• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سیډني د بونډای ساحل اتل احمد الاحمد ته یو میلیون ډالره مرسته راټوله شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د اسټرالیا د سیډني ښار د ډزو په پېښه کې د یوه بریدګر له لاس نه د وسلې وړلو له امله احمد الاحمد ته تر اوسه یو میلیون ډالره مرسته راټوله شوې ده. هغه تازه له روغتون نه رخصت شوی، ځکه په لاس او اوږه دوه ډزه لګېدلی و.

د دوشنبې په ورځ رسنیو اعلان وکړ، چې د سیډني د پېښې اتل احمد الاحمد ته د مرستې لپاره د بسپنې یو انلاین کمپاین پیل شوې، چې تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون ډالر ورته راټول شوي دي.

یوه امریکايي سوداګر ۴۳ کلن احمد الاحمد ته ۶۵ زره امریکايي ډالر مرسته ورکړې ده.

دغه سوداګرپر خپل ایکس پاڼې لیکلېاحمد یو اتل دی.

د احمد د کورنۍ غړو ویلي چې هغه د مېوو پلورونکی دی او د دوو ماشومانو پلار دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کرس مینز هم په روغتون کې د احمد الاحمد پوښتنه کړې اواحمد یې د ریښتیني ژوند اتل بللی.

احمد الاحمد د یکشنبې په ورځ پر هغه وسله وال برید وکړ، چې په بونډای ساحل کې یې پر عامو خلکو ډزې کولې. په دې ډزو کې ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د نوموړي جرئت ستایلی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ګروسي: د ایران تر ټولو مهم اټومي مرکزونه لاهم زموږ له لاسرسي بهر دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۸ GMT+۰

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، چې په ایران کې د یادې ادارې پلټنې له ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي. هغه ټینګار کړی، چې لاهم د نطنز، اصفهان او فردو په څېر د ایران مهمو اټومي تاسیساتو ته لاسرسی نه‌لري.

د نوموړي په وینا؛ د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې پلټونکي اوس یوازې هغه اټومي تاسیساتو ته لاسرسی لري، چې د امریکا د هوايي بریدونو له امله نه‌دي زیانمن شوي. هغه زیاته کړې، چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران پر اټومي تاسیساتو تر هوايي بریدونو وروسته د پلټنو بیا پیل د ادارې لپاره له سترو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

ګروسي ویلي، که څه هم دا یو مثبت ګام دی چې د تفتیش لپاره په هوکړه شوي نوملړ کې شامل تاسیسات بیا تر څار لاندې راغلي؛ خو د نطنز، اصفهان او فردو تاسیسات ځانګړی اهمیت لري.

د هغه په وینا: «په دغه تاسیساتو کې لاهم د پام وړ اټومي توکي او تجهیزات شته او موږ اړتیا لرو، چې هغوی ته بشپړ لاسرسی ولرو.» هغه وړاندې ویلي، تر هغه چې دغه حساسو مرکزونو ته لاسرسی نه‌وي برابر شوی؛ د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه بشپړ او کره ارزونه شونې نه‌ده.

د اوکراین ولسمشر وايي چې د لویدیز د ضمانتونو په رڼا کې د ناټو له غړیتوب تېر دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر اعلان کړی، چې کیېف د ناټو د غړیتوب له هدف تېر شوی او له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه یې د لویدیزو هېوادونو پر امنیتي تضمینونو موافقه غوره ګڼلې ده.

زېلینسکې د جرمني پلازمېنې برلین ته له رسېدو او د ډونالډ ټرمپ له استازو سره تر لېدلو وروسته اعلان وکړ، چې اوکراین له خپل هغه پخواني هدف څخه چې باید د ناټو غړیتوب یې ترلاسه کړی وای، تېر شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د متحدینو له لوري قانوني او تضمین شویو امنیتي ژمنو ته یې لومړیتوب ورکړی.

زېلینسکې ویلي:« د امریکا او اوکراین ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تضمینونه، د امریکا له خوا زموږ لپاره د پنځمې مادې په څېر تضمینونه، د اروپايي همکارانو او همدارنګه نورو هېوادونو لکه کاناډا، جاپان او نورو سره امنیتي تضمینونه د روسیې د بل یرغل د مخنیوي لپاره یو فرصت دی.»

نوموړې زیاته کړې:« دا زموږ له لوري یو امتیاز دی او دغه تضمینونه باید په قانوني بڼه او د عملي کېدو وړ وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ځلونو غوښتنه کړې وه، چې اوکراین دې په رسمي ډول د ناټو د غړیتوب له هڅو لاس واخلي او د اوکراین د دونباس لس سلنې خاورې څخه دې خپل ځواکونه وباسي.

مسکو ویلي و، چې اوکراین باید د یو بې طرفه هېواد په توګه پاتې شي او دغه هېواد کې باید د ناټو هېڅ سرتیری ځای پر ځای نه شي.

اسټرالیا کې هغه مسلمان د اتل په توګه ستایل شوی چې له بریدګره یې وسله یووړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د احمد په نامه یو مسلمان، چې د اسټرالیا په سیډني ښار کې یې پر یوه بریدګر ورټوپ کړل او وسله یې ترې یووړه، په دغه هېواد کې د اتل په توګه ستایل شوی. د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې ۴۳ کلن مېوه پلورونکی احمد ال احمد پر هغه بریدګر برید کوي، چې پر عامو خلکو ډزې کوي. هغه ټوپک وروسته له ونې سره ږدي.

د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

احمد د وسله والو په ډزو کې پر لاس او اوږه لګېدلی، خو روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

په برید کې، چې د یهودانو د حنوکا د مذهبي رخصتۍ د نمانځلو پر مهال وشو، څو وسله وال پر عامو خلکو ډزې کوي، یو وسله وال وژل کیږي او یو تن لاسونه پورته کوي او پولیسو ته ځان سپاري.

په دغو ډزو کې لږترلږه د ۱۱ تنو وژل کېدل تایید شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي.

د اسټرالیا د ننني برید یو بریدګر د نوید اکرم په نامه پېژندل شوی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د اسټرالیا د سیډني ښار د نننۍ ترهګریزې پېښې یو بریدګر د نوید اکرم په نامه اعلان شوی، چې د سیډني په جنوب لوېدیزه بوني‌ رېګ سیمه کې اوسېده. یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي د هغه پر کور د پولیسو چاپه روانه ده.

د اسټرالیا د استخباراتي ادارې (ASIO) مشر مایک برګېس اې بي سي ته ویلي چې دوی بریدګر وپېژنده او دا هم څېړي چې ایا په ټولنه کې نور کسان هم د ورته نیت لرونکي شته که نه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بریدګر د استخباراتوتر څار لاندې و، هغه وویل، « له دغو کسانو مو یو تن پېژندلی و، خو د سملاسي ګواښ په توګه نه، نو اوس باید وڅېړو چې څه پېښ شول».

د سیډني د بونډای ساحل په ډزو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي، چې دوه بریدګر هم پکې شامل دي.

نور ۲۹ کسان، چې دوه د پولیسو افسران هم پکې دي، ټپیان شوي او د ښار بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي غونډې ډزو کې ۱۰ تنه وژل شوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د اسټرالیا چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سیډني د بونډای ساحل په سیمه کې د یهودانو د یوې مذهبي غونډې پر مهال وسله‌والو ډزې وکړې چې له امله یې لس کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شول. د نیو ساوت وېلز پولیسو وویل چې دوه کسان یې نیولي دي.

د اسټرالیا اې بي سي ټلویزیون خبر ورکړی چې لږ تر لږه د دوو وسله‌والو له ډلې یو هم د وژل شویو کسانو په منځ کې دی.

د نیو ساوت وېلز د امبولانس ادارې ویاند وویل چې د ډزو له پېښې وروسته شاوخوا ۱۲ کسان نږدې روغتونونو ته ولېږدول شول.

د اسټرالیا لومړي وزیر دا پېښه «بوږنوونکې او ځوروونکې» وبلله.

۳۰ کلن ځایي اوسېدونکي هېري وېلسن، چې د پېښې عیني شاهد و، سیډني مارنینګ هېرالډ ته وویل: «ما لږ تر لږه لس کسان پر ځمکه پراته ولیدل او هر ځای وینه وه».

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ وویل چې هغه یهودان چې د حنوکا د اختر د لومړۍ شمعې د بلولو لپاره ساحل ته تللي وو، د «کرکجنو ترهګرو» له لوري تر برید لاندې راغلل.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون ساعر وویل چې دی پر دې ډزو سخت خواشینی شوی دی.

بونډای، چې د نړۍ تر ټولو مشهورو ساحلونو شمېرل کیږي، ډېر وخت له ځایي خلکو او سیلانیانو څخه ډک وي.

د اسټرالیا د یهودانو د اجرایي شورا مرستیال اجرایي مشرالېکس رېوچین سکاې نیوز ته وویل: «که موږ په قصدي ډول په داسې ډول په نښه شوي یو، دا داسې څه دي چې هېڅ یوه یې تصور نه شو کولای. دا یو ډېر وحشتناک کار دی».

هغه زیاته کړه چې د ده د رسنیو سلاکار هم په برید کې ټپي شوی دی.

پر اېکس خپرېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک د ساحل او نږدې پارک له سیمې تښتي، په داسې حال کې چې د څو ډزو غږونه او د پولیسو د موټرو هارنونه اورېدل کېږي. په یوه ویډیو کې یو سړی چې تور کمیس یې اغوستی و، له یوې لویې وسلې ډزې کوي، خو وروسته یو بل سړی چې سپین کمیس یې اغوستی ، پرې ورټوپ کوي او وسله ترې اخلي. په بله ویډیو کې یو بل کس له پله څخه ډزې کوي.

یوه بله ویډیو ښيي چې دوه کسان د پولیسو له خوا پر یوه کوچني پله پر ځمکه څملول شوي دي. افسران هڅه کوي د یوه کس ژوند وژغوري.