په غزني کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۳ کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د دغه ولایت په اب بند او ګېلان ولسوالیو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۳ کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د دغه ولایت په اب بند او ګېلان ولسوالیو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۳ کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په غزني ولایت کې د دغې ډلې د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي په حواله لیکلي، چې د اب بند ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار د تېلو ټانکر، مساپر وړونکي موټر او زرنج ترمنځ د ټکر له امله ۲ کسه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.د نوموړي په وینا؛ دویمه پېښه د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې د یوه موتر چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پکې یو کس مړ او ۲ نور ټپیان شوي دي.ښاغلي سرحدي د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د قرغزستان هېواد په بېشکک فورم کې چې تمه کېږي د روان کال په اګسټ میاشت کې ترسره شي؛ د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه بلنه تېره ورځ په کابل کې د قرغزستان سفیر تورداکون سیدیکوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي نورالدین عزیزي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر له بلنې او افغانستان ته د قرغزي پلاوي له سفر هرکلی وکړ.
هغه وړاندیز کړی، چې افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر په لړ کې دې په کابل کې د قرغزستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شي.
د عزیزي په وینا؛ که چېرې د یاد هېواد پلاوی د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ ګډون وکړي؛ د تړونونو لاسلیک به په لوړه کچه ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوه پلان جوړولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور فعالانو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې تړونونو لاسلیک کولو، د ترانزیت او لوژستیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د لوژستیکي مرکز جوړولو او د قرغزستان جمهوریت څخه افغانستان ته د بشري مرستې په ګډون د بېلابېو مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي وړاندیز کړی، چې د مرستو وېش دې د افغان کډوالو او د افغانستان قرغزیانو ته متمرکز شي.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د سکرو د یوه کان نړېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په سمنګان ولایت کې د دغې ډلې د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني په حواله لیکلي، چې دغه پېښه د دره صوف بالا ولسوالۍ په لیله او قبي سیمه کې رامنځته شوې.
د هغه په وینا؛ د دغه کسانو جسدونه د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

جیو نیوز شبکې راپور ورکړی، طالبانو پرېکړه کړې چې نړۍوالې الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته تر ننوتو مخکې باید له دوی څخه اجازه واخلي چې له همدې امله د یو شمېر هوایي شرکتونو الوتکې د پاکستان فضا کې له ځنډ سره مخ شوې دي.
راپور زیاتوي، د طالبانو ملکي هوايي چلند ادارې د یوې رسمي خبرتیا له لارې ویلي، ټولې نړۍوالې الوتکې چې غواړي د کابل د الوتنیزو معلوماتو له سیمې (Kabul FIR) څخه تېرې شي؛ باید مخکې له مخکې رسمي اجازه تر لاسه کړي.
د دغې نوې پرېکړې له مخې؛ ډېری نړۍوالې الوتکې اړې شوې، چې د لنډ وخت لپاره د پاکستان په فضايي حریم کې تم شي؛ څو پر کابل له واکمنې ډلې اجازه ترلاسه کړي. له اجازې تر لاسه کولو وروسته، یادې الوتکې کولای شي د افغانستان له هوایي حریم څخه تېرې شي.
جیو نیوز وړاندې کاږي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر نړۍوالو الوتکو د کابل د الوتنیزو معلوماتو سیمې ته له ننوتو وړاندې د پاکستان په هوايي حریم کې ځنډنۍ شوې او دورې یې وهلې دي. د بېلګې په توګه یې د برېتېش اېروېز BA142 الوتکه یاده کړې، چې له نوي ډیلي څخه لندن ته روانه وه. دغه الوتکه شاوخوا ۲۰ دقیقې د پاکستان په فضا کې پر ګرځېدو مجبوره شوې وه.
سربېره پر دې، نورې هغه الوتکې چې له سنګاپور څخه فرانکفورټ، لندن او کوپنهاګ ته روانې وې او همداراز الوتنې له تایپه څخه فرانکفورټ ته او له نوي ډیلي څخه زوریخ ته تلونکې وې؛ هم د ورته ځنډ سره مخ شوې تر څو د طالبانو اجازه تر لاسه کړي.
یادې ټلوېزیوني شبکې په راپور کې لیکي، د طالبانو ملکي هوايي چلند ادارې لهخوا خپره شوې خبرتیا ښيي؛ تر هغه مهاله چې رسمي اجازه ورنه کړل شي، هېڅ الوتکه نه شي کولای د افغانستان فضا وکاروي. که څه هم د دغې پرېکړې کره لامل لا هم نه دی شریک شوی؛ خو داسې ښکاري، چې امنیتي اندېښنې او نظارتي دلایل به یې تر شا وي.
دغه پرېکړه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ایران او اسراییل د روان کړکېچ له امله په سیمه کې یو شمېر هېوادونو پر خپلو هوایي حریمونو څار ډېر کړی دی.

ځایي سرچینې وایي، چې د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په تخت خور سیمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې له دانګام څخه د پرلهپسې نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.
سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د یوې نوې پوستې د جوړولو هڅه روانه وه.
د یادونې ده، چې تر دې دمه د دواړو هېوادونو چارواکو د پېښې په اړه په رسمي ډول څه دي ویلي.
تر دې وړاندې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پرلهپسې ډول نښتې شوې وې.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په ډنډي سر سیمه باندې د پاکستان له لوري راکټي بریدونه ترسره کېږي.
سرچینو ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ په نښته کې په وقفه یې ډول له درنو او سپکو وسلو استفاده شوې.
تر دې مهاله د دانګام د نښتو له امله له دواړو لوریو څخه د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
پاکستاني رسنیو ویلي، دغه نښتې د افغانستان لورې ته د کونړ په دانګام ولسوالۍ او د پاکستان لوري ته د باجوړ ولسوالۍ د مومند، کټکوټ، غاخي او نښتر پاس په سیمو کې شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ ولایت کې د ډيورنډ پولې په شاوخوا سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وخت ناوخته نښتې رامنځته کېږي.
دا نښتې ډېری وخت د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو له امله شدت مومي، چې د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوي.

د پاکستان د سمندري چارو مرکزي وزیر محمد جنید انور چودري د افغانستان د ټرانزیټي مالونو د دویمې سوداګریزې بېړۍ د ګوادر بندر ته رسېدل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پرمختګ وباله.
یاده بېړۍ شل زره متریک ټنه کیمیاوي سره (ډي ای پي) له اسټرالیا راوړي او دا د نوي ټرانزیټي چوکاټ له مخې دویمه رسمي بار وړونکې بېړۍ ده، چې ګوادر بندر ته رسېږي.
تر دې وړاندې هم یوه ورته بېړۍ د روان کال په فبرورۍ کې دغه بندر ته رسېدلې وه.
د پاکستان مرکزي وزیر وویل، چې دا پرمختګ به افغانستان ته د نړۍوالو بازارونو پر لور یو اغېزناک لاره پرانیزي او ګوادر بندر به د داخلي سیمو لکه افغانستان لپاره یوه ستراتیژیکه سوداګریزه دروازه باندې بدله شي.
نوموړي دا هم زیاته کړه، چې د اقتصادي همغږۍ کمېټې وروستۍ پرېکړې چې له مخې یې د بانکي ضمانت پر ځای د بیمې تضمین منل کېږي، د سوداګرۍ په بهیر کې اسانتیا راوستې ده او د مالونو تصفیې چارې یې چټکې کړې دي.
هغه بندري چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د مالونو د ژر تر ژره لېږد او خالي کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي او باور یې څرګند کړ، چې ګوادر بندر اوس بشپړ چمتو دی څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ زیاتېدونکی حجم اداره کړي.
چودري همداراز وویل، چې دا پرمختګ نه یوازې لګښتونه راکموي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې غښتلې کوي او ګوادر کولی شي د سیمې د اقتصادي یووالي لپاره یوه محوري نقطه شي.