د ایران مذهبي مشر په تازه وینا کې: امریکایان دې پوه شي چې د ایران ملت چاته نه تسلیمیږي

د ایران ستر مشر ایتالله خامنهیي امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې ایران هېڅکله تسلیمېدونکی نهدی او که امریکا هر ډول نظامي مداخله وکړي، دابه له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مل وي. د ایران دولتي رسنۍ د خامنه يي له قوله وايي، « ایرانی ملت به د تحمیلي جګړې پر وړاندې کلک ودرېږي».
