اسراییل د فلسطین لویدیځ غاړه (ویسټ بانک) تړلې ده

یو اسراییلي پوځي چارواکي اسوشیېټېډ پرېس ته ویلي، اسراییل د ایران پر ضد له برید سره هممهاله په لویدیځې غاړه کې ټول تګ راتګ بند کړی او دغلته یې سیمهییز بندیز لګولی دی.
د دغه اقدام له مخې، اوس هېڅ فلسطینی د ځانګړې همغږۍ پرته نهشي کولای له سیمې ووځي یا بېرته ورستون شي، او د سیمې دننه او بهر هر ډول تګراتګ محدود شوی دی.
چارواکي دا څرګندونې د نوم نهاخیستنې په شرط کړي، ځکه چې د پوځ له لورې ورته دا ډول سپارښتنه شوې وه.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې شاوخوا درې میلیونه فلسطینیان ژوند کوي، چې د اسراییلي پوځ تر مستقیم نظامي واک لاندې دي.
