د جرمني لومړی وزیر: اسراییل زموږ د ټولو لپاره پر ایران د برید ناپاک کار ترسره کوي

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ پر ایران د اسراییل د بریدونو دفاع کړې ده. نوموړي په کاناډا کې د جي۷ هېوادونو د ناستې په یوې څنډه کې د مرکې پرمهال وویل: «دا یو ناپاک کار دی، چې اسراییل یې زموږ ټولو لپاره ترسره کوي.»
هغه د خپلې مرکې پر دوام زیاته کړه: «زه د اسراییل پوځ او دولت ته چې د دغه کار [پر ایران برید] د ترسره کولو زړورتیا لري، ډېر درناوی لرم. که دا کار نه وای شوی، ښايي کلونه د دغه رژیم د وېرې خپرونې شاهد وای.»
مېرڅ له زيډياېف ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: «د اسراییل برید یو داسې رژیم په نښه کوي، چې د بریدونو، وژنو او وینې تویونې له لارې حزبالله، حماس او ان روسیې ته د بېپېلوټه الوتکو په لېږلو سره، نړۍ ته مرګ او ورانی راوړی دی.»
د جرمني لومړي وزیر ویلي، که د ایران حکومت د مذاکرې مېز ته له راستنېدو سره لېوالتیا ولري؛ نو پوځي مداخلې ته به اړتیا نه وي. خو که داسې ونه شي، ښايي د ایران اټومي وسلو پروګرام په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
