• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د پلټنو فدرالي اداره وايي په لاس انجلس کې یې د چاودنو پلان شنډ کړی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې ویلي، چې په لاس‌ انجلس او اورېنج کاونټي کې یې د بمونو یو پلان شوی برید شنډ کړ دی. د امریکا لویې څارنوالې پام بوندي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په پلان کې د کډوالۍ د ادارې مامورین او وسایط هم په نښه کېدل.

د بوندي په وینا، د «ټرټل ایسلنډ لیبریشن فرنټ» په نوم یوې فسطین پلوې سخت دریځې کیڼ اړخې ډلې پلان درلود چې د نوي کال له شپې څخه د کالیفورنیا په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو لړۍ پیل کړي.

نوموړې ویلي، چې دغې ډلې دکډوالۍ ادارې مامورینو او د هغوی د موټرو د هدف ګرځولو نیت هم درلود.

د عدلي اسنادو له مخې، څلور کسان د توطیې او د ناثبت شويو ویجاړوونکو وسلو د لرلو په تور تورن شوي دي.

دا قضیه د کالیفورنیا د مرکزي ولسوالۍ فدرالي محکمې ته وړاندې شوې ده.

په شکایت‌لیک کې ویل شوي، د برید پلان دا و چې د نوي کال پر شپه د لاس‌انجلس په سیمه کې په پنځو بېلابېلو ځایونو کې چاودېدونکي توکي کېښودل شي او دوه امریکايي شرکتونه په نښه شي.

تورنو کسانو کې اډري ایلین کارول، زکري ایرن پېج، دانته ګافیلډ او ټینا لای شامل دي.

د محکمې د اسنادو له مخې، اډري کارول د نومبر په میاشت کې یوې محرمې سرچینې ته، چې د ایف بي ایله لوري کارول کېده، د «اپریشن مېډنایټ سن» تر سرلیک لاندې یو اته مخیز لاسلیک شوی سند وړاندې کړی و، چې د بم جوړولو او برید جزییات پکې تشریح شوي وو.

رپوټ وايي، کارول او پېج وروسته دوه نور کسان هم د دې پلان د عملي کولو لپاره ورګډ کړل.

د اسنادو له مخې، تورنو کسانو د بم جوړولو توکي برابر کړي او د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۲مه د موهاوي دښتې یوې لرې سیمې ته تللي وو، څو ازمایښتي چاودېدونکي توکي جوړ او وچاودوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د غزې چارواکي وايي ۹ زره مړي لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې پاتې دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د غزې چارواکو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې د سختو بارانونو له امله ښايي هغه ودانۍ نورې هم ونړېږي چې د جګړې پر مهال زیانمنې شوې دي. هغوی ویلي، ناوړه هوا د هغو ۹ زره مړو د راایستلو چارې هم سختې کړې دي چې لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د ځایي روغتیايي چارواکو په وینا، د جمعې په ورځ په غزه کې دوه ودانۍ ونړېدې چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې مړه شول.

اسراییل او حماس د اکتوبر په میاشت کې، له شاوخوا دوو کلونو سختو بمباریو او پوځي عملیاتو وروسته، پر اوربند هوکړه وکړه، خو بشري مرستندویه ادارې وایي چې لا هم غزې ته ډېره کمه مرسته رسېږي. د دوی په وینا، نږدې ټول نفوس بې‌کوره شوی دی.

د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د خېمو پر ځای ګرځنده کورونه او کاروانونه برابر کړي.

هغه وویل: «که خلک نن خوندي نه شي، موږ به د لا زیاتو قربانیانو شاهدان وو، ماشومان، ښځې او ټولې کورنۍ به په همدې ودانیو کې ژوند له لاسه ورکړي».

محمد نصار او کورنۍ یې په یوه شپږ پوړیزه ودانۍ کې اوسېدل چې د جګړې په لومړیو کې د اسراییلي بریدونو له امله سخته زیانمنه شوې وه او د جمعې په ورځ ونړېده. د نوموړي کورنۍ د بدیلې سرپناه په موندلو کې پاتې راغلې وه او مخکې تر دې هم د خراب موسم پر مهال یې خیمې نیز وړې وې.

100%

نصار ویلي، د جمعې په ورځ د اړتیا وړ توکو د رانیولو لپاره له کوره ووت، خو چې بېرته راستون شو، د ویجاړۍ له صحنې سره مخ شو او د ژغورنې ډلې د کنډوالو له منځه د مړو د راایستلو هڅه کوله.

هغه وویل: «ما د خپل زوی لاس ولید چې له خاورو راوتی و. دا هغه صحنه وه چې تر ټولو ډېر یې اغېز راباندې وکړ. زوی مې تر ځمکې لاندې و او موږ یې د راایستلو وس نه درلود».

د هغه ۱۵ کلن زوی او ۱۸ کلنه لور دواړه په دې پېښه کې مړه شول.

100%

د غزې چارواکي وایي، شاوخوا ۹ زره مړي لا هم د جګړې د بمباریو له امله د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې پاتې دي، خو د درنو ماشینونو د نشتوالي له امله د راایستلو چارې له جدي خنډ سره مخ دي. دا خبره د غزې د رسنیو د دفتر ویاند اسماعیل الثوابته کړې ده.

د دوشنبې په ورځ، د ژغورنې ډلو د یوې څوپوړیزې ودانۍ له کنډوالو څخه د شاوخوا ۲۰ کسانو پاتې شوني را وایستل. دا ودانۍ د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې بمبار شوې وه او ویل کېږي شاوخوا ۶۰ کسانو، چې ۳۰ یې ماشومان وو، پکې پناه اخیستې وه.

جرمني له اوکراین سره د دفاع په برخه کې خپلې همکارۍ پیاوړې کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اوکراین د دفاع په برخه کې به خپله ژمنتیا لا پیاوړې کړي. همداراز به د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه منظمې لوړکچې مشورتي غونډې کوي او په برلین کې به د اوکراین د دفاعي صنعت لپاره د اړیکو یو دفتر، چې «اوکراین فریډم هاوس» نومېږي، پرانیستل شي.

دا ژمنتیا به د ګډو صنعتي پروژو، د دفاعي بازارونو د لا ادغام او د فدرالي پانګونې د تضمینونو له لارې عملي شي.

دغه اقدامات د یوې ۱۰ مادېزې طرحې برخه دي چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د برلین د سفر پر مهال اعلان شوې ده.

اروپایي مشرانو دا طرحه د دې لپاره وړاندې کړې، چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دا پیغام ورکړي چې اروپا د اوکراین تر څنګ ولاړه ده، په داسې حال کې چې واشنګټن د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو چټکتیا غواړي.

په سند کې ویل شوي، چې د اوکراین پیاوړی دفاعي صنعت د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقاومت لپاره حیاتي ارزښت لري او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تضمینونو مهمه برخه ده.

دا سند برلین ته د زېلېنسکي د سفر پر مهال شریک شو، چې هممهاله له امریکایي استازو سره د سولې خبرې هم روانې وې.

د جرمني او اوکراین حکومتونه به د دفاعي څېړنو، ګډو صنعتي پروژو او پوځي تدارکاتو په برخه کې همکاري نوره هم زیاته کړي. جرمني، چې په اروپا کې د اوکراین تر ټولو لوی ملاتړی هېواد دی، د فدرالي پانګونې د تضمینونو د کارولو امکان هم ارزوي.

د پلان له مخې، دواړه هېوادونه به د اوکراین جوړ دفاعي تجهیزات د ګډې پېرودنې له لارې وکاروي، چې د ناټو د هوايي حریم ساتنه د «اروپایي اسماني ډال» نوښت په چوکاټ کې پیاوړې شي.

جرمني به په کییف کې د خپلې پوځي اتاشې شمېر هم زیات کړي او د پوځي کارپوهانو ترمنځ به د تجربو تبادله نوره هم پراخه کړي.

په سند کې دا هم ویل شوي، چې دواړه هېوادونه به د فساد د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د روسیې اپوزیسیون ګوند وايي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ډېرې رایې واخلي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د روسیې د اپوزېسیون «یابلوکو» ګوند بنسټګر ګریګوري یاولینسکي ویلي، چې ګوند به یې د دوو جګپوړو غړو له نیول کېدو سره سره خپل سیاسي فعالیت جاري ساتي. نوموړي دا نیونې د راتلونکي کال له پارلماني ټاکنو وړاندې د ګوند مخنیوی بللی.

یابلوکو ګوند، چې د اوکراین جګړې د بندېدو غوښتنه کوي، د شوروي له ړنګېدو وروسته په لومړیو کلونو کې له مهمو لېبرال ګوندونو و، خو دا مهال یوازې په ځینو سیمه‌ییزو شوراګانو کې محدود حضور لري او په ملي پارلمان کې څوکۍ نه لري.

په وروستیو میاشتو کې د ګوند دوه مرستیالان ماکسیم کروګلوف او لېو شلوسبرګ د روسي پوځ پر ضد د «دروغو خپرولو» په تور تر محاکمې مخکې نیول شوي، خو هغوی دا تورونه ردوي.

همداراز د ګوند بل مخکښ غړی بوریس ویشنفسکي د «بهرني اجنټ» په نوم نومول شوی دی.

یاولینسکي ویلي، چارواکي اندېښنه لري چې یابلوکو به د ۲۰۲۶ کال په پارلماني ټاکنو کې د هغو کسانو لپاره د جذب مرکز شي، چې په اوکراین کې د جګړې پای غواړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال یوازې یابلوکو ګوند په ښکاره ډول د اوربند دریځ لري او همدا دریځ کولی شي پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه ادعا وکړه، که څه هم په وروستیو کلونو کې د ګوند ملاتړ ټیټ و، خو د جګړې په اړه یې دریځ د خلکو له بدلېدونکي نظر سره سمون لري او ښايي د ملاتړ کچه تر ۳۰ یا ۴۰ سلنې پورې لوړه شي.

کرملین ویلي، د جګړې پر مهال ځینې محدودیتونه اړین دي، خو ټینګار کوي چې جنایي قضیې د محاکمو کار دی.

د روسیې حکومت همداراز ادعا کوي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د هېواد تر ټولو محبوب سیاستوال دی او اکثریت روسان د اوکراین په اړه د هغه له تګلارې ملاتړ کوي.

خو د لېوادا مرکز د نومبر میاشتې یوه نظرپوښتنه ښيي، چې ۶۵ سلنه روسان د سولې خبرو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې یوازې ۲۶ سلنه د جګړې دوام غواړي.

له طالبانو پرته ګڼو اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو برید غندلی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

ډېری اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو خونړی برید غندلی. سعودي عربستان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ایران هم دغه برید غندلی دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. اسټرالیا په وروستیو کې د طالبانو پر ۱۴۰ مشرانو د بندیزونو کړنلاره چمتو کړې.

اې ‌بي‌سي رپوټ ورکړی چې امنیتي ادارې د دې پېښې د څېړلو په حال کې دي چې ایا په دې کې خو به بهرنی لاس نه وي.

د اسراییل د ۱۲مې شبکې ویلي، چې استرالیا دا څېړي چې ایا د سیدني برید د ایران له خوا د پراخ پلان یوه برخه وه که نه.

د رپوټ له مخې، موساد شاوخوا یوه میاشت مخکې د استرالیا استخباراتي ادارو ته د ترهګریزو پېښو په اړه خبرداری ورکړی و.

موساد وړاندې ویلي و چې له سپاه قدس سره یوه تړلې شبکه د استرالیا په ګډون په لویدیزو هېوادونو کې پر یهودانو بریدونه ترسره کوي.

په رپوټ کې د اسراییلي استخباراتو له خولې ویل شوي چې سردار عمار د سپاه قدس یو لوړپوړی قوماندان د دې شبکې مشر دی.

ډېرو اسلامي هېوادونو د بونډای ساحل برید په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، « موږ په سیدني کې ترهګریز برید، چې څو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي، غندو».

د متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر، اردن او ایران حکومتونو هم په سیدني کې د ډزې پېښه غندلې ده.

ای‌بي‌سي نیوز استرالیا رپوټ ورکړی چې د استرالیا امنیتي استخباراتو په ۲۰۱۹ کې یو بریدګر نوید اکرم د داعش له یوې ډلې سره د نږدې اړیکو له امله څارلی و.

په رپوټ کې کې ویل شوي چې د بونډای ساحل په ډزو کې د بریدګر په موټر کې د داعش بیرغ هم موندل شوی و.

د نیو ساوت ویلز د پولیسو کمېشنر مال لانیون ویلي چې د امریکا د استخباراتي رپوټونو او د نوید اکرم د موټرچلونې د اسنادو له مخې، هغه د پاکستان تبعه او د سیدني اوسېدونکی دی.

نوید اکرم ۲۴ کلن دی او د ټپي کېدو له امله په روغتون کې بستر دی.

چارواکي وایي چې د هغه وضعیت جدي خو باثباته دی. د هغه پلار ساجد اکرم د ډزو په پېښه کې وژل شوی دی.

د سیډني د بونډای ساحل اتل احمد الاحمد ته یو میلیون ډالره مرسته راټوله شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د اسټرالیا د سیډني ښار د ډزو په پېښه کې د یوه بریدګر له لاس نه د وسلې وړلو له امله احمد الاحمد ته تر اوسه یو میلیون ډالره مرسته راټوله شوې ده. هغه تازه له روغتون نه رخصت شوی، ځکه په لاس او اوږه دوه ډزه لګېدلی و.

د دوشنبې په ورځ رسنیو اعلان وکړ، چې د سیډني د پېښې اتل احمد الاحمد ته د مرستې لپاره د بسپنې یو انلاین کمپاین پیل شوې، چې تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون ډالر ورته راټول شوي دي.

یوه امریکايي سوداګر ۴۳ کلن احمد الاحمد ته ۶۵ زره امریکايي ډالر مرسته ورکړې ده.

دغه سوداګرپر خپل ایکس پاڼې لیکلېاحمد یو اتل دی.

د احمد د کورنۍ غړو ویلي چې هغه د مېوو پلورونکی دی او د دوو ماشومانو پلار دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کرس مینز هم په روغتون کې د احمد الاحمد پوښتنه کړې اواحمد یې د ریښتیني ژوند اتل بللی.

احمد الاحمد د یکشنبې په ورځ پر هغه وسله وال برید وکړ، چې په بونډای ساحل کې یې پر عامو خلکو ډزې کولې. په دې ډزو کې ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د نوموړي جرئت ستایلی دی.