• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د لس مېلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه پروژه بشپړه شوه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) ویلي، د اروپايي ټولنې او سویس هېواد د لس مېلیونه افغانیو مالي ملاتړ او د DRC موسسې په تخنیکي همکارۍ، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې د اوبو د ښه مدیریت یوه پراخه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې پروژه کې یو کانال، سربند او چیک‌ډیم جوړ شوی چې موخه یې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د باراني اوبو زېرمه کول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اسانتیا شامله ده.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن ویلي، چې جوړ شوی کانال او سربند ۴۱۲ متره اوږدوالی لري او په‌کې یوه پرچاوه، دوه سوپرپسیجونه، ترناب، څلور دروازې، دوه منحولونه او یوه لويه د اوبو زېرمه شامله ده.

هغه زیاته کړې چې چیک‌ډیم ۱۷ متره اوږد او درې متره لوړ دی، چې د ۲۰۰۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په عملي کېدو سره به د شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبېدو زمینه برابره کړي.

د DRC موسسې د پروګرامونو مسول انجنیر منیر احمد منیب د یادې پروژې د تخنیکي جزیاتو په اړه ویلي، چې د چیک‌ډیم په شاوخوا غونډیو کې د باراني اوبو د زېرمه کولو په موخه ۶۵۲۷ تراسونه کېندل شوي دي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې په سیمه کې به د حیواناتو د خوراک لپاره للمي رشقه هم وکرل شي.

منیب همداراز ویلي، چې د پروژې په دوام به په ګورګورۍ سیمه کې د چهارمغزو ۵۰۰ اصله نیالګي هم کېنول شي، چې د څاڅکو اوبخور (ډرېپ) سیسټم له لارې به خړوبېږي، څو د اوبو د اغېزمن استعمال ترڅنګ د چاپېریال ساتنه هم پیاوړې شي.

هسکې مېنې کې د طالبانو ولسوال مولوي شاکرالله حقاني د دغو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ډول پروژې د سیمې د خلکو د کرنیزو ستونزو د هواري لپاره مهمې دي.

هغه غوښتنه کړې چې په راتلونکي کې دې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ نورې پراختیایي پروژې هم په دې ولسوالۍ کې پلې شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په کندوز کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړه شوه

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې په کندوز کې د خصوصي سکټور له‌خوا د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره یوه سړه خونه جوړه شوې ده. طالبانو ویلي، چې دغه سړه خونه د زر متریک ټنه زراعتي محصولاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کې یې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره دغه سړه خونه پرانېستلې ده.

د طالبانو په خبره، په دې سړه خونه کې درې مجهز معیاري تالارونه هم شته.

په کندوز کې د طالبانو مرستیال والي دا اقدام د بزګرانو د ملاتړ په موخه مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده: «د دې سړې خونې جوړول د اقتصاد په وده، د بزګرانو ملاتړ، د زراعتي محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوی او د دې سکټور د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام دی.»

طالبانو له سوداګرو څخه د کورنیو تولیداتو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې.

ابراهیم صدر: نننۍ حاکم نظام د ولسونو په همکارۍ لاسته راغلی دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د شنبې په سهار سمنګان ته ورسېد او له ځايي طالب مسوولینو سره یې په کتنه کې وویل: د دوی نظام د ولس په همکارۍ رامنځته شوی او اوس باید د ولس د ستونزو د حل لپاره لازمې هڅې وشي.

ابراهیم صدر په یادو کتنو کې ویلي: «نننۍ نظام چې حاکم دی د ولسونو په همکارۍ لاسته راغلی، نو موږ او تاسو باید هڅې وکړو چې خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې وساتو، د ولسونو ستونزې له نږدې واورو او د حل په موخه یې لازمې هڅې وکړو.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ابراهیم صدر د ولایتي ادارو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، د ولس د ستونزو د حل لپاره له علماوو او قومي مخورو سره مشورې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد د زونونو او ولایتونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي.

لا تر اوسه په روښانه توګه نه‌ده مشخصه شوې، چې دا یوازې د همغږۍ غونډې دي او که هبت‌الله اخوندزاده غواړي د هېواد پر ټولو برخو خپل نفوذ پراخ او طالب مسوولین اطاعت کولو ته اړ کړي.

په کابل کې د اذربایجان سفیر وايي هېواد یې له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا غواړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

په کابل کې د اذربایجان سفير الهام محمدوف د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت‌الله جمال سره په کتنه کې وویل، هېواد یې له طالبانو سره د سیاسي، سوداګريزو، اقتصادي او کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراختیا غواړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې په کابل کې د اذربایجان سفیر زیاته کړه، اذربایجاني سیلانيان چې په رسنيو کې فعاله ونډه لري، له افغانستان څخه تر ليدنو وروسته يې د افغانستان بېلابېل کلتورونه، تفريحي او تاريخي ځايونه د رسنيو له لارې تر نړۍوالو ورسول او همداراز یې په ډاګه کړه، چې هېواد یې چمتو دی څو د انلاين کورسونو له لارې افغان ځوانان وروزي.

قدرت‌الله جمال په دې کتنه کې وویل:«هېوادونه د اړيکو د پياوړتیا پر بنسټ پرمختګ کوي، اذربایجان او افغانستان په ډېرو برخو کې ګډ مشترکات لري، له اذربایجان سره په اقتصادي، سیاحتي او کلتوري برخو کې د اړيکو پياوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.»

نوموړي همداراز وویل، افغانستان له جګړو تازه راوتلی هېواد دی او په بېلابېلو برخو کې د دوست هېوادونو همکاريو ته اړتیا لري او په رسنيزه برخه کې به دواړه هېوادونه همغږي نوره هم پياوړې کړي، څو نړۍوالو ته د افغانستان د امن واقعي تصوير وړاندې شي.

خالد حنفي له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر خالد حنفي د ټولو ولایتونو د امربالمعروف له رییسانو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې له خلکو سره نرم او غوره چلند عمل وکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادوال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د محتسبینو له ناسم چلند څخه شکایت لري، خالد حنفي د ټولو ولایتونو د امربالمعروف له رييسانو سره د قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې، له منکراتو د مخنیوي، ټولنیزو ستونزو د حل، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او په اړوندو برخو کې د قوانینو د عملي کولو په موخه اصلاحي ناسته جوړه کړه.

حنفي په دې ناسته کې وویل: «له ولسي خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلئ او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ.»

د نوموړي په وینا، د دوی د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قانون یو جامع او حنفي فقهې په اساس جوړ شوی قانون دی او پلي کول یې د ټولو شرعي مسوولیت دی.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر هېوادوال په بېلابېلو ښارونو او عامه ځایونو کې د متحسبینو له ناسم او سپکاوي ډک چلند څخه شکایت لري.

طالبانو د روغتیا سازمان سره د توبرکلوز او نري رنځ په برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د توبرکلوز او نري رنځ په برخو کې د امکاناتو او همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي. نوموړي ویلي، چې د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي څو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسوي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډور سره په لیدنه کې د توربرکلوز برخې د خدماتو د پياوړتیا او روغتیايي مرکزونو ته د نري رنځ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث کړی.

طالبانو ویلي، ناروغانو ته د معیاري او پر وخت خدماتو وړاندې کول، د خدماتو د ښه کولو لپاره د بودیجې زیاتول، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول او د همکاریو زیاتېدل د ناستې نور موضوعات وو.

طالب وزیر ویلي: «د نري رنځ ناروغۍ مخنيوی او درملنه له لومړيتوبونو څخه ده او موږ هڅه کوو، چې د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معياري روغتيايي خدمات ورسول شي.»

طالبانو ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان مسوولینو د همکاريو ډاډ ښودلی.