي ولایت کې یې «د فرهنګي او دیني ارزښتونو» د ساتنې لپاره د سلمانیو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو وروستیو کې له لوېدیځ فرهنګ څخه وارد شوي د وېښتو ډولونه چې د ځوانانو په منځ کې دود شوي؛ ښایي په راتلونکې کې له «اسلامي ارزښتونو» څخه د واټن لامل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له همدې امله یې په دایکنډي ولایت کې «اصلاحي» ناسته جوړه کړه.

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو څانګې مشر مولوي عبدالمنان شهیدزاده په دغه غونډه کې د وینا پرمهال ویلي:« د شریعت خلاف د وېښتانو جوړول په اسلام کې یو له ښکاره وو منکراتو دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې (د غبرګولي په ۶مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي و، چې «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» غیر شرعي او پردی کلتور دی او باید له دې ډډه وشي.

له بل پلوه د طالبانو د دعوت او ارشاد لوی رییس شریف الله حقاني په لوېدیځ سټایل د وېښتانو جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او د کابل د سلمانیو د ټولنې له مسوولینو څخه یې غوښتي، چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او په شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

په تورخم کې د لرغونې دورې یوه مهمه تاریخي سیمه کشف شوې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د عمري په نامه د کډوالو په کېمپ کې دننه د لرغونې دورې یوه مهمه تاریخي ساحه کشف شوې ده. دوی همدراز زیاتوي کشف شوې ساحه کې د بابري او کوشاني تمدن اثار او نښې، پخواني کوهیان، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.

د طالبانو د ننګرهار والي د رسنیز دفتر نن یکشنبه د غبرګولی په ۱۱مه لیکلي چې په تورخم کې د عمري کمپ دننه د باستاني دورې یوه مهمه تاریخي ساحه کشف شوې ده.

د طالبانو ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې موندل شوې تاریخي ساحه کې د بابري او کوشاني تمدن اثار او نښې، پخواني کوهیان، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې ددې ساحې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د رسمي ثبت لپاره راپور لېږل شوی دی.

دوی همدراز زیاتوي چې د ساحې د خونديتوب لپاره سپارښتنه شوې ده.

100%