• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل: له امریکا سره مو خبرې شوې دي، خو پر ایران د برید پرېکړه مو خپله وه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییل استازي داني دانون ویلي، چې هېواد یې له واشنګټن سره پرله‌پسې خبرې کړې دي؛ خو د ایران پر ضد د برید پرېکړه د اسراییل یو خپلواکه اقدام و.

دانون دغه څرګندونې د CNN سره په یوې مرکه کې وکړې.

له نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که ایران غبرګون وښيي؛ نو ایا اسراییل د امریکا ملاتړ ته هیله‌من دی، وویل: «زه نه غواړم پر اټکلونو بحث وکړم.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسراییل خپله دفاعي پرېکړه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کړې او که څه هم له متحدو ایالتونو سره همغږي روانه ده؛ خو دغه عملیات د اسراییل خپلواکه پرېکړه وه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ایران دولتي رسنۍ: د نطنز د یورانیمو بډای کولو تاسیسات په نښه شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

ایراني دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې د اسراییل له‌خوا پر ایران د وروستي برید پر مهال د دغه هېواد په مرکزي برخه کې د یورانیمو بډای کولو یو کلیدي مرکز ـ د نطنز تاسیسات څو ځله په نښه شوي دي.

د دولتي ټلویزیون په وینا: «د نطنز بډای کولو مرکز څو ځله هدف ګرځول شوی دی.»

له دغې سیمې څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې له مرکز څخه لوګی پورته کېږي.

که څه هم د پېښې کره زیانونه لا تر اوسه نه‌دي روښانه؛ خو ټلویزیون یوازې د لنډمهال لپاره یو ژوندی تصویر خپور کړی، چې پکې یو خبریال له سیمې راپور ورکاوه.

امریکایي سناتور جک رید د اسراییل د «بې‌پروا تاوتریخوالي پر زیاتوالي» سختې نیوکې کړې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمیټې مشر جک رید د ایران پر ضد د اسراییل بریدونه غندلي او له ولسمشر ټرمپ یې غوښتنه کړې، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

رید په یوه بیان کې وویل: «د اسراییل دغه اندېښمنوونکې پرېکړه چې پر ایران هوايي بریدونه وکړي، بې‌پروا تاوتریخوالی دی چې د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د خورېدو ګواښ لا زیاتوي.»

هغه زیاته کړه: «زه له دواړو خواوو غواړم، چې ژر تر ژره ځانونه محدود کړي او له ولسمشر ټرمپ او زموږ نړۍوالو شریکانو څخه غوښتنه کوم، چې د دغه کړکېچ د نور کنټرول له لاسه وتلو څخه د مخنیوي لپاره ډېپلوماټیکو هڅو ته وده ورکړي.»

د اسراییل لوی درستیز: د ایران پر ضد برید ناڅاپي نه و، موږ د نه ستنېدلو نقطې ته رسېدلي یو

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۱

د اسراییل د دفاع ځواکونو لوی درستیز جنرال ایال زامیر تازه په تل ابیب کې د پوځ د مرکزي قوماندې په ځمکني مرکز کې له پوځي افسرانو سره په غونډه کې څرګنده کړې چې د ایران د اټومي پروګرام او نظامي اهدافو پر ضد وروستی برید «د وخت په رسېدو» ترسره شوی دی.

ښاغلي زامیر ټینګار وکړ: «موږ هغه ټکي ته رسېدلي یو چې بیرته ستنېدل ناشوني دي، موږ نور انتخاب نه لرو او باید فوري اقدام وکړو.» هغه دا اقدام د دفاع د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وبلله.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «تاریخ موږ ته ښيي چې کله زموږ د له منځه وړلو هڅې کېږي، باید خپل سر ټیټ نه کړو او د خپلې هستۍ د ژغورنې لپاره په جدي توګه جګړه وکړو. ازادي هغه څوک ترلاسه کوي چې د هغې لپاره چمتو وي مبارزه وکړي»

زامیر د اسراییل پوځ د ارادې او چمتوالي په اړه هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه اقدام د ملي امنیت د خوندي کولو په لړ کې مهم او ضروري و.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سیمه‌ییز امنیتي وضعیت په تېزۍ بدلېږي او اسراییل د ایران د اتومي پروګرام په وړاندې خپل موقف کلک کړی دی.

یو اسراییلي چارواکي د محمد باقري او یو شمېر ایراني چارواکو د احتمالي وژنې خبر ورکړی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۱

یو اسراييلي چارواکي ویلي داسې ښکاري، چې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري او یو شمېر نور لوړ پوړي ایراني چارواکي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي. اسراييل زياتوي، چې بریدونه یې دقیق دي.

د اسراییل د برید وروسته له تهران څخه د یو شمېر ودانيو خپاره شوي انځورونه ښيي چې د یوې ودانۍ یوه ټاکلې برخه د اسراییل د برید هدف وه.

یو اسراییلي چارواکي ویلي، د اسراییل د برید هدف د ایران د حکومت د پوځي او سیاسي چارواکو کورونه وو.

اسراييل وايي، چې عملیات يې پر مهمو سيمو کړي او خاص هدفونه یې په نښه کړي دي.

په نطنز کې زورورې چاودنې؛ د ایران اتومي تاسیسات د احتمالي برید تر ګواښ لاندې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۱

د ایران په مرکزي ښار نطنز کې زورورې چاودنې اورېدلې شوي، چې دا ښار د یورانیمو د غني کولو د ستر مهم مرکز په توګه پېژندل کېږي. دغه پېښه د ایران د اتومي پروګرام په حساسه سیمه کې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي نښه ده.

د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې د اصفهان ولایت په نطنز ښار کې څو زورورې چاودنې اورېدل شوي دي.

نطنز هغه ځای دی چې د ایران د یورانیمو بډایه کولو یو له اساسي تاسیساتو کوربه دی.

ایران په دغه ښار کې دوه اتومي فابریکې لري؛ یو د ځمکې لاندې فابریکه چې د سوداګریزو اړتیاو لپاره جوړه شوې او ۵۰،۰۰۰ سنترفیوژونه پکې ځای پر ځای کېدای شي او بله کوچنۍ د ځمکې پر سر فابریکه چې د لوړ خالصوالي یورانیم تولیدوي.

شاوخوا ۱۴،۰۰۰ سنترفیوژونه د ځمکې لاندې فابریکه کې نصب شوي، له دې جملې نږدې ۱۱،۰۰۰ فعاله دي چې یورانیم تر ۵٪ خالصوالي پورې بډایه کوي.

په ځمکه پرته فابریکه کې بیا یورانیم تر ۶۰٪ خالصوالي پورې بډایه کېږي، چې د اتومي وسلو جوړولو له پولو سره نږدې ده.

دا چاودنې ښايي د نطنز د اتومي پروګرام پر امنیت جدي اغېزې ولري او د سیمې د کړکېچ کچه نوره هم لوړه کړي.