مېرمن حمیرا په افغانستان کې زېږېدلې او په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، فنلنډ ته کډواله شوې ده.
نوموړې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره د کورنۍ يوځایکېدو پروګرام له لارې دغه هېواد ته تللې ده. د هغې خپل پلار څو کاله مخکې د پناهغوښتونکي په توګه فنلنډ ته تللی و.
هغې ویلي، خوشاله ده چې ویې کړای شول د افغان ښځو له سخت وضعیت نه یې ځان ژغورلی او په فنلنډ کې یې د زدهکړو او پرمختګ فرصت موندلی دی.
حمیرا د ټامپیر په ښار کې لويه شوې، فنلنډي ژبه یې زده کړې او له یوه ښوونیز مرکز څخه د روغتیاپالې په توګه فارغه شوې ده.
دا مهال یاده افغانه مېرمن له خپل خاوند او درېیو ماشومانو سره په ټامپیر ښار کې ژوند کوي او د لومړنیو زدهکړو په برخه کې د ماشومانو د ښوونکې په توګه د رسمي دندې سربېره، په رضاکارانه فعالیتونو کې هم برخه اخلي.
نوموړې له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د پناهغوښتونکو او کډوالو د ملاتړ لپاره کار کوي.
نوموړې د نجونو د پوهاوي، روغتیا او د ښځو حقونو په ګډون بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.
هغې زیاته کړې: «کله چې یو څوک زما سترګو ته ګوري، مُسکا راته کوي او مننه کوي، ډېر ښه احساس کوم. دا مهمه نه ده چې خلک له کوم ځایه راغلي، د دوی د پوستکي رنګ یا دین څه دی، زه غواړم مرسته ورسره وکړم.»
هغه وايي، چې اوس د کال د غوره پناهغوښتونکې په توګه یې اصلي دنده دا ده چې د افغان ښځو سخت ته پاملرنه وکړي.
دې وویل: «په افغانستان کې حیوانات تر ښځو ډېر حق لري. ښځې اجازه نهلري چې په ټولنه کې خبرې وکړي، باید پټې وي او له اجازې یا د یو نارینه له ملتیا پرته نهشي وتلای. زه غواړم د دې ښځو غږ واوسم او پرې نه ږدم چې نړۍ هغوی هېرې کړي.»