• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۳ زره مټریک ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي. د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره ۲۱۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۰۸۲ ټنه انتقالات شوي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د لیندۍ ۲۴مه، وویل، چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي.

په تیره اونۍ کې ۲۰۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي.

یاد وزارت زیاتوي، هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په همغه کچه کاري فرصتونه برابریږي او عواید لاسته راځي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان له لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

جرمني له افغان زلزله ځپلو سره دوه میلیونه یورو مرسته کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې جرمني د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته کړې ده. اوچا د جرمني له دې مرستې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د زلزله ځپلو افغانانو د لاسنیوي په برخه کې ګټوره تمامه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د لیندۍ پر ۱۶ مه وویل، چې په راتلونکي ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د یاد سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې دغه شمېر د افغانستان د نفوس نږدې ۴۵سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو یاده اداره زیاتوي، که څه هم دغه شمېر د ۲۰۲۵کال پرتله نږدې څلور سلنه راټیټ شوی، خو افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د جګړې له نشتوالي سره، سره د بشري اړتیاوو تر ټولو لوړه کچه کې دی.

اوچا ویلي، چې جرمني تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې کړې دي.

اوچا څرګندوي، چې دغه اړتیاوې د غذايي امنیت د کړکېچن کېدو او د پرله‌پسې طبیعي افتونو او ټولنیزو ناخوالو پایله ده. په دې لړ کې وچکالي، د کډوالو پراخه ستنېدنه، زلزلې، سېلابونه او د ناروغیو خپرېدل شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې غذايي امنیت د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی.

نړیوال بانک وايي افغانستان ددویم پرله پسې کاله لپاره اقتصادي وده کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د افغانستان اقتصاد د ټیټ انفلاسیون او د عوایدو زیاتوالي له امله د دویم پرله‌پسې کال لپاره وده کوي، خو د چټک نفوس زیاتوالی، د تجارت ستونزې او دوامدار فقر د هېواد پر اقتصادي وضعیت فشار راوړي. د نړیوال بانک تازه رپوټ په ۲۰۲۵ کال کې د کورني ناخالص تولید د لا ودې وړاندوینه کړې.

د نړیوال بانک د وروستي «د افغانستان د پرمختګ رپوټ» له مخې، تمه کېږي د افغانستان د ناخالص کورني تولیدوده به په ۲۰۲۵ کال کې ۴،۳ سلنه وي.

دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۲،۵ سلنه وه. دغه وده تر ډېره د هغو شاوخوا دوه میلیونه راستنېدونکو له تقاضاوو رامنځته شوې چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي او د خدماتو او صنعت په برخو کې فعالیتونه هڅوي.

د نړیوال بانک رپوټ وايي، د کرنې سکتور هم دوامداره پاتې شوی او له سختې وچکالۍ سره سره غنمو پاموړ حاصل ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې د کان کیندنې او رغونې سکتورونه هم د اقتصادي تولید ملاتړ کوي.

رپوټ وايي، سره له دې چې عمومي وده شته، په ۲۰۲۵ کال کې د نفوس چټک زیاتوالی ۸،۶ سلنه اټکل شوی او دې د خلکو پر سړي سر عاید منفي اغیز کړی دی.

رپوټ وايي، د خوړو او اسعارو د بیو د ثبات او ارزښت له امله انفلاسیون په سیمه کې تر ټولو ټیټ پاتې شوی، چې په ۲۰۲۵ کال کې په منځني ډول دوه سلنه دی.

د مالي وضعیت په برخه کې رپوټ وايي، چې پرمختګ شته او په ۲۰۲۵ کال کې به کورني مالیاتي عواید د جي ډي پي یا کورني ناخالص تولید ۱۷،۱سلنې ته ورسېږي.

رپوټ ددې شرایط ټینګ کنټرول او د مالیاتي چارو ښه پلي کول ګڼي، خو وايي، د بهرنیو مرستو کمښت د عمومي مالي چوکاټ اندازه کموي.

رپوټ د افغانستان د بانکولۍ سکتور زیانمن بللی او په دې کې یې د پورونو ځنډېدل او محدود پورونه د لاملونو په توګه په ګوته کړي دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس حداد زېروس په وینا، د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو نښې لري، خو لاهم له مالي ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دی.

تېره ورځ تر ۵زره زیات کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۶مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۱۰۱۴ کورنۍ چې ټول‌ټال ۵۵۸۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۷۷۰ کډوال د تورخم، ۱۳۹۱ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۲۸۰ د بهرامچې، ۷۰ د اسلام‌کلا او ۶۹ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه خبره ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: په ۷ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۷کسان نیول شوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په اوو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د جلا، جلا عملیاتو پرمهال ۲۷ کسان نیولي او یو شمېر ناقانونه وسلې او وسایط یې هم ضبط کړي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ طالبانو په فراه ولایت کې ۱۱ کسان د غلا او د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو نیولي دي. همدارنګه د کندوز ولایت له خان‌اباد ولسوالۍ څخه ۶ کسان د «قمار» په تور، له هرات او نیمروز ولایتونو څخه دوه ـ دوه کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.

په همدې لړ کې د فاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ څخه یو کس د ناقانونه وسلې د ساتنې په تور نیول شوی او د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ څخه دوه میله کلاشینکوف وسلې کشف او ضبط شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د خوست ولایت د شمل دوه‌منډې ولسوالۍ پولیسو پنځه وسله‌وال هم نیولي، چې غوښتل یې یو کس ووژني. له یادو کسانو سره یوه میل کلاشینکوف، پنځه چړې او یو غلا شوی موټر هم نیول شوی دی.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې بې‌کاري په پراخه کچه زیاته شوې او ګڼ دولتي او خصوصي کاري فرصتونه له‌منځه تللي دي. اقتصادي رکود او د خلکو عایداتو کمښت د دې لامل شوی، چې د غلاوو، قمار او نورو جنایي پېښو په تړاو د نیول کېدونکو کسانو شمېر لوړ شي.

د پاکستان ځانګړی استازی: په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ د امنیت او اقتصاد پر وړاندې لوی خنډ دی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د سیمې امنیتي ګواښونه، په ځانګړي ډول د ترهګرو پراخ حضور د اقتصادي همکارۍ او ټیکاو پر وړاندې جدي خنډ دی.

نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو» د غونډې په څنډه کې د چین او ازبکستان له ځانګړو استازو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

100%

هغه نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنو کې پر ګاونډیو هېوادونو د ترهګرو د پراخ حضور په اړه ګډې اندېښنې شریکې شوې دي.

هغه تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او د روسیې ځانګړو استازو په ناسته» کې هم ویلي و، د ترهګرۍ په برخه کې د اسلام‌اباد اندېښنو ته باید په جدي ډول رسېدنه وشي. د هغه په وینا؛ پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی.

د نوموړي په خبره؛ دواړه خواوو ټینګار کړی، چې د یادو ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډ او همغږي اقدامات اړین دي او سیمه‌ییزه همکاري باید لا پیاوړې شي. د تهران ناسته چې د افغانستان پر موضوع متمرکزه وه؛ تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوې وه او په‌کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون لاره؛ خو طالبانو په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه کړې وه.