اشرف حیدري: د سیمې هېوادونه باید د افغانستان لپاره یو ګډ سیاسي چوکاټ جوړ کړي

سرېلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري په ایران کې د افغانستان په تړاو د روانې غونډې په اړه ویلي، دې ناسته کې د طالبانو ګډون پرېکړه کوونکی نه دی، بلکې اصلي اهمیت دا لري چې سیمې هېوادونه افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره ګډه اراده او همغږي لري او که نه.