ټيټيپي د ایران له خوا پر اسراییل د ځوابي برېدونو ملاتړ اعلان کړ

تحریک طالبان پاکستان پر ایران د اسراییل برېدونه غندلي او وايي، د ایران له خوا پر اسراییل د ځوابي برېدونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.

تحریک طالبان پاکستان پر ایران د اسراییل برېدونه غندلي او وايي، د ایران له خوا پر اسراییل د ځوابي برېدونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
ټي ټي پي د یوې اعلاميې په خپرولو سره پر ایران د اسراییل برېدونه غندلي، خو پر اسراییل یې د ایران د هغه ځوابي برېدونو ملاتړ کړی چې اسرایلیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي.
د ټي ټي پي په اعلامیه کې راغلي:«تحریک طالبان پاکستان دغه ظالمانه کړنه د نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او د ایران د خپل ځان دفاع لپاره د ترسره کړو تلفاتي عملیاتو بشپړ ملاتړ کوي. ایران ثابته کړه چې د قومونو عزت او یوازې په مقاومت کې دی.»
پاکستاني طالبانو د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د ایران ملاتړ وکړي او د اسراییل پر ضد دې عملي ګامونه پورته کړي.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او اسراییل ترمنځ د هوايي جګړې د دوام پرمهال ګڼ شمېر هېوادونو د خپلو وګړو د اېستلو لپاره بېړني تدابیر نیولي دي. د راپور له مخې، په سیمه کې د هوايي ټرافیک د بندښت له امله ډېری هېوادونه خپل وګړي د ځمکې له لارې وباسي.
تردې مهاله اسټرالیا له اسراییل څخه د خپلو ۱۲۰۰ وګړو له ډلې یو شمېر د ځمکې له لارې ایستلي دي او همدارنګه ۲۰۰۰ اسټرالیایانو په ایران کې د مرستې لپاره نوم لیکنه کړې ده.
اتریش تردې مهاله خپل ۴۸ وګړي له اسراییل څخه اېستلي او له ایران څخه د خپلو ۱۰۰ تنو وګړو پر اېستلو بوخت دی، همدارنګه بلغاریا په تهران کې خپل سفارت تړلی او ډېپلوماټان یې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
چین تردې مهاله تر ۱۶۰۰ زیات خپل وګړي له ایرانه او سلګونه یې له اسراییل څخه اېستلي، فرانسه هم پلان لري، چې خپل وګړي له ایران څخه ترکیې یا ارمنستان ته د ځمکي له لارې انتقال کړي او هند هم د خپل خپلو وګړو د اېستلو عملیات پیل کړي دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې جرمني، ایټالیا، جاپان، نیوزیلنډ، پولنډ، پرتګال، صربیا، سلواکیا، سویلي کوریا، ټایوان، یوګانډا، امریکا او ویتنام هم د هغه هېوادونو له ډلې دي، چې یایې خپل وګړي له ایران او اسراییل څخه اېستلي او یا هم یې د اېستلو پلان لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وایي چې له افغانستان څخه جلاوطنه شویو ژورنالیستانو ته په پاکستان کې د اخراج، نیونې او ځورونې جدي ګواښونه ورپېښ دي. دغه سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو خوندیتوب ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
د ار ایس ایف د تازه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې ۵۵۰ افغان ژورنالیستانو ته د مرستې لاس ورکړل شوی، چې زیاتره یې اوس مهال په پاکستان کې دي.
راپور وایي چې د وېزې شرایط خورا سخت شوي او یوازې د یوې میاشتې لپاره ورکول کېږي، او تمدید یې له اوږدو او ستړیا ډکو اداري خنډونو سره مخ دی.
له همدې امله، خبریالان د نیول کېدو، توقیف، اخراج او پولیسو لهخوا د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان له ډېموکراتیکو هېوادونو غواړي چې د افغان ژورنالیستانو لپاره بېړنۍ ویزې، د اوږدمهاله استوګنې اسناد، د بیا مېشتېدو برنامې او د خوندیتوب اقدامات برابر کړي.
دا سازمان وایي چې د افغان ژورنالیستانو خوندیتوب یواځې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې د ازادو رسنیو، معلوماتو ته د لاس رسي او د ناسم تبلیغاتو پر ضد د مبارزې یوه مهمه برخه هم ده.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان حاکم شول سلګونه خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شول او ګڼو یې هېواد پرېښی دی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو نظام ته د وفاداري لپاره هبت الله اخوندزاده ته وفاداري یو شرط دی. حقاني په پکتیا کې د یو شمېر سیمه ییزو بانفوذه کسانو په غونډه کې وویل: «که موږ فرمانونو ته ریښتینې ونه اوسو؛ نو موږ دې ملت او نظام ته هم وفادار نه شو پاتې کېدای».
که څه هم نوموړي په ورستیو څو میاشتو کې څو ځله په غیر مستیقم ډول د ملا هبت الله اخوندزاده پر ځینو کړنو نیوکي هم کړې وې؛ خو دا ځل یې په ښکاره توګه د وفادارۍ موضوع د هبت الله له اطاعت سره وتړله.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د غبرګولي په ۲۹مه د پنجشنبې په ورځ په یاده غونډه کې ویلي، چې د دې ولایت لپاره د سړکونو، بندونو، برېښنا تاسیساتو او څلور لارو جوړولو پر څیر پراختیايي پروژې پلان شوي دي؛ خو د یادو پرژو د پلي کولو لپاه د خلکو «صبر» ته اړتیا لري.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې افغانستان انټرنشنل څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د سراج الدین حقاني له خوا د خوست، پکتیا او پکتیکا د غرنیو سیمو نښولو او د سړک جوړولو پروژې د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو او مالي سرچینو د کمبود له امله له خنډ سره مخ شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې یادې پروژې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په شخصي لګښت پلي کېدې.
پر همدغه مهال د دغه غونډې یو شمېر ګډونوالو د پوهنې، روغتیا، کرنې او ځوانانو لپاره د کار موندنې په برخو کې د پروژو غوښتنې هم مطرح کړې.
سرچینو ویلي، چې خلکو له طالبانو غوښتني چې د کردیز څخه پټان ولسوالۍ ته سړک، د ناړۍ او مچلاغ بندونو بیارغونه او د ښوونځیو لپاره دې ودانۍ جوړي کړي.
سراج الدین حقاني ویلي، چې د خلکو یادې غوښتنې به وڅېړل شي، خو د مالي سرچینو او د عملي کېدو د مهال وېش په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
کارپوهان په دې باور دې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر ټولنیزو محدودیتونو تمرکز د دې لامل شوی، چې په هېواد کې پر پراختیايي چارو تمرکز کم شي.

د تېر جمهوري نظامد بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر له نړیوالو مرسته کوونکو، په ځانګړي ډول د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د سازمانونو غوښتنې جدي ونیسي او ملاتړ یې وکړي.
اتمر ویلي، دا یواځې یو اخلاقي مسوولیت نه، بلکې د نړیوال ثبات او ګډو ګټو لپاره یوه ستره پانګونه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د حکومت د مشروعیت له موضوع پرته، نړیواله ټولنه او افغان ولس باید پر طالبانو فشار راوړي څو د خلکو له منابعو ترلاسه شوي عواید د ژوند ژغورنې او بنسټیزو خدماتو لپاره وکاروي.
اتمر ټینګار کړی چې اوس وخت دی طالبان نه یوازې د بشري حقونو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د رعایت، بلکې د عامه شتمنیو د مدیریت په برخه کې هم حساب ورکوونکي وبلل شي، ځکه چې میلیونونه افغانان له لوږې او بنسټیزو خدماتو ته له نهلاسرسي سره مخ دي.
اتمر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبان د بهرنیو مرستو څخه په ناوړه ګته اخیستنې تورن دي.
پر طالبانو تور دی چې افغانستان ته بشري مرستې پر مستحقو خلکو نه بلکې دوی خپل منځ کې سره ویشي.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د اسانتیا په موخه پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ټیټ قیمت د یوې کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان موټر چلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو ته د یو کال اعتبار لرونکي ویزه ورکوي.
د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې، پر دغه یو کلنه ویزه افغان موټرچلوونکي پاکستان ته څوځله تګ راتګ کولی شي.
د پاکستان سفارت ویلي چې د دغه ویزې لپاره یې بیه په امریکایي ډالرو ټاکلې ده، چې هره ویزه سل امریکایي ډالره ده.
په کابل کې د اسلام اباد سفارت ویلي، چې د دغه ډول ویزې ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ سایز عکس، د پاسپورټ کاپي، پیژندپاڼه، د راجسټر شوي ټرانسپورټي شرکت له لورې رسمي لیک او د موټر چلولو جواز (لایسنس) اړین دي.
د پاکستان حکومت ویلي، چې د افغان موټرچلوونکو لپاره به دا نوې اسانتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.