د افغانستان د ازادۍ جبهې په بدخشان کې د ۳ طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالیو یې د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد کې د طالبانو پر یوې قطعه برید کړی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالیو یې د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد کې د طالبانو پر یوې قطعه برید کړی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د طالبانو ضد وسلهوالې ډلې ازادۍ جبهې په اېکس لیکلي، جنګیالیو یې دا عملیات د شنبې په ورځ ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ په ۲۲مې نېټې ، د ماښام شاوخوا په شپږو بجو د بدخشان ولایت د جوار دفتر په نږدې سیمه کې ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا برید د طالبانو پر هغه قطعه شوی چې د سیمې د خلکو د غږ د خاموشولو، وېره خپرولو او د خپل جبري واک د ټینګښت لپاره یې فعالیت کوه. همدا راز ادعا شوې چې د یاد برید په ترڅ کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او یو ټپي شوی، خو د ازادۍ جبهې چریکانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
یادې جبهې ویلي چې، دا عملیات د ولسي امنیت د ټینګښت او د طالبانو د جبري واک محدودولو په موخه ترسره شوي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت ددغه ادعا په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.


سرېلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري په ایران کې د افغانستان په تړاو د روانې غونډې په اړه ویلي، دې ناسته کې د طالبانو ګډون پرېکړه کوونکی نه دی، بلکې اصلي اهمیت دا لري چې سیمې هېوادونه افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره ګډه اراده او همغږي لري او که نه.
محمد اشرف حیدري پر اېکس یوې لیکنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ناورین یوازې د داخلي تحولاتو محصول نه دی، بلکې په سیمه کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي موازنو، او د بهرنیو لوبغاړو د نفوذ له کبله رامنځته شوی.
حیدري زیاته کړې: «اصلي ازموینه نه د طالبانو په غونډه کې ګډون دی او نه هم د یوې ځانګړې غونډې پایله، بلکې د سیمې توانایي ده چې په یو واضح او ګډ هدف عمل وکړي».
هغه وايي، که سیمهییز هېوادونه په دې برخه کې تفاهم ته ورسیږي، نو دوی به د طالبانو پر وړاندې یو حقیقي اهرم ولري ترڅو هغوی یوې پراخې سیاسي موافقې ته تشویق کړي، هغه موافقه چې د افغانانو په ژوند کې بدلون رامنځته کړي، سیمهییز ثبات تضمین کړي او نړیوال امنیت ته مرسته ورسوي.
هغه د ملګرو ملتونو رول هم حیاتي بللی او ویلي یې دي: «د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوې منظمې سیمهییزې ډېپلوماټیکې لارې پرمخ وړل کولی شي د ګاونډیو هېوادونو او کلیدي شریکانو ترمنځ اعتماد زیات کړي، د ګټې او زیان پر بنسټ محاسبې کمې کړي، او تعاملات د ګډو اصولو او روښانه معیارونو پر اساس قوي کړي».
حیدري وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو ملاتړ سره یوه سیمهییزه موافقه چې د ټولشموله حکومت، د بشري حقونو ساتنې، د ترهګرۍ پر ضد څرګند تضمینونو او بشردوستانه لاسرسي تمرکز ولري، د پراخو او بېهمغږه کړنو پرځای د افغانستان لپاره د یوې پایدارې سیاسي حل لارې تر ټولو عملي او موثره لاره ده.
هغه په پای کې ویلي: «یو داسې سیاسي تړون چې د سیمهییزو او نړیوالو خواوو ملاتړ ولري، کولی شي له میلیونونو افغانانو سره د امید او د راتلونکي لپاره د روښانه لید لاره بېرته راوړي».

په داسې حال کې چې د تېرو دوه میاشتو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچونه زیات شوي، د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب خالد د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د امنیتي چمتوالي د لوړولو په موخه له خپلو پوستو لیدنه کړې.
د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه د ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه، د یکشنبې په ورځ ترسره شوه چې موخه یې امنیتي چمتوالی او نویو پوستو د چارو څارنه وه.
په خبر پانه کې راغلي، د ارزونې دغه لیدنه مولوي محمد ایوب «خالد» د یوه لوړپوړي پلاوي مشري کوله، چې پکې د قول اردو درستیزوال الحاج ملا نصیبالله «زبیر»، ملا خان محمد «حاجي اسد» او یو شمېر نور طالبان چارواکي هم شامل وو.
ویل شوي چې دغه پلاوي د بهرامچې ولسوالۍ او اړوندو سیمو، لکه بهرامچه، چټو، چکيچ او بيبي جانه کې د فرضي کرښې له کندکونو، ټولیو، پوستو او مېشتو طالبانو سره ولید او همداراز یې د نوو جوړېدونکو پوستو د رغنیزو چارو بهیر وڅاره.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د سرحدي پوستو د ستونزو ارزونه، د امنیتي چمتووالي کچه لوړول او د تجهیزاتو او اکمالاتو د پیاوړتیا هڅې دي. دغه قول اردو ویلي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د فراه ولایت د ګلداني له سیمې نیولې، د نیمروز، هلمند او تر کندهار پورې، د فرضي کرښې له ټولو پوستو ارزونې ترسره شوي دي.
دا لیدنې په داسې شرایطو کې ترسره کېږي، چې د تېرو دوه میاشتو راهیسې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او دواړه لوريو څو ځل سختې وسله والې نښتې هم سره کړي دي.

د ټرانساټلانټیک استخباراتي کنسرسیوم (Transatlantic Intelligence Consortium) په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې لا هم تر ۴۴ پورې وسلهوالې او سختدریځې ډلې فعالې دي. دې ادعا د نړۍوالو اندېښنو نوې څپې راپارولې دي.
د یاد کنسرسیوم په راپور کې، چې د لوېدیځو او غیر لوېدیځو هېوادونو د پخوانیو استخباراتي او پوځي کارپوهانو لهخوا چمتو شوی، راغلي چې ګڼې وسلهوالې ډلې نه یوازې فزیکي حضور لري، بلکې د روزنې مرکزونه، کورنۍ شبکې او داسې ټولنیز جوړښتونه هم لري چې د نسلونو ترمنځ د بیا تنظیم او دوام زمینه ورته برابروي.
راپور څرګندوي، چې دا موندنې د طالبانو د حکومت له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دي، چې ادعا کوي د ترهګرو پټنځایونه یې لهمنځه وړي او امنیت یې ټینګ کړی دی.
د کنسرسیوم د ارزونې له مخې، په افغانستان کې ټوټې شوې وسلهوالې شبکې په داسې فضا کې فعالیت کوي چې د اغېزمن څار او جدي ترهګرۍ ضد فشار نشتوالی پکې احساسېږي. دغه راپور په داسې مهال خپور شوی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم ورته اندېښنې مطرح شوې دي.
د روسیې استازي، واسیلي نبېنزیا امنیت شورا ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې بیا منظمېږي او پیاوړې کېږي، او د ده په وینا، دا وضعیت د کابل د واکمنو د کمزورې او ناهمغږې تګلارې پایله ده.
د کنسرسیوم موندنې د پاکستان اندېښنې هم تاییدوي. اسلاماباد لا له وړاندې ادعا کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو شتون د پولې پورې غاړې ناامنۍ ته لمن وهي.
د راپور له مخې، د لسګونو منظم وسلهوالو جوړښتونو موجودیت د پاکستان دریځ پیاوړی کوي او پر طالبانو نړیوال فشار زیاتوي چې له سیاسي ژمنو ورهاخوا، د باور وړ او د ارزونې وړ عملي ګامونه واخلي.
تحلیل وايي، که څه هم کنسرسیوم یو غیرحکومتي بنسټ دی، خو د غړو مسلکي مخینه او ګډ استخباراتي تجربه د دې راپور باور زیاتوي.
راپور ټینګار کوي چې افغانستان په یوه داسې «پرانیستي مرکز» بدل شوی، چې بېلابېلې وسلهوالې ډلې پکې یا یو له بل سره همکاري کوي او یا هم لږ تر لږه یو ځای ژوند او فعالیت ته دوام ورکوي.
د راپور په پایله کې راغلي، که د وسلهوالو ډلو پر وړاندې شفاف، دوامدار او د سیمې له هېوادونو سره همغږي اقدامات ونه شي، نو افغانستان به لا ډېرې نړیوالې انزوا ته ولاړ شي؛ هغه وضعیت چې د هېواد اقتصادي او سیاسي کمزورتیا به نوره هم ژوره کړي.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) ویلي، د اروپايي ټولنې او سویس هېواد د لس مېلیونه افغانیو مالي ملاتړ او د DRC موسسې په تخنیکي همکارۍ، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې د اوبو د ښه مدیریت یوه پراخه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې پروژه کې یو کانال، سربند او چیکډیم جوړ شوی چې موخه یې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د باراني اوبو زېرمه کول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اسانتیا شامله ده.
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن ویلي، چې جوړ شوی کانال او سربند ۴۱۲ متره اوږدوالی لري او پهکې یوه پرچاوه، دوه سوپرپسیجونه، ترناب، څلور دروازې، دوه منحولونه او یوه لويه د اوبو زېرمه شامله ده.
هغه زیاته کړې چې چیکډیم ۱۷ متره اوږد او درې متره لوړ دی، چې د ۲۰۰۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په عملي کېدو سره به د شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبېدو زمینه برابره کړي.
د DRC موسسې د پروګرامونو مسول انجنیر منیر احمد منیب د یادې پروژې د تخنیکي جزیاتو په اړه ویلي، چې د چیکډیم په شاوخوا غونډیو کې د باراني اوبو د زېرمه کولو په موخه ۶۵۲۷ تراسونه کېندل شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې په سیمه کې به د حیواناتو د خوراک لپاره للمي رشقه هم وکرل شي.
منیب همداراز ویلي، چې د پروژې په دوام به په ګورګورۍ سیمه کې د چهارمغزو ۵۰۰ اصله نیالګي هم کېنول شي، چې د څاڅکو اوبخور (ډرېپ) سیسټم له لارې به خړوبېږي، څو د اوبو د اغېزمن استعمال ترڅنګ د چاپېریال ساتنه هم پیاوړې شي.
هسکې مېنې کې د طالبانو ولسوال مولوي شاکرالله حقاني د دغو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ډول پروژې د سیمې د خلکو د کرنیزو ستونزو د هواري لپاره مهمې دي.
هغه غوښتنه کړې چې په راتلونکي کې دې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ نورې پراختیایي پروژې هم په دې ولسوالۍ کې پلې شي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې په کندوز کې د خصوصي سکټور لهخوا د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره یوه سړه خونه جوړه شوې ده. طالبانو ویلي، چې دغه سړه خونه د زر متریک ټنه زراعتي محصولاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت لري.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کې یې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره دغه سړه خونه پرانېستلې ده.
د طالبانو په خبره، په دې سړه خونه کې درې مجهز معیاري تالارونه هم شته.
په کندوز کې د طالبانو مرستیال والي دا اقدام د بزګرانو د ملاتړ په موخه مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده: «د دې سړې خونې جوړول د اقتصاد په وده، د بزګرانو ملاتړ، د زراعتي محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوی او د دې سکټور د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام دی.»
طالبانو له سوداګرو څخه د کورنیو تولیداتو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې.