پر ایران د اسراییلي بریدونو پایله؛ سلګونه ملکي او نظامي کسان وژل شوي

د بشري حقونو ویب پاڼې د غيرې دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې پر ایران د اسراییل په بریدونو کې تر دې مهاله ۳۲۶۸ تنه مړه او ټپيان شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل د ۸مې ورځې د بریدونو د پای ته رسېدو سره په مختلفو ښارونو کې ۷۲۲ تنه وژل شوي او ۲۵۴۶ تنه ټپیان شوي دي.