بنیامین نتنیاهو: د اقدام او قیام پرېکړه اوس د ایران د خلکو په لاس کې ده

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته ویلي، چې «ازادي نږدې ده» او هغوی یې هڅولي چې پاڅي او د ایران د حاکم دولت پر وړاندې اقدام وکړي. هغه فاکس نیوز ته وویل، چې د قیام او عمل پرېکړه اوس د ایران د خلکو په لاس کې ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسراییل یواځې د ایران جګپوړي اتومي ساینس پوهان هدف ګرځولي. ده هغوی د هټلر له ساینسپوهانو سره پرتله کړي دي.
نتنیاهو پر طمره ښار د ایران د توغندیو برید په غبرګون کې وویل: «توغندي زموږ ترمنځ توپیر نه کوي. راغلي چې موږ ټول له منځه یوسي. موږ په دې جګړه کې یو ځای سره ولاړ یو».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې وړاندې ددغه هېواد د پوځ یوه چارواکي وویل، چې ددوی هدف د ایران د رژیم تغیرول نه دي.
