د اسټرالیا پولیس: د سیډني د پېښې مشکوک عاملین یو پلار او زوی دي

د اسټرالیا پولیسو اعلان وکړ، چې په سیډني کې د یهوديانو په مراسمو د برید مشکوک کسان یو پلار او زوی دي او پولیس د درېیم عامل په لټه کې نه دی.

د رویټرز د راپور له مخې، پولیسو په یوه خبري غونډه کې ویلي، څېړنې ښيي چې یوازې دوه کسان د سیډني په برید کې مسوول دي؛ هغه برید چې د ۱۶ کسانو د وژل کېدو او ۴۰ نورو د ټپي کېدو لامل شو.