• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړیوال بانک وايي افغانستان ددویم پرله پسې کاله لپاره اقتصادي وده کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د افغانستان اقتصاد د ټیټ انفلاسیون او د عوایدو زیاتوالي له امله د دویم پرله‌پسې کال لپاره وده کوي، خو د چټک نفوس زیاتوالی، د تجارت ستونزې او دوامدار فقر د هېواد پر اقتصادي وضعیت فشار راوړي. د نړیوال بانک تازه رپوټ په ۲۰۲۵ کال کې د کورني ناخالص تولید د لا ودې وړاندوینه کړې.

د نړیوال بانک د وروستي «د افغانستان د پرمختګ رپوټ» له مخې، تمه کېږي د افغانستان د ناخالص کورني تولیدوده به په ۲۰۲۵ کال کې ۴،۳ سلنه وي.

دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۲،۵ سلنه وه. دغه وده تر ډېره د هغو شاوخوا دوه میلیونه راستنېدونکو له تقاضاوو رامنځته شوې چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي او د خدماتو او صنعت په برخو کې فعالیتونه هڅوي.

د نړیوال بانک رپوټ وايي، د کرنې سکتور هم دوامداره پاتې شوی او له سختې وچکالۍ سره سره غنمو پاموړ حاصل ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې د کان کیندنې او رغونې سکتورونه هم د اقتصادي تولید ملاتړ کوي.

رپوټ وايي، سره له دې چې عمومي وده شته، په ۲۰۲۵ کال کې د نفوس چټک زیاتوالی ۸،۶ سلنه اټکل شوی او دې د خلکو پر سړي سر عاید منفي اغیز کړی دی.

رپوټ وايي، د خوړو او اسعارو د بیو د ثبات او ارزښت له امله انفلاسیون په سیمه کې تر ټولو ټیټ پاتې شوی، چې په ۲۰۲۵ کال کې په منځني ډول دوه سلنه دی.

د مالي وضعیت په برخه کې رپوټ وايي، چې پرمختګ شته او په ۲۰۲۵ کال کې به کورني مالیاتي عواید د جي ډي پي یا کورني ناخالص تولید ۱۷،۱سلنې ته ورسېږي.

رپوټ ددې شرایط ټینګ کنټرول او د مالیاتي چارو ښه پلي کول ګڼي، خو وايي، د بهرنیو مرستو کمښت د عمومي مالي چوکاټ اندازه کموي.

رپوټ د افغانستان د بانکولۍ سکتور زیانمن بللی او په دې کې یې د پورونو ځنډېدل او محدود پورونه د لاملونو په توګه په ګوته کړي دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس حداد زېروس په وینا، د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو نښې لري، خو لاهم له مالي ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ تر ۵زره زیات کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۶مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۱۰۱۴ کورنۍ چې ټول‌ټال ۵۵۸۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۷۷۰ کډوال د تورخم، ۱۳۹۱ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۲۸۰ د بهرامچې، ۷۰ د اسلام‌کلا او ۶۹ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه خبره ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: په ۷ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۷کسان نیول شوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په اوو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د جلا، جلا عملیاتو پرمهال ۲۷ کسان نیولي او یو شمېر ناقانونه وسلې او وسایط یې هم ضبط کړي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ طالبانو په فراه ولایت کې ۱۱ کسان د غلا او د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو نیولي دي. همدارنګه د کندوز ولایت له خان‌اباد ولسوالۍ څخه ۶ کسان د «قمار» په تور، له هرات او نیمروز ولایتونو څخه دوه ـ دوه کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.

په همدې لړ کې د فاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ څخه یو کس د ناقانونه وسلې د ساتنې په تور نیول شوی او د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ څخه دوه میله کلاشینکوف وسلې کشف او ضبط شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د خوست ولایت د شمل دوه‌منډې ولسوالۍ پولیسو پنځه وسله‌وال هم نیولي، چې غوښتل یې یو کس ووژني. له یادو کسانو سره یوه میل کلاشینکوف، پنځه چړې او یو غلا شوی موټر هم نیول شوی دی.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې بې‌کاري په پراخه کچه زیاته شوې او ګڼ دولتي او خصوصي کاري فرصتونه له‌منځه تللي دي. اقتصادي رکود او د خلکو عایداتو کمښت د دې لامل شوی، چې د غلاوو، قمار او نورو جنایي پېښو په تړاو د نیول کېدونکو کسانو شمېر لوړ شي.

د پاکستان ځانګړی استازی: په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ د امنیت او اقتصاد پر وړاندې لوی خنډ دی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د سیمې امنیتي ګواښونه، په ځانګړي ډول د ترهګرو پراخ حضور د اقتصادي همکارۍ او ټیکاو پر وړاندې جدي خنډ دی.

نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو» د غونډې په څنډه کې د چین او ازبکستان له ځانګړو استازو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

100%

هغه نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنو کې پر ګاونډیو هېوادونو د ترهګرو د پراخ حضور په اړه ګډې اندېښنې شریکې شوې دي.

هغه تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او د روسیې ځانګړو استازو په ناسته» کې هم ویلي و، د ترهګرۍ په برخه کې د اسلام‌اباد اندېښنو ته باید په جدي ډول رسېدنه وشي. د هغه په وینا؛ پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی.

د نوموړي په خبره؛ دواړه خواوو ټینګار کړی، چې د یادو ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډ او همغږي اقدامات اړین دي او سیمه‌ییزه همکاري باید لا پیاوړې شي. د تهران ناسته چې د افغانستان پر موضوع متمرکزه وه؛ تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوې وه او په‌کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون لاره؛ خو طالبانو په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه کړې وه.

طالبانو په بامیان ولایت کې د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیست

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړلو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري په بامیان ولایت کې د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیستل شو. دغه وزارت ویلي، چې د استوګنې، سړکونو هوارولو او مستحقو کډوالو ته د کورونو د وېش چارې به په راتلونکو میاشتو کې بشپړې شي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د پرانیستې تر مراسمو وروسته د ښارګوټي عملي چارې د کور او ښار جوړولو ریاست تر څار لاندې پیل شوې، چې اوس‌مهال د سړکونو هوارولو او د ۳۰ استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې روانې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په یاد ښارګوټي کې د ۳۰ استوګنیزو کورونو جوړونې چارې هم بشپړې شوې دي چې د مستحقو کډوالو کورنیو ته د وېش لپاره ځانګړې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه کورونه د «ارو» موسسې له‌خوا جوړ شوي او د (یو، اېن، اېچ، سي، ار) دفتر یې مالي ملاتړ کوونکی وو.

خبرپاڼه کاږي، د ټولې پروژې لګښت ۱۲۶زره امریکایي ډالر دی چې د هر شلټر لګښت یې ۴۲۰۰ ډالره دی. هر استوګنیز کور دوه د ناستې خونې، دهلیز، پخلنځی، حمام او تشناب لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه کورونو د جوړولو چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي. دغه وزارت زیاته کړې، تر تسلیمۍ وروسته به کورونه پر اړمنو کډوالو ووېشل شي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

حنفي د مدرسې فارغانو ته: له هر ډول قومي او ژبني تعصباتو پرته د نظام ملاتړ لپاره کار وکړئ

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي د نورستان ولایت د جهادي مدرسې د فراغت په مراسمو کې د یادې مدرسې فارغانو ته ویلي: «له هر ډول قومي او ژبني تعصباتو پرته د نظام د ملاتړ لپاره کار وکړئ.»

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپانه کې د نوموړي په حواله راغلي: «له هر ډول قومي او ژبني تعصباتو پرته د نظام د ملاتړ لپاره کار وکړئ او شته ستونزې د نظام د ټاکل شوې پالیسۍ پر بنسټ حل کړئ. د ټولنې جوړښت او له نظام څخه دفاع ستاسې مسوولیت دی.»

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په‌خپله دغه ډله د ښځو او نجونو پر وړاندې پر تبعیضي چلند تورنه ده.

خالد حنفي په یاده غونډه کې د علماوو د مسولیتونو او د ټولنې د اصلاح پر اهمیت ټینګار وکړ او ګډونوالو ته یې وویل: «اوس وخت را رسېدلی، چې علماء کرام د ټولنې اصلاح او د نظام د استحکام لپاره د خپل ايماني مسولیت له مخې په ډاډه زړه کار وکړي.»

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت د عصري علومو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې ګامونه پورته کړي دي. نوموړي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې پر کابل د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د بندیز له امله په کور دننه او نړۍواله کچه سختې نیوکې کېږي.

بل پلو د بشري حقونو څارونکي او ځینې سیمه‌ییز فعالان نیوکه کوي، چې د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو له امله ښځې، ځوانان او رسنۍ له محدودیتونو سره مخ دي او دغه وزارت په ټولنه کې د مذهبي او ټولنیزو قواعدو سخت تطبیق له کبله د خلکو شخصي ازادۍ محدودوي.