راپور کاږي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو په ګډون د بېلابېل ډوله بریدونو څخه افغانان په سخته وېره کې وو او زرګونه بې ګناه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي؛ خو د طالبانو د خاطراتو په کتابونو کې بیا د دغو ملکي وګړو وژل کېدو ته هېڅ ډول اشارې نه دي شوې.
په راپور کې د حقاني شبکې د یوه غړي او د طالبانو د کابل امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ یادونه هم شوې، چې په دې وروستیو کې یې د «پنځلس دقیقې» په نوم د خپلو خاطرو کتاب چاپ کړی.
هغه په دې کتاب کې له بهرنیو ځواکونو او مخکیني جمهوري نظام سره د خپلو جګړو خاطرې لیکلې دي.
ټربېون ورځپانې لیکلي، طالبانو ځکه دغه ډول کتابونو لیکلو ته مخه کړې چې د دغه ډلې په باور د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې لوېدیځو لیکوالانو د جګړې «اصلي حقیقت» خلکو ته برعکس وړاندې کړی دی.
په تېرو دوو لسیز کې د افغانستان د جګړې په تړاو د لوېدیځو لیکوالانو له لوري بېلابېل کتابونه لیکل شوي دي.
همدا راز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه مرستیال مهاجر فراهي هم د خپلې ډلې د تېرو جګړو اړوند د خاطرو یو کتاب لیکلی دی.
هغه فرانس پرېس اژانس ته ویلي، چې د کتاب لیکلو موخه یې د «حقیقت څرګندول» دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په خواله رسنیو کې د طالبانو تازه لیکل شویو کتابونو ته ډول، ډول غبرګونونه څرګند شوي.
ځینو لیکلي، چې طالبانو په دغو کتابونو کې پر خپلو «جنایتونو ښکاره اعترافونه» هم کړي او دا د راتلونکې لپاره ښه تاریخي سندونه کېدای شي.
ځینو نورو بیا اندېښنې څرګندې کړې، چې په افغانستان کې د دغه ډول کتابونو دودېدل ښايي د سختدریځۍ د ډېرېدو لپاره لا نورې لارې پرانېزي؛ ځکه دغه ډلې د روښان فکرانو پر کتابونو سخت بندیزونه هم لګولي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو وختونو کې پر زرګونه کتابونو چې د دغه ډلې ضد لیکل په کې شوي او یا هم د دوی په وینا د «اسلامي اصولو» سره په ټکر کې دي، پرې بندیزونه لګولي دي.
پر کتابونو د طالبانو بندیزونو د لیکوالانو سخت غبرګونونه راپارولي او نیوکې یې کړې دي، چې طالبان غواړي یوازې د خپلې سختدریځي مفکورې د عامېدو لپاره د خپلو افکارو اړوند کتابونه په خلکو په جبري توګه ولولي؛ څو دغه ډله د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره لاره پرانېزي.