• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خالد حنفي له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر خالد حنفي د ټولو ولایتونو د امربالمعروف له رییسانو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې له خلکو سره نرم او غوره چلند عمل وکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادوال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د محتسبینو له ناسم چلند څخه شکایت لري، خالد حنفي د ټولو ولایتونو د امربالمعروف له رييسانو سره د قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې، له منکراتو د مخنیوي، ټولنیزو ستونزو د حل، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او په اړوندو برخو کې د قوانینو د عملي کولو په موخه اصلاحي ناسته جوړه کړه.

حنفي په دې ناسته کې وویل: «له ولسي خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلئ او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ.»

د نوموړي په وینا، د دوی د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قانون یو جامع او حنفي فقهې په اساس جوړ شوی قانون دی او پلي کول یې د ټولو شرعي مسوولیت دی.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر هېوادوال په بېلابېلو ښارونو او عامه ځایونو کې د متحسبینو له ناسم او سپکاوي ډک چلند څخه شکایت لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د روغتیا سازمان سره د توبرکلوز او نري رنځ په برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د توبرکلوز او نري رنځ په برخو کې د امکاناتو او همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي. نوموړي ویلي، چې د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي څو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسوي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډور سره په لیدنه کې د توربرکلوز برخې د خدماتو د پياوړتیا او روغتیايي مرکزونو ته د نري رنځ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث کړی.

طالبانو ویلي، ناروغانو ته د معیاري او پر وخت خدماتو وړاندې کول، د خدماتو د ښه کولو لپاره د بودیجې زیاتول، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول او د همکاریو زیاتېدل د ناستې نور موضوعات وو.

طالب وزیر ویلي: «د نري رنځ ناروغۍ مخنيوی او درملنه له لومړيتوبونو څخه ده او موږ هڅه کوو، چې د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معياري روغتيايي خدمات ورسول شي.»

طالبانو ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان مسوولینو د همکاريو ډاډ ښودلی.

هرات کې د طالبانو والي: د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا د ۱۰ افغانانو د وژنې په اړه پلټنه کېږي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي وایي، د هغو ۱۰ افغان کډوالو د وژلو موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي، چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۲مه د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي وو. نوموړي د افغان کډوالو د فاتحې مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي د پېښې عاملین مجازات شي.

په دې وروستیو کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې ۱۰ افغان کډوال د روان کال د لړم په ۲۲مه ایران ته پر لاره وو، چې د دغه هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا په ډزو ووژل شول.

د دغو کډوالو کورنیو د لیندۍ په ۱۲مه وویل، چې ایران د قربانیانو جسدونه له ۲۴ ورځو پټ ساتلو وروسته ورته وسپارل.

د قربانیانو کورنیو د جسدونو د ترلاسه کولو وروسته هغه د هرات ښار ته یوړل او د طالبانو د والي دفتر مخې ته یې اعتراض وکړ.

هغوی د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د «غېرانساني» چلند پر وړاندې اعتراض کړی، له نړۍوالو بنسټونو او د طالبانو له ادارې یې غوښتنه کړې، چې دا موضوع تعقیب کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، دا کډوال د هرات ولایت د زېرکوه او شینډنډ ولسوالیو اوسېدونکي‌ وو.

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د شنبې په ورځ د دغه کډوالو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ، د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي وښوده او هغوی ته یې ډاډګیرنه ورکړه.

اسلام جار د قربانیانو د کورنیو لپاره د سیمه‌ییزې ادارې د بشپړ ملاتړ په ټینګار سره ډاډ ورکړ، چې پېښه به «د اړوندو لارو له‌مخې په جدي توګه تعقیب کړي، ترڅو د قربانیانو د کورنیو حقونه په بشپړه توګه تضمین او عاملینو ته سزا ورکړل شي.»

باختر خبري اژانس لیکلي، چې د قربانیانو کورنیو د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې او دقیق تعقیب غوښتنه کړې ده.

د همدې کال د لیندۍ په ۱۱مه په یوه جلا پېښه کې شاوخوا لس افغان کډوال د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله په فراه کې ووژل شول.

په فراه ولایت کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ ویاند اعلان وکړ، چې دغو کسانو غوښتل له «غئرقانوني» لارې د شیخ ابونصر فراهی بندر څخه ایران ته داخل شي، خو د ډزو هدف وګرځېدل.

د طالبانو د ډلې بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد مور مړه شوه

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو د ډلې بنسټ ایښودونکي او پخواني مشر ملا عمر مجاهد مور مړه شوې ده. هغه وویل چې د ملا عمر د مور د جنازې او فاتحې لمونځ به د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په کندهار کې ترسره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د شنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۲مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې د ملا عمر د مور جنازه به د کندهار ولایت په عیدګاه جومات کې ترسره شي.

طالبانو د ملا عمر د مور د عمر یا د مړینې د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړي.

ملا عمر د طالبانو مشر او له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د دې ډلې د رژیم واکمن و.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له برید وروسته، د طالبانو رژیم نسکور شو او ملا عمر پټ شو.

هغه تر خپل مرګ پورې په پټه ژوند کاوه، او د هغه د مړینې خبر په ۲۰۱۵ کال کې تایید شو.

په تیرو کلونو کې طالبانو ویلي وو، چې ملا عمر د ۱۳۹۲ کال د ثور په ۲۴مه د نري رنځ له امله مړ شو. طالبانو د واک بیا ترلاسه کولو وروسته، د ملا عمر قبر په زابل ولایت کې راڅرګند کړ.

د طالبانو په وینا، د ملا عمر پلار، غلام نبي، په ۱۳۴۴ هجري قمري کال کې په کندهار کې مړ شوی و. هغه پنځه کلن و چې پلار یې وفات شو.

ملا یعقوب مجاهد: په خپلو اولادونو باندې عصري او دیني زده کړې وکړئ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې یوې دینې مدرسې فراغت غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، خلک باید خپل اولادونه بې تعلیمه پرېنږدي او زده کړې پر وکړي. په داسې حال کې چې یادې ډلې له څلورو کالونو راپردېخوا د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.

محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې څخه د طالبانو فراغت غونډه کې ګډون کړی و.

نوموړي د فراغت غونډې پرمهال خپله وینا کې ویلي، چې د زده کړو لپاره زمینه برابره ده او خلک باید په خپلو اولادونو عصري او دیني زده کړې وکړي.

یعقوب مجاهد زیاته کړې:«موږ د حکومت په توګه، د پوځ په توګه، د‌پولیس په توګه او د یو نظام په توګه توله ستاسو په خدمت کې یوو. ځیني په سرحداتو کې له خاورې څخه ساتنه کوي، ځیني د کورونو، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونو، د سوداګرۍ مرکزونه ساتنه کوي او ستاسو د امنیت سر او مال ساتنه کوي. زموږ غوښتنه داده، چې ښوونځي او مدرسې درته جوړ دي او تاسو یې ملاتړ وکړئ خپل اولادونه بې تعلیمه مه پریږدئ.»

دغه لوړپوړي طالب چارواکي د خپلې وینا پرمهال د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه څه نه دې ویلي.

نوموړي پرداسې مهال خلک د خپلو اولادونو زده کړو ته هڅولي، چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې یادې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی، چې له امله یې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

اصف دراني: د تهران په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د دغه ډلې سیاسي نابالغتیا ښیي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف دراني وايي چې د تهران په سیمه ییزه غونډه کې د طالبانو نه ګډون د دغه ډلې سیاسي نابالغتیا ښیي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې د تهران په سیمه ییزه غونډه کې به ګډون ونه کړي.

ښاغلي دراني پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا پریکړه دا دلیل روښانه او پیاوړی کوي چې طالبان نشي کولی په یوه مسله خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو په ساده ډول د «نه منلو» چلند غوره کړی، کوم چې یو غیر فعال چلند دی او جدي ستونزې نه شي حل کولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې دوی به د تهران په سیمه ییزه غونډه کې ګډون ونکړي.

یاد وزارت د خپل نه ګډون لپاره واضح دلیل نه دی ورکړی، مګر ویلي یې دي چې دوی د سیمه ییزو سازمانونو او دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د سیمه ییزو هیوادونو سره فعالې اړیکې لري.

ټاکل شوې ده چې تهران په دې اونۍ کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې کوربه توب وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.