• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیا کې هغه مسلمان د اتل په توګه ستایل شوی چې له بریدګره یې وسله یووړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د احمد په نامه یو مسلمان، چې د اسټرالیا په سیډني ښار کې یې پر یوه بریدګر ورټوپ کړل او وسله یې ترې یووړه، په دغه هېواد کې د اتل په توګه ستایل شوی. د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې ۴۳ کلن مېوه پلورونکی احمد ال احمد پر هغه بریدګر برید کوي، چې پر عامو خلکو ډزې کوي. هغه ټوپک وروسته له ونې سره ږدي.

د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

احمد د وسله والو په ډزو کې پر لاس او اوږه لګېدلی، خو روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

په برید کې، چې د یهودانو د حنوکا د مذهبي رخصتۍ د نمانځلو پر مهال وشو، څو وسله وال پر عامو خلکو ډزې کوي، یو وسله وال وژل کیږي او یو تن لاسونه پورته کوي او پولیسو ته ځان سپاري.

په دغو ډزو کې لږترلږه د ۱۱ تنو وژل کېدل تایید شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا د ننني برید یو بریدګر د نوید اکرم په نامه پېژندل شوی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د اسټرالیا د سیډني ښار د نننۍ ترهګریزې پېښې یو بریدګر د نوید اکرم په نامه اعلان شوی، چې د سیډني په جنوب لوېدیزه بوني‌ رېګ سیمه کې اوسېده. یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي د هغه پر کور د پولیسو چاپه روانه ده.

د اسټرالیا د استخباراتي ادارې (ASIO) مشر مایک برګېس اې بي سي ته ویلي چې دوی بریدګر وپېژنده او دا هم څېړي چې ایا په ټولنه کې نور کسان هم د ورته نیت لرونکي شته که نه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بریدګر د استخباراتوتر څار لاندې و، هغه وویل، « له دغو کسانو مو یو تن پېژندلی و، خو د سملاسي ګواښ په توګه نه، نو اوس باید وڅېړو چې څه پېښ شول».

د سیډني د بونډای ساحل په ډزو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي، چې دوه بریدګر هم پکې شامل دي.

نور ۲۹ کسان، چې دوه د پولیسو افسران هم پکې دي، ټپیان شوي او د ښار بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي غونډې ډزو کې ۱۰ تنه وژل شوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د اسټرالیا چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سیډني د بونډای ساحل په سیمه کې د یهودانو د یوې مذهبي غونډې پر مهال وسله‌والو ډزې وکړې چې له امله یې لس کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شول. د نیو ساوت وېلز پولیسو وویل چې دوه کسان یې نیولي دي.

د اسټرالیا اې بي سي ټلویزیون خبر ورکړی چې لږ تر لږه د دوو وسله‌والو له ډلې یو هم د وژل شویو کسانو په منځ کې دی.

د نیو ساوت وېلز د امبولانس ادارې ویاند وویل چې د ډزو له پېښې وروسته شاوخوا ۱۲ کسان نږدې روغتونونو ته ولېږدول شول.

د اسټرالیا لومړي وزیر دا پېښه «بوږنوونکې او ځوروونکې» وبلله.

۳۰ کلن ځایي اوسېدونکي هېري وېلسن، چې د پېښې عیني شاهد و، سیډني مارنینګ هېرالډ ته وویل: «ما لږ تر لږه لس کسان پر ځمکه پراته ولیدل او هر ځای وینه وه».

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ وویل چې هغه یهودان چې د حنوکا د اختر د لومړۍ شمعې د بلولو لپاره ساحل ته تللي وو، د «کرکجنو ترهګرو» له لوري تر برید لاندې راغلل.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون ساعر وویل چې دی پر دې ډزو سخت خواشینی شوی دی.

بونډای، چې د نړۍ تر ټولو مشهورو ساحلونو شمېرل کیږي، ډېر وخت له ځایي خلکو او سیلانیانو څخه ډک وي.

د اسټرالیا د یهودانو د اجرایي شورا مرستیال اجرایي مشرالېکس رېوچین سکاې نیوز ته وویل: «که موږ په قصدي ډول په داسې ډول په نښه شوي یو، دا داسې څه دي چې هېڅ یوه یې تصور نه شو کولای. دا یو ډېر وحشتناک کار دی».

هغه زیاته کړه چې د ده د رسنیو سلاکار هم په برید کې ټپي شوی دی.

پر اېکس خپرېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک د ساحل او نږدې پارک له سیمې تښتي، په داسې حال کې چې د څو ډزو غږونه او د پولیسو د موټرو هارنونه اورېدل کېږي. په یوه ویډیو کې یو سړی چې تور کمیس یې اغوستی و، له یوې لویې وسلې ډزې کوي، خو وروسته یو بل سړی چې سپین کمیس یې اغوستی ، پرې ورټوپ کوي او وسله ترې اخلي. په بله ویډیو کې یو بل کس له پله څخه ډزې کوي.

یوه بله ویډیو ښيي چې دوه کسان د پولیسو له خوا پر یوه کوچني پله پر ځمکه څملول شوي دي. افسران هڅه کوي د یوه کس ژوند وژغوري.

جرمني د کرسمس پر یوه بازار د پلان شوي برید په شک پنځه تنه نیولي دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د جرمني چارواکو ویلي چې پنځه تنه یې د جنوبي باویریا د کرسمس پر یوه بازار د برید د پلان په شک نیولي. د پولیسو د اعلامیې له مخې، درې مراکشيان، چې عمرونه یې ۲۲، ۲۸ او ۳۰ کاله دي، یو ۵۶ کلن مصری او یو ۳۷ کلن سوریایی د جمعې په ورځ د جرمني او اتریش ترمنځ سوبن سرحدي تمځي کې ونیول شول.

پولیسو او څارنوالانو دا خبره په یوه ګډه اعلامیه کې کړې ده.

څېړونکي باور لري چې دغو کسانو غوښتل په لانداو سیمه کې یو له ګڼې ګوڼې ډک بازار ته موټر ننباسي او ډېر خلک ووژني.

د حزب‌الله مشر: هېڅکله به هم بې‌وسلې کېدو ته غاړه کېنږدو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۰

د حزب‌الله مشر نعیم قاسم د بې‌وسلې کېدو د هر ډول اوازو له ردولو سره ویلي، حزب‌الله به ان د امریکا او متحدینو په فشارونو سره هم خپلې وسلې چاته ورنه‌کړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د لبنان له پوځ سره دفاعي همکاریو ته چمتو دي.

د حزب‌الله مشر د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) وویل، دغه ډله به په هېڅ ډول شرایطو سره بې‌وسلې نه‌شي او د امریکا له لوري دغې چارې ته د لبناني چارواکو د اړ کولو په تړاو هڅې به هم بې‌پایلې پاتې شي.

نعیم قاسم زیاته کړه، امریکا باید پر دې پوهه شي چې حزب‌الله په هره سناریو کې له خپل ځانه دفاع کوي او هېڅکله به هم بې‌وسلې کېدو ته غاړه کېنږدي، ان که «ټوله نړۍ» د لبنان پر وړاندې جګړې ته یو موټی شي.

هغه په ټینګار سره څرګنده کړه، چې ځمکه، وسله او روحيه یو واحد کلیت جوړوي او د حزب‌الله بې‌وسلې کېدل د دې ډلې د «ځپل کېدو» په معنا دی.

نعیم قاسم د حزب‌الله د مخکېني مشر حسن ‌نصرالله او نورو لوړپوړو چارواکو وژل کېدو ته په اشارې سره ادعا وکړه، اسراییل غواړي دغه ډله په بشپړه توګه له‌منځه لاړه شي، خو په وینا یې داسې به هېڅکله هم ونه‌شي.

قاسم په ډاګه کړه، اسراییل اوس دې پایلې ته رسېدلی چې په جګړه کې لاسته راوړنې یې د له‌منځه تللو په حال کې دي، ځکه د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، په داسې حال کې چې حزب‌الله لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د امریکا په براون پوهنتون کې د ډزو له امله تر اوسه ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه د شویو ډزو له امله د یاد پوهنتون د معلوماتو له‌مخې تر اوسه ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. لا تر اوسه د بریدګرو شمېر معلوم نه‌دی.

د براون پوهنتون په خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

سره له دې چې شاوخوا نیم ساعت مخکې د امریکا ولسمشر په همدې تړاو یوه پیغام کې ویلي و، په یاد پوهنتون کې د ډزو په تړاو شکمن بریدګر کس نیول شوی، خو براون پوهنتون وايي: «تر دې دمه برید کوونکی یا کوونکي نیول شوي نه‌دي. د قانون پلي کوونکي ځواکونه په سیمه کې فعاله دي.»

د یادونې وړ ده، چې براون یو څيړنیز خصوصي او همداراز له ډېرو پخوانیو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.