• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حزب‌الله مشر: هېڅکله به هم بې‌وسلې کېدو ته غاړه کېنږدو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۰

د حزب‌الله مشر نعیم قاسم د بې‌وسلې کېدو د هر ډول اوازو له ردولو سره ویلي، حزب‌الله به ان د امریکا او متحدینو په فشارونو سره هم خپلې وسلې چاته ورنه‌کړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د لبنان له پوځ سره دفاعي همکاریو ته چمتو دي.

د حزب‌الله مشر د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) وویل، دغه ډله به په هېڅ ډول شرایطو سره بې‌وسلې نه‌شي او د امریکا له لوري دغې چارې ته د لبناني چارواکو د اړ کولو په تړاو هڅې به هم بې‌پایلې پاتې شي.

نعیم قاسم زیاته کړه، امریکا باید پر دې پوهه شي چې حزب‌الله په هره سناریو کې له خپل ځانه دفاع کوي او هېڅکله به هم بې‌وسلې کېدو ته غاړه کېنږدي، ان که «ټوله نړۍ» د لبنان پر وړاندې جګړې ته یو موټی شي.

هغه په ټینګار سره څرګنده کړه، چې ځمکه، وسله او روحيه یو واحد کلیت جوړوي او د حزب‌الله بې‌وسلې کېدل د دې ډلې د «ځپل کېدو» په معنا دی.

نعیم قاسم د حزب‌الله د مخکېني مشر حسن ‌نصرالله او نورو لوړپوړو چارواکو وژل کېدو ته په اشارې سره ادعا وکړه، اسراییل غواړي دغه ډله په بشپړه توګه له‌منځه لاړه شي، خو په وینا یې داسې به هېڅکله هم ونه‌شي.

قاسم په ډاګه کړه، اسراییل اوس دې پایلې ته رسېدلی چې په جګړه کې لاسته راوړنې یې د له‌منځه تللو په حال کې دي، ځکه د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، په داسې حال کې چې حزب‌الله لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا په براون پوهنتون کې د ډزو له امله تر اوسه ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه د شویو ډزو له امله د یاد پوهنتون د معلوماتو له‌مخې تر اوسه ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. لا تر اوسه د بریدګرو شمېر معلوم نه‌دی.

د براون پوهنتون په خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

سره له دې چې شاوخوا نیم ساعت مخکې د امریکا ولسمشر په همدې تړاو یوه پیغام کې ویلي و، په یاد پوهنتون کې د ډزو په تړاو شکمن بریدګر کس نیول شوی، خو براون پوهنتون وايي: «تر دې دمه برید کوونکی یا کوونکي نیول شوي نه‌دي. د قانون پلي کوونکي ځواکونه په سیمه کې فعاله دي.»

د یادونې وړ ده، چې براون یو څيړنیز خصوصي او همداراز له ډېرو پخوانیو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.

د امریکا د رود ایلند ایالت په براون پوهنتون کې ډزې شوې دي چې مرګ‌ژوبله هم لري

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه ډزې شوي او د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، په دې ډزو کې یو شمېر زده‌کړیالانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو لا هم کره شمېره یې روښانه نه ده.

د امریکا ولسمشر په همدې تړاو یوه پیغام کې ویلي، په یاد پوهنتون کې د ډزو په تړاو معلومات ورکړل شوي او په وینا یې شکمن بریدګر کس هم نیول شوی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي: «ما ته د رود ایلند په براون پوهنتون کې د ډزو په اړه معلومات راکړل شوي دي. اېف‌بي‌ای د پېښې په ځای کې حاضر دی. شکمن کس نیول شوی دی.»

نوموړي په خپل دې پیغام کې د پېښې قربانیانو او کورنیو ته یې هم دوعا کړې ده، دا د دې پخلی کوي چې په یاده پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

براون یو څېړنیز خصوصي او همداراز له ډېرو پخوانیو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په امریکا کې ورته پېښې زیاتې شوې دي.

بېلاروس ۱۲۳ سیاسي بندیان خوشې کړل

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د شنبې په ورځ له امریکا سره د یوې هوکړې په چوکاټ کې ۱۲۳ سیاسي بندیان خوشې کړل. د نوبل د سولې جایزې ګټونکې الیس بیالیاتسکي او د اپوزیسیون مشهوره څېره ماریا کلاشنیکووا هم له هغو کسانو څخه وې، چې له څو کلونو بند وروسته خوشې شوې دي.

د دې په بدل کې امریکا موافقه کړې، چې د بېلاروس پر کلسیمي پوټاشیم (پټاس) لګېدلي بندیزونه لرې کړي. پټاس د کیمیاوي سرې یوه مهمه برخه ده او بېلاروس له همدې امله د نړۍ له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

د دغو بندیانو خوشې کول د الکساندر لوکاشینکا تر ټولو لوی اقدام بلل کېږي، له هغه وخت راهیسې چې د ډونالد ټرمپ ادارې سږ کال له دغه واکمن سره خبرې پیل کړې دي.

د بېلاروس لپاره د امریکا د ولسمشر استازي جان کول رویټرز ته وویل، چې په راتلونکو میاشتو کې به په یوه لوی پړاو کې په بېلاروس کې شاوخوا ۱۰۰۰ پاتې سیاسي بندیان خوشې شي.

هغه ټینګار وکړ، که هېڅ سیاسي بندي پاتې نه وي، نو ممکن نور بندیزونه هم لرې شي. جان کول زیاته کړه: «زما په نظر دا یوه عادلانه معامله ده.»

د راپورونو له مخې، نهه خوشې شوي بندیان له بېلاروس څخه لیتوانیا ته تللي او ۱۱۴ یې اوکراین ته لېږدول شوي دي.

د نوبل سولې جایزې ګټونکی الس بیالیاتسکي چې کلونه یې د سیاسي بندیانو دفاع کړې او په‌خپله هم بندي شوی و، په لیتوانیا کې د امریکا په سفارت کې د ورتګ پر مهال د بېلاروس د اپوزیسیون جلاوطنه مشره سویتلانا تیخانوفسکایا غېږ کې نیولو سره تر بل هر وخت ډېر زوړ ښکارېده.

هغه رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د بشري حقونو د مبارزې هغه موخې چې د دې لپاره یې هغه او همکاران یې د نوبل جایزه ترلاسه کړې لا هم پوره شوي نه دي.

ګوترېش: په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر اډې برید د توجیه وړ نه دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر یوې لوژستیکي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو بریدونه د توجیه وړ نه دي.

د سوډان د ابیي سیمې په دې برید کې شپږ بنګله‌دېشي سوله‌ساتي ځواکونه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

دغه برید د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) شوی او وروسته انتونیو ګوترېش پر اېکس‌پاڼې دا یوه «وحشتناکه پېښه» وبلله.

نوموړي د بنګله‌دېش له دولت، ولس او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو برید د توجیه وړ نه دی او ممکن د جنګي جرم په توګه ونومول شي.

هغه په اېکس‌پاڼه لیکلي: «ټولو ته یادونه کوم چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او ملکي وګړو ساتنه یوه وجیبه ده. په دې برخه کې باید حساب ورکونه او مسوولیت‌ منل موجوده وي.»

د بنګله‌دېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي او امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی.

بنګله‌دېش د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریتونو له تر ټولو سترو ګډونوالو څخه دی او د دې هېواد ځواکونه له ډېرې مودې راهیسې د ابیي په سیمه کې مېشت دي.

په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر اډې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ۶ سوله‌ساتي سرتېري وژل شوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د بنګله‌دېش پوځ اعلان وکړ، چې د سوډان په ابیي سیمه کې د ملګرو ملتونو پر یوې لوژستیکي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۶ بنګله‌دېشي سوله‌ساتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د بنګله‌دېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) رامنځته شوې ده. د بنګله‌دېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي او امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی.

د بنګله‌دېش پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په دې سیمه کې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی او له ترهګرو سره نښتې دوام لري.»

په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې اړوندو چارواکو د ټپیانو لپاره د درملنې خدمتونه، د ژغورنې او مرستې عملیات پیل کړي دي.

بنګله‌دېش د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریتونو له تر ټولو سترو ګډونوالو څخه دی او د دې هېواد ځواکونه له ډېرې مودې راهیسې د ابیي په سیمه کې مېشت دي؛ هغه سیمه چې د سوډان او سوېلي سوډان ترمنځ یوه ترینګلې او لانجمنه سیمه بلل کېږي.