طالبان: ترکیه کې د افغان پاسپورټ وېش له څلور کلن ځنډ وروسته بیا پیل شو

په ترکیه کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د افغانانو لپاره یې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیل کړی دی. یاد سفارت د شنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، چې په ترکیه کې د پاسپورټ د وېش بهیر د تېرو څلورو کلونو راهیسې درول شوي و.