• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر اډې برید د توجیه وړ نه دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر یوې لوژستیکي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو بریدونه د توجیه وړ نه دي.

د سوډان د ابیي سیمې په دې برید کې شپږ بنګله‌دېشي سوله‌ساتي ځواکونه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

دغه برید د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) شوی او وروسته انتونیو ګوترېش پر اېکس‌پاڼې دا یوه «وحشتناکه پېښه» وبلله.

نوموړي د بنګله‌دېش له دولت، ولس او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو برید د توجیه وړ نه دی او ممکن د جنګي جرم په توګه ونومول شي.

هغه په اېکس‌پاڼه لیکلي: «ټولو ته یادونه کوم چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او ملکي وګړو ساتنه یوه وجیبه ده. په دې برخه کې باید حساب ورکونه او مسوولیت‌ منل موجوده وي.»

د بنګله‌دېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي او امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی.

بنګله‌دېش د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریتونو له تر ټولو سترو ګډونوالو څخه دی او د دې هېواد ځواکونه له ډېرې مودې راهیسې د ابیي په سیمه کې مېشت دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر اډې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ۶ سوله‌ساتي سرتېري وژل شوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د بنګله‌دېش پوځ اعلان وکړ، چې د سوډان په ابیي سیمه کې د ملګرو ملتونو پر یوې لوژستیکي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۶ بنګله‌دېشي سوله‌ساتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د بنګله‌دېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) رامنځته شوې ده. د بنګله‌دېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي او امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی.

د بنګله‌دېش پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په دې سیمه کې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی او له ترهګرو سره نښتې دوام لري.»

په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې اړوندو چارواکو د ټپیانو لپاره د درملنې خدمتونه، د ژغورنې او مرستې عملیات پیل کړي دي.

بنګله‌دېش د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریتونو له تر ټولو سترو ګډونوالو څخه دی او د دې هېواد ځواکونه له ډېرې مودې راهیسې د ابیي په سیمه کې مېشت دي؛ هغه سیمه چې د سوډان او سوېلي سوډان ترمنځ یوه ترینګلې او لانجمنه سیمه بلل کېږي.

په سوریه کې د داعش په ډزو کې د یوه ژباړونکي په ګډون دوه امریکایي سرتېري وژل شوي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ په سوریه کې د ډزو له امله د دغه هېواد دوه سرتېري او یو ژباړن وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سنټکام ویلي، چې د داعش یوه وسله‌وال د کمین وروسته پر امریکایي سرتېرو ډزې کړي او هغه هم د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

سنټکام د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پېښه د سوریې د حمص ولایت د پالمیرا ښار ته نږدې شوې.

د پنتاګون ویاند شان پارنل پر اېکس‌پاڼه لیکلي، برید هغه وخت وشو کله چې سرتېرو د یوه مهم مشر سره لیدنه کوله. هغه وویل، چې د دوی ماموریت په سیمه کې د داعش او ترهګرۍ پر وړاندې د روانو عملیاتو ملاتړ دی.

پارنل وویل، چې د برید په اړه څېړنې کوي او د وژل شویو سرتېرو نومونه او د اړوندو قطعاتو پېژندنې معلومات به تر ۲۴ ساعتونو پوري خپاره نه‌شي.

د امریکا ولسمشر وویل، چې دغه د امریکا او سوریې پر وړاندې د داعش له‌خوا برید و او د سوریې په یوه خورا خطرناکه برخه کې ترسره شو، چې په بشپړ ډول د دوی تر کنټرول لاندې نه دی. ډونالډ ټرمپ وویل، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د برید له امله «ډېر غوسه او په ژوره توګه اغېزمن» شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ د دې پېښې په غبرګون کې په خپل اېکس کې لیکلي: «پوه شئ، چې که امریکایان د نړۍ په هر ځای کې په نښه کړئ، د خپل پاتې لنډ ژوند هره شېبه به په دې وېره کې تېروئ چې امریکا به مو تعقیب، پيدا او بې‌رحمانه به مو ووژني.»

امریکا د سوریې په ختیځ کې سلګونه سرتېري لري، چې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوه نړۍوال اېتلاف برخه دي.

سوریه له لوېدیځو هېوادونو سره د خپلو اړیکو تر ښه کېدو وروسته تېره میاشت د داعش پر ضد د نړۍوال اېتلاف غړې شوه.

د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال امریکا له دغه هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لرلې، خو د اسد د کورنۍ د پنځوس کلنې واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې تودې شوې دي.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره میاشت واشنګټن ته یو تاریخي سفر وکړ او هلته یې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.

داعش په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې ماتې وخوړه، خو د دې ډلې پټې حجرې لا هم په دغه هېواد کې مرګوني بریدونه ترسره کوي.

هرات کې د طالبانو والي: د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا د ۱۰ افغانانو د وژنې په اړه پلټنه کېږي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي وایي، د هغو ۱۰ افغان کډوالو د وژلو موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي، چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۲مه د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي وو. نوموړي د افغان کډوالو د فاتحې مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي د پېښې عاملین مجازات شي.

په دې وروستیو کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې ۱۰ افغان کډوال د روان کال د لړم په ۲۲مه ایران ته پر لاره وو، چې د دغه هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا په ډزو ووژل شول.

د دغو کډوالو کورنیو د لیندۍ په ۱۲مه وویل، چې ایران د قربانیانو جسدونه له ۲۴ ورځو پټ ساتلو وروسته ورته وسپارل.

د قربانیانو کورنیو د جسدونو د ترلاسه کولو وروسته هغه د هرات ښار ته یوړل او د طالبانو د والي دفتر مخې ته یې اعتراض وکړ.

هغوی د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د «غېرانساني» چلند پر وړاندې اعتراض کړی، له نړۍوالو بنسټونو او د طالبانو له ادارې یې غوښتنه کړې، چې دا موضوع تعقیب کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، دا کډوال د هرات ولایت د زېرکوه او شینډنډ ولسوالیو اوسېدونکي‌ وو.

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د شنبې په ورځ د دغه کډوالو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ، د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي وښوده او هغوی ته یې ډاډګیرنه ورکړه.

اسلام جار د قربانیانو د کورنیو لپاره د سیمه‌ییزې ادارې د بشپړ ملاتړ په ټینګار سره ډاډ ورکړ، چې پېښه به «د اړوندو لارو له‌مخې په جدي توګه تعقیب کړي، ترڅو د قربانیانو د کورنیو حقونه په بشپړه توګه تضمین او عاملینو ته سزا ورکړل شي.»

باختر خبري اژانس لیکلي، چې د قربانیانو کورنیو د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې او دقیق تعقیب غوښتنه کړې ده.

د همدې کال د لیندۍ په ۱۱مه په یوه جلا پېښه کې شاوخوا لس افغان کډوال د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله په فراه کې ووژل شول.

په فراه ولایت کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ ویاند اعلان وکړ، چې دغو کسانو غوښتل له «غئرقانوني» لارې د شیخ ابونصر فراهی بندر څخه ایران ته داخل شي، خو د ډزو هدف وګرځېدل.

اردوغان له پوتین سره تر لیدنې وروسته: سوله لرې نه ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته ویلي، هغه هیله لري چې د خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین د سولې پلان په اړه بحث وکړي. هغه له غونډې وروسته وویل چې د اوکراین د سولې تړون لرې نه دی.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اردوغان او پوتین د «جامعې سولې هڅې»او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې ارزولې دي.

ښاغلي اردوغان د ترکمنستان څخه د بیرته ستنیدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل:«د پوتین سره له لیدنې وروسته، موږ هیله لرو چې د امریکا له ولسمشر سره هم د سولې پلان په اړه بحث وکړو، مونږ دا ګورو چې سوله لرې نه ده.»

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ لیکلي چې اردوغان پوتین ته وویل چې په جګړه کې محدود اوربند، په ځانګړې توګه د انرژۍ په تاسیساتو او بندرونو تمرکز، اغیزمن کېدلی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «تور سمندر باید د جګړې ډګر ونه ګڼل شي. دا ډول وضعیت به یوازې روسیې او اوکراین ته زیان ورسوي. هرڅوک په تور سمندر کې خوندي تګ راتګ ته اړتیا لري. دا باید ډاډمن شي.»

د ټرمپ د اوربند له ادعا وروسته هم د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ جګړه روانه ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰

کمبوډیا ویلي چې د شنبې په سهار، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې ادعا څو ساعته وروسته چې ګواکې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند کړی، د تایلنډ ځواکونو د جنګي الوتکو په ګډون د دواړو هېوادونو د لانجمنې پولې په اوږدو کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه روان ساتلي دي.

د کمبوډیا د اطلاعاتو وزارت په وینا: «د تایلنډ ځواکونو تر اوسه بمبار نه دی درولی او لا هم بریدونه روان دي».

بل لور ته، د تایلنډ پوځ پر کمبوډیا تور پورې کړی چې د ملکي سیمو په نښه کولو او د ځمکنیو ماینونو په ښخولو سره یې په پرله‌پسې ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

ټرمپ ویلي وو چې تایلنډ او کمبوډیا د جمعې له ورځې راهیسې د «هر ډول بریدونو بندولو» پر سر هوکړه کړې ده. نوموړي دا خبره د جمعې په شپه د تایلنډ له لومړي وزیر انوتین چارنویراکول او د کمبوډیا له لومړي وزیر هون مانیټ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته کړې وه.

خو د دواړو هېوادونو مشرانو له دغو خبرو وروسته په خپلو بیانونو کې د کومې هوکړې یادونه ونه کړه او انوتین وویل چې هېڅ اوربند نشته.