د اسراییل پوځ: په ایران کې زموږ جګړه ښایي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي
د ایران په پوځي او اټومي ځایونو د اسراییل د بریدونو د دویمې اونۍ له پیلېدو سره هممهاله؛ د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه جګړه ښایي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
د ایران په پوځي او اټومي ځایونو د اسراییل د بریدونو د دویمې اونۍ له پیلېدو سره هممهاله؛ د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه جګړه ښایي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
د اسراییلي پوځ ویاندېاېفي ډیفرین د جمعې په ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې اسراییلي ځواکونه د ایران په اسمان او د ځمکې لاندې د فعالیت په حال کې دي.
هغه وایي، چې راتلونکې ورځې به له ننګونو ډکې وي او د ایران پر اټومي ځایونو بمباري دوام لري او پوځي عملیات د پراخېدو په حال کې دي.
هغه وایي، چې د ایران د توغندیو وېشتګرو ویجاړول؛ په دغه جګړه کې د اسراییل له مهمو موخو څخه دي.
د هغه په وینا؛ اسراییل اوسمهال په اوو جبهو کې په جګړه کې ښکېل دی او موخه یې د ایران د شته ګواښ له منځه وړل دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه د درې مېلیونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغان کډوال له روغتیایي کړکېچونو سره مخ دي.
د (غبرګولي ۳۰مه) د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بې وزلي، پرلهپسې بې ځایه کېدل، ساري ناروغۍ، اقلیمي خطرونه او د درملنې د وسایلو کمښت د کوربه ټولنو او افغانستان ته د تازه ستنو شویو وګړو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی.
همدا راز زیاته شوې، چې دغه حالت په سیمه کې د روغتیايي امنیت ګواښ هم ډېر کړی دی.
اندېښمنوونکې شمېرې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر تر میاشتې پورې شمېرې ښيي، چې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، د دغو هېوادونو لهخوا پر افغانان کډوالو د نويو محدودیتونو، اقتصادي فشارونو او بدلېدونکې ټولنیزې فضا له امله تر درې مېلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثره یې داسې سیمو ته تللي چې اوس په کې تر سختو فشارونو لاندې دي.
د روغتیايي نظامونو فشار
د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان موندلې، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د سل (توبرکلوز) د فعالې پېژندنې لپاره نږدې ۹۸ زره هغه وګړي وازمایل چې له افغانانو سره یې نږدې اړیکه لرله.
له دې ډلې، ۵۶ تنه ایراني وګړي د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته پېژندل شوي دي.
ژبني خنډونه، بېوزلي، د مېشتېدو ناڅرګند حقوقي وضعیت او ټولنیز طرد د ټوبرکلوز، اېډز، رواني روغتیا او نورو حیاتي برخو کې خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.
همداراز، پرلپسې بې ځایه کېدو د درملنې لړۍ ټکنۍ کړې او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې هم زیات کړی دی.
نوې ډیجیټلي حل لارې
یاد سازمان د اېډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال صندوق په ملاتړ د څو اسیایي هېوادونو د ګډ پروګرام په اډانه کې د موبایل یو داسې اپلکېشن جوړ کړی، چې ان په کم انټرنېټ لرونکو سیمو کې هم کار کوي.
دا وسیله روغتیايي کارکوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ناروغان تعقیب، راجع او اړونده معلومات ورسره شریک کړي؛ تر څو هېڅ ناروغ له پولو څخه د تېرېدو پر مهال بې درملنې پاتې نشي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان د یوې پروژې کارپوه ډاکتر اکمل نصرت ویلي: «دا سرحدي ډیجیټلي وسیله د څو هېوادونو د توبرکلوز پروګرام له بریالیو تجربو څخه ده. دا وسیله د ایران او پاکستان سرحدي مرکزونو کې کارول کېږي او نه یوازې راستنېدونکي؛ بلکې داخلي بې ځایه شوي کسان هم تر پوښښ لاندې راولي».
راپور پای ته رسوي، چې افغان بې ځایه شویو وګړو ته روغتیايي خدمتونو ته عادلانه او دوامداره لاسرسی نه یوازې یوه اخلاقي اړتیا ده؛ بلکې د ټولې سیمې د عامې روغتیا یو مهم اړخ هم دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې هېواد یې «هیڅکله ملکي سیمې او په ځانګړې توګه روغتونونه نه په نښه کوي.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې عراقچي د پنجشنبې په ورځ منلې وه چې ایران په اسراییل کې پر یوه روغتون توغندیز برید کړی دی.
عراقچي زیاته کړه، چې اسراییل په قصدي ډول په غزه کې روغتونونه په نښه کړي دي.
اسراییل تر دې وړاندې ویلي و، چې حماس د غزې روغتونونه د پوځي موخو لپاره کاروي.
له بل پلوه د ایران سرې میاشتې هم منلې، چې اسراییل په مستقیم ډول د ایران په روغتونونو برید نه دی کړی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي ویلي، هېڅ فرد او هېواد ته به اچازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو یا هم نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه دغه څرګندونې په چین کې د یوه نندارتون پر مهال کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) د چین او سوېلي اسیا نهم نړۍوال نندارتون کې د وینا پر مهال همدا راز د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخه کې د سیمې له هېوادونو سر پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ افغانستان د چین په ګډون د سوېلي اسیا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی.
سلام حنفي همدا راز د خپلې وینا پر مهال یادونه کړې، چې طالبانو په افغانستان کې عمومي بخښنه کړې او سرتاسري امنیت یې هم ټینګ کړی دی.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې هره ورځ د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبین ځورل کېږي، زنداني کېږي او ان وژل کېږي. همدا راز په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې ډېرې شوې دي.
طالبان چې له چین او مرکزي اسیا هېوادونو سره یې ګوتې خوږې کړې، غواړي په سیمه کې خپل اقتصادي او سوداګریز رول فعال وساتي؛ خو د دغه ډلې په رسمیت نه پېژندل یې پر وړاندې ستر خنډ دی.
که څه هم طالبان له خپلو ګاونډیانو او ځینو نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو یادونه کوي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅوک هم په رسميت نه پېژني.

د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په تخار ولایت کې د طالبانو یوې ابتدایه محکمې په دغه ولایت کې درې سیمهییز خبریالان چې له هېواده بهر د یوې رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو؛ بې ګناه اعلان کړل.
د دغه مرکز په وینا؛ نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور له یوې میاشتې څخه زیات د طالبانو په بند کې وو.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د ښاري محکمې لومړنۍ غونډه د هغو درېیو خبریالانو د قضیې په اړه چې د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون لپاره د راپور ورکولو په تور نیول شوي وو؛ په عام محضر کې ترسره شوه، چې خبریالان او د هغوی ځینو خپلوانو او وکیلانو هم پکې ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا؛ د محکمې قاضي د دغو خبریالانو چې په ضمانت خوشې شوي وو، د برائت او خوشې کولو پرېکړه صادر کړه.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې له دې ډلې دوه خپلواک خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور (د غویي په ۱۵مه) او د اریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي (د غویي په ۱۶مه) په تخار ولایت کې نیول شوي وو.
دغه خبریالانو له درېیو اونیو څخه زیات د طالبانو په امنیه قوماندانۍ او تالقان زندان کې بندیان وو او بیا د نورو څېړنو لپاره په تخار کې د دغې ډلې د استخباراتو مرکزي دفتر ته ولېږدول شول او د ۱۵ ورځو لپاره د استخباراتو په بند کې وو.
د افغان خبریالانو مرکز وایي، چې په تخار کې د دغه درېیو خبریالانو نیونه ناقانونه وه.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې لږ تر لږه لس نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو لهخوا نیول شوي او په زندان کې د بند سزا تېروي. له دې ډلې شپږ کسان د اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې نور خبریالان هم ژر تر ژره او بې له قید او شرطه خوشې کړي.
اسراییلي پوځ د جمعې په سهار خبر ورکړی، چې د ایران له خاورې د اسراییل په لور بالستیک توغندي توغول شوي دي. له دې سره سم، د بېرشبع او د اسراییل په سوېلي ښارونو کې د خبرداري زنګونه هم کړنګېدلي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا؛ دغه توغندي اوسمهال د اسراییل خاورې ته په لاره دي او دفاعي سیسټمونه د ګواښونو سره د مقابلې او د توغندیو د له منځه وړلو لپاره کار کوي.
ورته مهال په ځینو سیمو کې خلکو ته ویل شوي، چې سمدلاسه په امنو پناه ځایونو کې پناه واخلي او تر بلې خبرتیا پورې هلته پاتې شي.
اسراییلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد په وړاندې د ګواښ کچه لاهم لوړه ده او په راتلونکو ساعتونو کې د نورو بریدونو شونتیا هم شته.
