شهباز شریف: ایران د ځان د دفاع حق لري

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د اسراییل بریدونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه وبلله او په کلکه یې وغندل.
هغه ټینګار وکړ، چې ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د ځان د دفاع حق لري.
شهباز شریف د شنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې ولیکل چې هغه د ایران له ولسمشر سره خبرې کړې او د "اسراییلي یرغل" په وړاندې یې د ایران له خلکو سره د پاکستان قوي پیوستون څرګند کړ.
هغه وویل چې دا بریدونه د ایران د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه او د نړیوال قانون سپکاوی دی.
شهباز شریف زیاته کړه، چې مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان د دریځ ستاینه کړې ده.
