• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له طالبانو پرته ګڼو اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو برید غندلی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

ډېری اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو خونړی برید غندلی. سعودي عربستان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ایران هم دغه برید غندلی دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. اسټرالیا په وروستیو کې د طالبانو پر ۱۴۰ مشرانو د بندیزونو کړنلاره چمتو کړې.

اې ‌بي‌سي رپوټ ورکړی چې امنیتي ادارې د دې پېښې د څېړلو په حال کې دي چې ایا په دې کې خو به بهرنی لاس نه وي.

د اسراییل د ۱۲مې شبکې ویلي، چې استرالیا دا څېړي چې ایا د سیدني برید د ایران له خوا د پراخ پلان یوه برخه وه که نه.

د رپوټ له مخې، موساد شاوخوا یوه میاشت مخکې د استرالیا استخباراتي ادارو ته د ترهګریزو پېښو په اړه خبرداری ورکړی و.

موساد وړاندې ویلي و چې له سپاه قدس سره یوه تړلې شبکه د استرالیا په ګډون په لویدیزو هېوادونو کې پر یهودانو بریدونه ترسره کوي.

په رپوټ کې د اسراییلي استخباراتو له خولې ویل شوي چې سردار عمار د سپاه قدس یو لوړپوړی قوماندان د دې شبکې مشر دی.

ډېرو اسلامي هېوادونو د بونډای ساحل برید په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، « موږ په سیدني کې ترهګریز برید، چې څو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي، غندو».

د متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر، اردن او ایران حکومتونو هم په سیدني کې د ډزې پېښه غندلې ده.

ای‌بي‌سي نیوز استرالیا رپوټ ورکړی چې د استرالیا امنیتي استخباراتو په ۲۰۱۹ کې یو بریدګر نوید اکرم د داعش له یوې ډلې سره د نږدې اړیکو له امله څارلی و.

په رپوټ کې کې ویل شوي چې د بونډای ساحل په ډزو کې د بریدګر په موټر کې د داعش بیرغ هم موندل شوی و.

د نیو ساوت ویلز د پولیسو کمېشنر مال لانیون ویلي چې د امریکا د استخباراتي رپوټونو او د نوید اکرم د موټرچلونې د اسنادو له مخې، هغه د پاکستان تبعه او د سیدني اوسېدونکی دی.

نوید اکرم ۲۴ کلن دی او د ټپي کېدو له امله په روغتون کې بستر دی.

چارواکي وایي چې د هغه وضعیت جدي خو باثباته دی. د هغه پلار ساجد اکرم د ډزو په پېښه کې وژل شوی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د سیډني د بونډای ساحل اتل احمد الاحمد ته یو میلیون ډالره مرسته راټوله شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د اسټرالیا د سیډني ښار د ډزو په پېښه کې د یوه بریدګر له لاس نه د وسلې وړلو له امله احمد الاحمد ته تر اوسه یو میلیون ډالره مرسته راټوله شوې ده. هغه تازه له روغتون نه رخصت شوی، ځکه په لاس او اوږه دوه ډزه لګېدلی و.

د دوشنبې په ورځ رسنیو اعلان وکړ، چې د سیډني د پېښې اتل احمد الاحمد ته د مرستې لپاره د بسپنې یو انلاین کمپاین پیل شوې، چې تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون ډالر ورته راټول شوي دي.

یوه امریکايي سوداګر ۴۳ کلن احمد الاحمد ته ۶۵ زره امریکايي ډالر مرسته ورکړې ده.

دغه سوداګرپر خپل ایکس پاڼې لیکلېاحمد یو اتل دی.

د احمد د کورنۍ غړو ویلي چې هغه د مېوو پلورونکی دی او د دوو ماشومانو پلار دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کرس مینز هم په روغتون کې د احمد الاحمد پوښتنه کړې اواحمد یې د ریښتیني ژوند اتل بللی.

احمد الاحمد د یکشنبې په ورځ پر هغه وسله وال برید وکړ، چې په بونډای ساحل کې یې پر عامو خلکو ډزې کولې. په دې ډزو کې ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د نوموړي جرئت ستایلی دی.

چین د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي ته د بېجنګ د سفر بلنه ورکړې ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

په کابل کې د چین سفیر د بیجنګ له اړوندو دولتي ادارو سره له نږدې د مس عینک د تاریخي اثارو د ساتنې او خوندي کان کېندنې په تړاو د خبرو اترو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه پلاوي د استولو وړاندیز کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ د دغه وزارت د هنر او فرهنګ له معین عتیق‌الله عزیزی سره په کتنه کې د مس عینک د تاریخي اثارو د ساتنې او اړوندو موضوعاتو په تړاو بیجینګ ته د طالبانو پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، عتیق‌الله عزیزی په دې کتنه کې ویلي، چې د تاریخي اثارو د اغېزناکې ساتنې، ژغورنې او مستندسازۍ لپاره تخنیکي او مسلکي روزنو، معیاري وسایلو او عصري امکاناتو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د چین همکاري کولای شي د افغانستان د تاریخي میراث د خوندي کولو، د مسلکي ظرفیت د لوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

طالبانو د چین د سفیر له قوله ویلي، چې ژاو شینګ د افغانستان تاریخي میراثونه ارزښتناک وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د چین له نظره د افغانستان تاریخي او فرهنګي اثار د اقتصادي پروژو په څېر ارزښت لري.

هغه د چین د ولسمشر خبرې هم تکرار کړې، چې بیجینګ د افغانستان فرهنګي میراثونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

تر اوسه د طالبانو له لوري بیجینګ ته د یاد پلاوي د سفر د وخت او د غړو د ترکیب په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د ماليې وزارت چارواکي له هندي پانګوالو سره د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتين سعيد په کابل کې له یو شمېر هندي پانګوالو سره کتلي دي. سعيد په دې لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو او هند ترمنځ مناسباتو ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتين سعيد، د لیندۍ پر ۲۴ له یو شمېر هندي پانګوالو سره کتلي دي.

سعيد په دې لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو ادارې صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي او د نورو اسانتیاوو د ایجاد هڅه هم روانه ده.

هغه د افغانستان او هند پر سوداګریزو او د پانګونې اړیکو ټینګار کړی او ددغو اړیکو د لاپراختیا غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت په وینا، سعيد یادونه کړې، چې د طالبانو د ادارې د بیا ځل حاکمیت له پیل راهیسې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، د پانګوالو شتمني او اموال خوندي دي، او د پانګونې لپاره اړین فرصتونه برابر شوي دي.

یاد وزارت ویلي، هندي پانګوالو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د انساني، زراعتي او حيواني درملو د تولید، کرنې، او د معدني منابعو د استخراج په برخو کې د عصري ټکنالوژۍ د کارونې او د افغان کادرونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

هغوی دغه راز ویلي، چې په کابل کې یې د سترګو د درملنې عصري روغتون په برخه کې پانګونه کړې، چې د بشپړېدو په وروستۍ مرحله کې دی او ډېر ژر به د افغانانو لپاره معياري خدمات وړاندې کړي.

تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۳ زره مټریک ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي. د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره ۲۱۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۰۸۲ ټنه انتقالات شوي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د لیندۍ ۲۴مه، وویل، چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي.

په تیره اونۍ کې ۲۰۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي.

یاد وزارت زیاتوي، هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په همغه کچه کاري فرصتونه برابریږي او عواید لاسته راځي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان له لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

جرمني له افغان زلزله ځپلو سره دوه میلیونه یورو مرسته کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې جرمني د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته کړې ده. اوچا د جرمني له دې مرستې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د زلزله ځپلو افغانانو د لاسنیوي په برخه کې ګټوره تمامه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د لیندۍ پر ۱۶ مه وویل، چې په راتلونکي ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د یاد سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې دغه شمېر د افغانستان د نفوس نږدې ۴۵سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو یاده اداره زیاتوي، که څه هم دغه شمېر د ۲۰۲۵کال پرتله نږدې څلور سلنه راټیټ شوی، خو افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د جګړې له نشتوالي سره، سره د بشري اړتیاوو تر ټولو لوړه کچه کې دی.

اوچا ویلي، چې جرمني تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې کړې دي.

اوچا څرګندوي، چې دغه اړتیاوې د غذايي امنیت د کړکېچن کېدو او د پرله‌پسې طبیعي افتونو او ټولنیزو ناخوالو پایله ده. په دې لړ کې وچکالي، د کډوالو پراخه ستنېدنه، زلزلې، سېلابونه او د ناروغیو خپرېدل شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې غذايي امنیت د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی.